تاند- (دوشنبه، د عقرب ۲۷) په بغلان ولایت کې نن سهار په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۴۰ تنه ټپیان او یو تن مړ شوی دی.

د بغلان ولایت چارواکي وايي، یو ۴۰۴ ډوله بس د مرکزي بغلان په ساحه کې د کندوز سین ته ولوېده.

د بغلان د روغتون سرچینې وايي چې په ژوبل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

پرون د ننګرهار د کرنې رييس سمیع الله نصرت هم په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ترافیکي پېښې پکې ډېرې کېږي او د ډېرو انسانانو ژوند اخلي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت د ترافیکو ملي اداره وايي چې په افغانستان کې د سږ کال (۱۳۹۸) په لومړیو ۶ میاشتو کې ۱۰۹۲ ترافیکي پېښې شوي چې تر ۵۰۰ ډېر کسان پکې مړه شوي دي.

د دې ادارې په وینا تېر کال شاوخوا ۱۰۸۳ ترافیکي پېښې شوې وې چې ټولټال ۶۶۵ تنه پکې مړه شوي او ۱۳۹۸ نور ژوبل شوي وو.

په مجموع کې د تېرو لسو کلونو په لړ کې په ترافیکي پېښو کې د وژل شویو کسانو اوسط د کال ۱۵۰۰ تنه ښودل کېږي.

ویل کېږي چې د لارو خرابوالی، له ترافیکي قوانینو سره د چلوونکو نه بلدتیا، د ترافیکي اشارو او نښو کموالی او د موټر چلولو په مهال د یو شمېر چلوونکو له لوري د چرسو په شان د مخدرو موادو استعمال د ترافیکي پېښو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

پرون ملګروملتو د سړکونو د خوندیتوب د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه. ملګروملتو د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې وویل چې نژدې په هره نیمه دقیقه کې په نړۍ کې یو تن په ترافیکي پېښه کې ژوند بایلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *