راپور: عبدالرشید سعادت/ وحید احمد یوسفي
نن پنجشنبه (۱۳۹۸، د لړم ۹مه) د هېواد شمال کې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د زده کړیالانو، شاعرانو، لیکوالو او ادبیانو له لوري ځانګړي خزاني مشاعره (طلايي پاڼې) تر سره شوه چې د پوهنتون د استادانو او زده کړیالانو په ګډون سلګونه شاعرانو او لیکوالو په کې ګډون کړی و.
دغه مشاعره چې د سهار په لس نیمو بجو د قاري مطیع الله الیاس له خوا د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه، د پیلیزې په توګه د پښتو څانګې استاد پوهنیار ګل رحمن رحماني د وینا لپاره دریځ ته وبلل شو استاد په خپلو خبرو کې د مشاعرې ګډونوالوته ښه راغلاست وویل، د شعر په تړاو یې خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبروکې زیاته کړه: ((مشاعرې د ادب د ودې او پرمختګ سبب ګرځي، زموږ شاعران یوازې پسرلي ته شعرونه لیکي او فکر کوي چې یوازې همدا د شاعرۍ موسم دی، خو باید د خزان طلايي موسم هم له خپلو ټولو رنګینیو سره وستایل شي.))
استاد شاعرانو او په ځانګړې توګه زده کړیالانو ته اړینې سپارښتنې وکړې، د طلایي پاڼو باندې یې هم یو څه رڼا واچوله او ویې ویل: دا مشاعره مو ځکه په دې نامه ونوموله چې دا فصل خران دی او کومې پاڼې چې له ونو څخه رالوېږي، د ځمکې پرمخ باندې یو ډول ښکلا خپروي او دغه ښکلا باید وستایل شي.
د ادبیاتو پوهنځي مشرې هم مشاعرې ته په خپلو خبرو کې شاعرانو ته سپارښتنې درلودې او هر اړخیزه وینا یې وړاندې کړه. اغلې پوهندوی فوزیې ولیزاده په خپلو خبروکې د پښتو څانګې له استادانو، زده کړیالانو او راغلو شاعرانو مننه وکړه چې په مشاعره کې یې ګډون کړی او غواړي چې له دې لارې خپل کلتور او ژبې ته خدمت وکړي.
استاد ولیزاده زیاته کړه: مشاعرې د زده کړیالانو جرئت او روزنیزه کچه لوړوي او باید هر ځای په داسې ناستو کې په پراخه اندازه ګډون وکړي او په عملي ډګر کې هم ډېر څه زده کړي.
د پښتو ژبې او ادب څانګې هڅاند استاد پوهنیار فدا محمد فدايي د مشاعرې له جوړونکو زده کړیالانو د مننې په څرګندولو سره د بلوڅ صیب یو شعر د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړ، چې د شعر محتواکې یې د پښتنې مېرمنې د ټولنیز ژوند، حیاء، کړاو او وفادارۍ روښانه انځور وړاندې کاوه.
له دې ویناوو وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه او د لومړي شعر لپاره د بغلان ولایت ځوان، تاند شاعر او د کتابستان مشر ولي الله غرور چې خپله هم ددې پوهنتون له فارغینو څخه دی، را وغوښتل شو او خپل شعر یې د حاضرینو په چکچکو او بدرګو وړاندې کړ.
غرور د خپل شعر محتوا د میوند د ملالې له مېړانې او هوډ اخیستې وه او بیا یې د پښتنې ټولنې اوسنی دردوونکي تصویر ورسره یو ځای کړی و چې د برخوالو د خوښې وړ وګرځېد. غرور خپل شعر هم په مشهوره تاریخي لنډۍ پای ته ورساوه.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتينه
د مشاعرې بل ګډونوال هم د څلورم ټولګي ځوان شاعر محمد زمن لېوال و، نوموړي د محمد منصور په یوه شعر د مشاعرې فضا لا رنګینه کړه، چې د شعر منځپانګه یې مینې او درد څخه جوړه وه. ننګیالي اوریاخېل بیا په خپل شعر کې له خپل جانان نه ګیلې وړاندې کړې او د مینې تر څنګ یې د هېواد جګړییز انځور ته هم په خپل شعر کې ځای ورکړی و.
د مشاعرې بل ګډونوال استاد ګل رحمن رحماني بیا په خپل شعر کې د سولې ارمان ته ځای ورکړی و او خپل شعر یې د ادب او سیاست په نري مزي اوبدلی و چې د افغانستان او روان وضعیت اوسنی هنري انځور یې وړاندې کړ. هغه له سولې ګیله وکړه چې موږ یې هېر کړي یو او په نشتون کې یې دا دي زموږ روزي په وینو سره ده او هره ورځ قرباني ورکوو.
د بغلان ولایت ځوان شاعر او خبریال نور ګل اندړوال هم د غونډې په یو څو شېبو کې خپل درې غزلونه وړاندې کړل چې محتوايې د هېواد ناخوالې او جګړییز حالت و. مطیع الله عزیزي او جاوید احمد یو ښایسته ترنم وکړ، چې په شعر کې یې مجازي مینه ستایلې وه او ښکلی ترنم یې د ګډونوالو له لوري په چکچکو بدرګه شو.
د پښتو ژبې او ادب څانګې ځوان استاد پوهنیار رحیم الله ګهیځ هم خپل شعر د مشاعرې د ګډونوالو غوږونو ته ورساوه، چې محتوا یې د پښتو ژبې او پښتنو سره مینه وه. تاند شاعر فضل الرحمن سیرت چې یو کال وړاندې له نوموړې څانګې څخه فارغ شوی، په خپل شعر کې یې مینې او درد دواړه را نغاړي وو او د خپل سیمې او کلي اوسنی تریخ انځور یې وړاندې کاوه. محمد داود داوري هم په خپل شعر کې د اوسني طلايي موسم( مني) ماهرانه انځور وړاندې کړی و چې ترنم یې د شعر ښکلا یو په دوه کړې وه.
فضل محمد پتمن د دروېش صیب شعر وړاندې کړ چې د هلکانو د ژوند ستاینه یې پکې کړې و. د پښتو ژبې بل فارغ التحصیل او د ځانګړې طنزیه ژبې لرونکي شاعر احسان الله کاکړ هم پر خپل یوه غزل چې طنزیه رنګ یې درلود، پر ګډونوالو خندا ولوروله او پیغام یې داسې و چې (( دا څلور که پینځه کاله کېږي پرې مین یم، خو هغه لا هم نه ده خبره!)). خبریال او ټولنیز فعال ګلبدین ګواښ بیا د مطیع الله تراب یو انتقادي شعر وړاندې کړ، چې پر ځينو لوړ پوړو چارواکو او اوسني سیاست پکې سخت انتقاد شوی و.
نصیر احمد شاهین د خاطر صیب یو شعر یادې مشاعرې ته وړاندې کړ چې د خاطر د سبکي ځانګړنې له مخې له ناهیلۍ ډک و. د ژورنالیزم پوهنځي محصل او شاعر خیال ستانکزي هم په خپل وار سره ښکلی غزل وړاندې کړ چې د خواږه رومان تر څنګ یې تراژیدیک انځور درلود. د څلورم ټولګي زده کړیال او د پکتیا ولایت ځوان شاعر شمین الله سهار هم خپل دوه شعرونه وړاندې کړل چې په وروستي کې یې تر ډېره پورې له محصلۍ او مجردۍ نه شکایت کړی و. د نوموړي د شعر خوند د نوموړي ځانګړې ځدراني لهجې لا برابر کړی و.
د دویم ټولګي زده کوونکي او تکړه شاعر عبدالوهاب مومند هم په خپل وار سره لومړی یو غزل وړاندې کړ او د استاد اول میر په اواز یې یو شعر هم ترنم کړ. د عربي څانګې فارغ التحصیل او شاعر عبدالحق عابد صافي هم په مشاعره کې خپل غزل وړاندې کړ چې د میني په رنګ رنګېدلی و.
د څلورم ټولګي زده کوونکي مطیع الله الیاس بیا په خپل شعر کې د پښتنو اوسنی حالت انځور کړی و او د شعر عمومي منځپانګه یې خپل پښتني غرور و. د څلورم ټولګي زده کړیال، لیکوال او شاعر عبدالرشید سعادت بیا په خپل شعر کې د ننګرهار وروستۍ غمیزه انځور کړې وه چې د ګډونوالو په سترګو کې یې اوښکې وځلولې او وستایل شو.
د خواږه غږ لرونکي شاعر محمد یونس جباري بیا د مور په اړه د تکړه شاعر نقیب احمد اتل غزل (مور مې مړه مور مړه ده مور مې نشته) په ډېر تاثر او درد سره وړاندې کړ چې په محفل یې دردوونکې چوپتیا خوره کړه.
د درېیم ټولګي زده کوونکي او د خواږه غږ لرونکي شاعر سمیع الله حقاني یو ځل بیا د مشاعرې ګډونوال د خواږه ترنم په ټال وزنګول چې شعر یې د ګران هېواد اوسنی سیاسي او جګړه اییز انځور پر هنري ژبه رانغاړلی و.
نورسعید ناصح بیا د حلیم صیب یو عشقي غزل وړاندې کړ. عبدالبشیر نوري د رحماني صیب غزل د مشاعرې په ګدونوالو واوراوه چې بیا هم د روانې تراژیدي سیوری ورباندې خور و. عبدالله حدیثي بیا د خپلې خوښې انتخابي شعر وړانډې کړ چې ټولنیزې ناخوالې په کې انځور شوې وې. ځوان شاعر عبدالبصیر بیا د کندوز ولایت د وروستۍ غمیزې په تړاو د کوم شاعر اوږد او دردوونکی نظم وړاندې کړ چې یو ځل بیا یې د مشاعرې ګډونوال له اوښکو سره ملګري کړل او د ((الله اکبر)) په سپېڅلو نارو بدرګه شو.
د مشاعرې بل ګډونوال هم ځوان او تکړه شاعر اکرام الله امېد و چې په شعر کې یې د خپل ملت د ژغورنې او له روان وضعیت هنري شکایت شوی و او په چکچکو بدرګه شو.
د څلورم ټولګي زده کړیال مددخان هېوادمل د مشاعرې وروستی ګډونوال و چې د ځوان شاعر زینت الله حقمل یو ښکلی غزل یې ګډونوالو ته وړاندې کړ چې تر ډېره پورې یې د اوسنۍ ټولنې دردوونکي تصویرونه په کې را نغاړلي وو.
د مشاعرې د ارزونې په موخه د پښتو ژبې او ادب څانګې دروند استاد پوهنیار عبدالجلیل هاشمي را وغوښتل شو او په خپلو لنډو خبرو کې یې د مشاعرې د ستاینې تر څنګ له شاعرانو وغوښتل چې خپل ټولنیز مسوولیت ته دې ښه ځیر شي. ده هیله وښوده چې ددې مشاعرو لړۍ به دوام ومومي.
د مشاعرې بل اروزوونکي او د پښتو ژبې تکړه استاد پوهنمل سید مجتبی نایل هم خپلې خبرې د ارواښاد خاطر پر دې بیت پیل کړې:
سپرلی راغی ونې شنې شوې اې خاطره!
خزان ښه دی د یار کور مې پناه کېږي
نوموړي ګل رحمن رحماني صیب ته دغه لنډۍ ډالۍ کړه:
که به زموږ په دعا کېږي
رب دې پاچا کړه چې سلام ته دې درځونه
د ځوانانو د احساساتو او مینې څخه یې منندویي وکړه او د صدیق روهي صیب هغه تعریف یې وړاندې کړ، چې د شعر په اړه و: ښه شعر هغه شعر دی، چې د وخت غوښتنو ته ځواب ووایي. ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د هغه شاعر لاس او تندی د ښکلولو دی، چې د هغه په شعر کې د ټولنې درد منعکس شوی وي، وروسته یې دعا وکړه او د بغلان پوهنتون او حکیم سنايي پوهنتون له مشرتابه یې مننه وکړه چې د داسې ادبي ناستو کوربه توب کوي. یاده مشاعره د ماسپښین په یوه نیمه بجه پای ته ورسېده. د یادونې وړ ده چې د دغه مشاعرې د ویندويۍ چارې د لیکوالې اغلې مدینې ولیزۍ وردګ او تکړه شاعر زینت الله حقمل پر غاړه وې.