تاند- د بغلان والي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې تر ۲۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
عبدالستار بارز نن/چهارشنبه/ وویل، تراوسه پوري د بغلان په عملیاتو کې لږترلږه ۱۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۵ نور ژوبل شوي دي.
بارز په عین حال کې وویل چې عملیات د زیاتې واورې د اورېدو له کبله درول شوي خو افغان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې سیمه به له وسله والو طالبانو پاکوي.
د دغو عملیاتو له کبله، چې په ډنډ غوري سیمه کې روان دي، په زرګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي، د ولایت مرکز او مرکزي بغلان ته وتښتي. هغوی شکایت لري چې امنیتي ځواکونه په مغرضانه ډول د عامو خلکو کورنه د درنو وسلو په ګولیو ولي چې له کبله یې شاوخوا ۷۰ ملکیان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
په عین حال کې د ډند غوري کډوال شوي اوسېدونکي وايي چې د پولیسو او ملېشه ځواکونو له لوري ځورول شوي او پیسې ورڅخه اخیستل شوي دي.
د بغلان والي وايي چې امنیتي ځواکونو د مرکزي بغلان، زوړ بغلان او صنعتي بغلان په شمول یو شمېر سیمې له وسله والو طالبانو تصفیه کړي دي. د ډنډ غوري په شمول په دغو سیمو کې پښتانه اوسي او طالبان عموماً د دوی له سیمو څخه د مورچو په توګه کار اخلي.
د بغلان والي وايي چې په تصفیه شویو سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړې شوي دي.
بارز د دنډ غوري په اړه وویل چې دا ولسوالي به، چې پلخمري ښار ته څېرمه ده، د واورې له درېدو وروسته ژر بشپړه تصفیه شي او د برېښنا نړول شوې ستنې به هم بېرته جوړې شي.
د دوشنبې په ورځ د بغلان چارواکو ویلي وو چې د برېښتا ستنې به په دوو ورځو کې بېرته جوړې شي.
د بغلان والي وايي چې وسله والو طالبانو په ډنډ غوري ولسوالي کې بې شمېره ماینونه ایښي چې له کبله یې د افغان امنیتي خواکونو تصفیوي عملیات ورو شوي دي.
وسله والو طالبانو د بغلان د والي د دغو څرګندونو په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.
دا ارشوت خور والي چا مقرر کړی دی؟
د دولتونو دنده د خپل ملت خدمت کول او د وګړو د ژوند ساتل دی نه د کورونو چور او تالان ، د خلکو وژل ، زورول . ترکومه ځایه چی معلومه ده د بغلان جنوساید د پښتنو وژل او دغه ولایت له پښتنو نه تصفیه کول دی.
ترټولو مخکی د جنرال مراد علی مراد په واسطه د داسی عملیاتو مخکی بول خپله د دی ثبوت دی چی متعصبی او ستمی ملیشی به هیڅکله هم پدی ژمی کی د بیګناه خلکو له وژلو ډه ډه ونکړی. د دی لپاره چی د خلکو ذهنیتونه جګړی ته آماده کړی ، مرادعلی پدی ژمی کی د کابل ښاریانو باندی برښنا قطع کړه ، دوی ته فرق نه کوی چی په کوم قیمت دا عملیات تمامیږی ترڅو ټول مسوولیت د بغلان د اوسیدونکو په غاړه ور واچوی.