دا خبر بیا بیا تازه کېږي
د بغلان پر امنیه اقوماندانې برید د اتو ترهګرو له وژل کیدو وروسته پای ته ورسید. په دې ډله ییزه حمله کې 68 تنه ژوبل يا وژل شوي چې 13 یې پولیس دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې ۱۳ ملي پولیس وژل شوي دي او ۳۵ تنه نور ژوبل دي. دا وزارت وایي چې په یاده پېښه کې ۲۰ ملکي وکړي هم ټپیان شوي دي.
ور وستیو معلوماتو له مخې په دې برید کې لږترلږه۷ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ژوبل دي. جګړه لا هم دوام لري.
تاند- لږترلږه ۴۰ تنه نن /یکشنبه/ هغه مهال په بغلان ولایت کې ژوبل شول چې یوه طالب انتحاري له چاودېدونکو موادو ډک هاموې موټر د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ مخته وچاوداوه.
راپورونه وايي چې له موټربمي چاودنې وروسته یو شمېر نورو وسله والو طالبانو ډزې پیل کړې.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي چې ۴۰ تنه ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.
د ټپیانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
د بغلان د عامې روغتیا د ریاست مسوولان وايي چې ډېر ټپیان د ښوونځي زده کوونکي دي.
تراوسه پورې په دې تروریستي برید کې د چا د وژل کېدو په اړه کره معلومات نشته خو ویل کېږي چې د ۴۰ ټپیانو ترڅنګ څو تنه وژل شوي دي.
د چاودنې ځای ته نژدې یو ښوونځی شته چې ډېر زیان وراوښتی دی.
تر دې وړاندې د بغلان د ولایتي شورا غړي اسدالله شهباز رسنیو ته ویلي و چې«جګړه روانه ده، ۲۰ ټپیان تراوسه د پېښې له ځایه روغتون ته رسول شوي دي.»
د شهباز په وینا په پلخمري کې پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو له دې بریده وروسته له نورو سیمو کومکي ځواک د پېښې ځای ته استول شوی دی.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دې ډلې ویلي چې ګڼ شمېر طالب وسله وال په قوماندانۍ کې جګړې ته دوام ورکوي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي چې پولیسو لومړنی طالب وژلی چې هڅه یې کوله امنیه قوماندانۍ ته ننوځي خو څو نور توانېدلي چې قوماندانۍ ته داخل شي.
نصرت رحیمي وايي چې ۲ طالبان وژل شوي او نور محاصره دي.
طالبانو دا برید په داسې حال کې کړی چې د دې ډلې د قطر د دفتر ویندوی وايي چې له امریکایانو سره یې د سولې په خبرو کې پرمختګ کړی دی.
بی ناموسه طالبه
بيا دی د خپل تور مخی او شرمیدلی بادار په امر د بی گناه افغانانو وینی توی کری. بیا په کوم مخ به په دی خلکو حکومت کوئ. الله دی تاسی د روژی د مبارکی میاشت له برکته تر دی نور هم ذلیل او وشرموی. دا ستاسو د روژه تحفه ده خپلو خلکو ته. که تاسو په خدای او آخرت ایمان درلودئ داسی کار به مو کله هم نه و کری.