تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: ناڅرګنده وسله والو تېره شپه د بغلان د دوشي ولسوالۍ په زارغه کلي کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي.
د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري وايي، په وژل شویو کې ۴ ماشومان، یوه پېغله نجلۍ او د دغو ماشومانو مور او پلار شامل دي، یوه نجلۍ یو یو هلک د وسله والو لخوا ژوبل شوي دي.
نوموړی وايي، تر اوسه د پېښې په اړه څوک نه دي نیول شوي، خو د دوی پلټنې ورپسې روانې دي.
د بغلان ځینو سیمو کې د نامسووله وسله والو او ځايي زورواکانو خبره کېږي چې ځايي خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.