بغلان

تاند- د بغلان پر امنیه قومندان او د سمنګان پر والي نن سهار داسي مهال بریدونه وشول چې دوی له کورونو څخه د کار دفترونو ته روان ول.

د بغلان امنیه قومندان له یوې وژونکې حملې روغ ووت خو د سمنګان والي برسېرن ژوبل شو.

 د سمنګان د والي ویندوی وویل، والي خیر الله انوش کار ته روان و چې د موټر په لاره کې یې د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې دی او د دوه ساوتونکي یې برسېرن ژوبل شول.

«د سهار په شاوخوا اووه بجې، کله چې والي صاحب له کوره د کار د دفتر لور ته تو، د خوشا سیاب پله ته نژدې د سړک د غاړې ماین والوت، چې په نتیجه کې یې والي له دوو ساتونکو سره برسېرن ژوبل شو. دوه تنه لارویان هم ټپیان شول خو د هغوی ټپونه هم برسېرن دي.»

دا لومړی ځل دی چې د سمنګان پر والي دا ډول برید کېږي. سمنګان د افغانستان یو خورا امن ولایت بلل کېږي.

د بغلان امنیه قومندان هم نن سهار له کوره د کار په لور روان و چې د سړک د غاړې حمله پرې وشوه.

قومندان شېرزاد ته په دې برید کې ده ته زیان نه دی اوښتی. ده له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل:«نن سهار د امنیه قومندان دروازې ته نژدې زما پر موټر ماین وچاودېده خو ما ته یې هیڅ زیان ونه رساوه. مګر زما یو ساتونکی یې ټپي کړ او یو ملکي شهید شو.»

په بغلان کې نورې سرچینې وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه لارویان وژل شوي او څو نور برسېرن ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دواړو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په وروستیو کې د بغلان په ناکرارو سیمو کې امنیتي ځواکونو پراخ عملیات وکړل او ویل شوي چې وسله وال طالبان یې له ناامنو سیمو تصفیه کړي دي.

د بغلان امنیه قومندان ښاغلي شېرزاد د دغو عملیاتو په اړه پرون د ازادي راډیو ولایت په ولایت پروګرام ته وویل:«»

ده په عین حال کې په لېري غرنیو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفانو موجودیت رد تایید کړه خو ویې ویل چې حاضردمه په بغلان کې د خپلسرو وسله والو شمېر تر پخوا زیات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *