تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴ مه: له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په شمال کندوز او بغلان ولایت کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو د سختو جګړو له امله د کابل- شمال لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.

تازه چارواکو ویلي، د بغلان په مربوطاتو کې د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

د بغلان ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د کابل- شمال لويې لارې خلاصولو په موخه تېره شپه امنیتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې عمليات ترسره کړي چې دغه لار یې د دوی له ګواښه پاکه کړي او اوس مسافر کولاى شي تګ راتګ وکړي.

بشارت همدارنګه زیاتوي چې اوس هم عمليات روان دي، څو له نورو سيمو هم طالبان پر شا وتمبول شي.

تیره ورځ د دغې لارې ځینو موټر چلوونکو شکایت کړی و چې ددې لارې د بندښت له امله یې په لار کې بند مالونه د خرابیدو له ګواښ سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *