تاند- د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د سېل د بهېدو له کبله ۷ تنه مړه شوي او ۱۰ نور سخت ژوبل شوي دي.
په بغلان ولایت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رييس احمد نصیر کوهزاد نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل:«سېل ۲۰۰ کورونه هم وران کړي دي.»
د کوهزاد په وینا سېل تېره شپه د ولایت مرکز پلخمري ښار ته مخه کړه.
دی وايي چې له زیانمن شویو کورنیو سره مرستې شوي او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له هماغه لومړیو شېبو خلکو ته ضروري شیان ورسول.
تېره میاشت د واورو د ښویېدو له کبله په پنجشېر او د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې نژدې دوه سوه افغانان مړه شول او په لسګونو کورونه یې ویجاړ شول.
له دې کبله چې واورې د ژمي په وروستیو کې واورېدې د هوا د ژر تودېدو او د بارانونو د اورېدو په علت د نورو سېلونو احتمال هم لیدل کېږي.