تاند- د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ د تېرې شپې د واده په مراسمو کې نښته د هلک پر سر شوې ده.
تېره شپه د بغلان د ده صلاح ولسوالۍ، چې پخوا د اندراب ولسوالۍ برخه وه، په یوه کلي کې د دوو غیرمسوولو وسله والو ډلو ترمنځ نښته وشوه چې په نتیجه کې یې ۲۲ تنه ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.
مخکې د بغلان امنیتي چارواکو ویلي و چې دا نښته د دوو پخوانیو قومندانانو ترمنځ، چې په خپل منځ کې یې اختلاف درلود، له لفظي جنجاله وروسته شوې ده خو تازه راپورونه وايي چې جګړه د بچه بازۍ پر سر شوې ده.
د بغلان والي سلطان محمد عبادي هم دا مسله تاییدوي. دی وايي چې په ډزو کې هغه هلک هم وژل شوی چې پر سر یې دواړو خواوو جګړه کړې ده.
په دې خونړۍ نښته کې ناوې او زوم روغ پاتې شوي دي.
بچه بازی مه وایی ځکه چی د مجاهدینو قوماندانانو ته دا کلمه شه نه ده بلکه غلمانبازی ورت ووایی!
زه دببرک ورور له نظر سره بالکل موافق یم هغه پخوانی غله دمجاهد ترنامه لاندی ددتفنگ حخه هر نوع ناوره استفاده کوی چه ذکرشوی پیشه یی شه بیلگه ده لعنت دخدای دی وی په دی غلو باندی دخیانت ملی دولت حخه مو هیله داده چه دا مجاهدین (غله) تول خلع سلاح کری او دقدرت حخه یی لری کری او فکر کوم چه حکومت به هم ونشی کولای چه داغله خلع سلاح کری شی حکه چه دغلو مشران لکه سیاف، عطا،قانونی،عبدالله،حکمتیار،ملاعمر،دوستم،ددوی قوماندانان او داسی نور اوس هم په قدرت کی دی په هرصورت دملت حخه می هیله داده چه نوردبی غیرتی زوند ونکری ددی بی غیرته غلو په مقابل کی ملی قیام وکری او ددوی دهری ورجی دظلم حخه جان وزغوری والله ددی غلو په مقابل کی قربانی ته هم تیاریم.
خدای ج دی دا ټوپکمار تبا او برباد کړی چه زمونږ بی ګناه هېوادول په غېرو شرعی کړنو وژنی