تاند- د بغلان د جنګ ځپلیو سیمو مشران او سپین ږیري په شکایت کابل ته راغلي او وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې عامو خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بغلان سپین ږیرو نن /پنجشنبه/ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د عملیاتو له پیله تراوسه پوري لږترلږه ۱۲۵ ملکیان د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ۶۵۰ نور ژوبل شوي دي.

دوی دغه راز وویل چې د دغه ولایت د ډنډ غوري، مرکزي بغلان، صنعتي بغلان او زاړه بغلان په خونړیو جګړو کې، چې دولتي چارواکي یې د طالبانو خلاف تصفیوي عملیات بولي، زیاته مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې او ۳۰ زره کورنۍ یې مجبوره کړي چې په دې سره ژمي او وارو کې کور اور پرېږدي.

د بغلان یوه قومي مشر خیرالله شینواري خبریالانو ته وویل:«د دولتي ځواکونو له خوا په وژل شویو کسانو کې تر ۴۰ زیاتې ښځې او ماشومان دي.»

ده زیاته کړه:«له درو خواوو؛ د نیازالله له غزه، د قرغان له غونډۍ او د سمینټ خانې له برني کلي زموږ پر کورنیو د درنو وسلو ړندې بمبارۍ شوي، ټول کلي یې وران کړي، بې شمېره خلک یې وژلي. دوی څه ګناه کړې، حکومت څه کوي، حکومتي ځواکونه د خلکو د مېوو باغونه قصداً له بېخه باسي او پلمه یې دا ده چې په باغونو کې د دولت وسله وال مخالفان پټېږي، حال دا ده چې اوس ژمی دی.»

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په امنیتي ځواکونو کې د پخوانۍ شمال ټلوالې حاکمه ډله غواړي چې د شمالي غچ واخلي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په وروستي کال د شمال له ټلوالې سره د جګړې په مهال د شمالي تانکونه وایستل.

د بغلان قومي مشران وايي چې دولتي ځواکونو د ډند غوري د کلیو او کورونو له ورانولو وروسته جګړه ډنډ شهاب الدین ته غځولې او هلته یې هم ړندې بمبارۍ پیل کړي دي.

په همدې حال کې تراوسه پوري شاوخوا شل زره بې ځایه شویو کورنیو ته د حکومت او مرستندویو ادارو له لوري کومک نه دی رسېدلی.

د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد، چې ویل کېږي په خپله په بغلان کې د قومي تصقیې له ملاتړ کوونکو څخه دی، ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو عام خلک نه دي وژلي او د طالبانو د تصقیې لپاره امنیتي ځواکونه پرمختګ کړی دی.

خو راپورونه وايي چې دولتي ځواکونو د بغلان په جګړه کې هیڅ راز پرمختګ نه دی کړی او حتي په دې هم نه دي بریالي شوي چې له ازبکستان څخه کابل ته د برېښنا د غځېدلي مزي ستنه بېرته ودروي.

د افغانستان د بشري حقونو ټولنو او مدني ټولنو د بغلان پر ناورین خوله پټه کړې ده.

اړوند خبرونه:

د بغلان والي: ۲۰۰ وسله وال مخالفان وژل شوي

په بغلان کې زرګونه بې ځایه شوي عاجلو مرستو ته اړتیا لري

د بغلان نور خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *