بوداپست د هنګري ښکلې پلازمېنه ده. په دې ښار کې د هنګري- افغانستان بنسټ د مشرې ډاکتر نسرین کتونا په نوښت او د ناټو په مرسته، د 2014 د جون په 25-24 یوه غونډه جوړه شوې وه چې د افغانستان- هنګري او ناټو 19 پوهانو پکې برخه اخستې وه او له 2014 کال وروسته یې په افغانستان کې د ناټو د بدلېدونکي دندې او ونډې په هکله خبرې وکړې.

په دې غونډه کې لاندې ذواتو ګډون کړی وو:

-1 ډاکتر نسرین مګداکتونا- هنګري؛
-2 اریک پاول Eric Povel- هالندي تبعه د ناټو استازی؛
-3 جنرال سید عبدالقدوس سعید، د ډاکتر نجیب الله د دفتر مرستیال؛
-4 جنرال هاشم قاهر پخوا د اردو د ښوونې او روزنې مسلکي معیین؛
-5 ډاکتر اصغر خېل منګل پخوا د ترانسپورت وزارت مسلکي معیین*
-6 احسان الله آرینزی، لیکوال او مؤلف؛
-8 پاچاګل وفادار پخوا د ملکي هوایي چلند وزیر؛
-9 آذرخش حافظي د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د خونې عامل رییس؛
-10 محمد داوود اچکزی پخوا هوایی افسر؛
-11 حبیب الله جانبدار؛ سیاسي کارپوه؛
-12 عبدالمبین مبین پخوا د پکتیا مستوفي او د زابل والی؛
-13 ظاهر ملک بابا پخوا په منځنۍ آسیا کې افغان دیپلومات؛
-14 امیر محمد ګران پخوا په پاکستان کې افغان دیپلومات؛
-15 محمد همایون تاج په لندن کې د افغان مشورتي بنسټ منشي؛
-16 محمد علی هما؛
-17 Dr. Miklos Sarkozy- هنګری؛
-18 Dr. Mih Dobrovits- هنګری.

غونډه د جون د 24 په لسو بجو د بوداپست د یوې زړې پاچاییي ودانۍ په یو سالون کې پیل شوه.
ښاغلي اریک پاول د ناټو Public Deplomatic Division استازی د غونډې لومړی وینا وال و، ده وویل چې د ناتو هر هېواد به خپل وسایل او سرتیري د ځمکې او هوا له لارې د افغانستان څخه وباسي.

د ISAF جګړه ییزه ماموریت به د 2014 په پای کې ختم او د ناټو نوی ماموریت به د افغاني پوځونو د روزنې په برخه کې پیل شي؛ خو شرط به دا وي چې نوی افغان ولسمشر له امریکا سره BSA (دفاعی امنیتی تړون) کېښودنکی تړون کې به دولت جوړونه، امنیت او بیارغونه وتلي ځایونه ولري.

ښاغلي پاول وویل چې د توکیو غونډې منلې وه چې له افغانستان سره به د TransFormation یا بیا جوړونې پ�� لسو کلونو (2024-2015) مرسته وکړي. هغه وخت ژمنه شوې وه چې تر 2017 پورې به 16 بلیون$ ورکول شي؛ خو چې شفافیت او حساب ورکونه پیاوړی او دولتي اجرات سم شي.
پاول وروسته په اوسنیو ټاکنو خبري وکړې او وې ویل چې ناټو د ټاکنو په بهیر کې لاس نه لري او دا د افغانانو خپل کار بولي چې د UN په مشوره یې پای ته ورسوي.

پاول وروسته ملی مصالحې ته راغی او وې ویل چې ناټو افغانستان یوازی نه پرېږدي. له عراق څخه باید پند واخلو. ده د افغانستان بریاوې یادې کړې او پرمختګونه یې د ستایلو وړ وبلل.

د اریک د خبرو په پای کې د ډېرو افغانانو د اعتراض غږونه جګ شول او پنځو کسانو د امریکا او ناټو د تېروتنو، فاسد دولت، بېساري اداري فساد، نشه یي توکو، جنګ او تیاره راتلونکي په برخه کې پوښتنې مطرح کړې.

اریک چې رنګ یې سور شوی او په خوله لوند و، ځواب ورکړ چې هو افغانستان ستونزمن ماموریت دی. موږ د دې هېواد په هکله پوره معلومات نه درلودل. جنرال مک کرستل هم دا خبره کړې وه چې موږ افغانستان سم نه پېژاند. اوس زموږ سیاسیون په وضع ډېر پوهېږي. د کرزي دریځ د ناټو هېوادونو د خلکو په عامه اذهانو منفي اغېز کړی. سمه ده چې موږ په جنګي جنایت کارو اتکا وکړه؛ ځکه چې موږ اړتیا ورته درلوده، ناټو هېوادونه د امریکا قومانده نه مني او خپلواکه پرېکړې کوي. موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پرېکړې له مخې په افغانستان کې د جګړې واک لرو، پاکستان ته نه شو تللای، بهرنی مرستې به کمې شي، موږ باید په افغانسان کې د لویې برتانیا او شوروي اتحاد د ماتو کتابونه ولولو او اشتباه تکرار نه کړو او BSA باید لاسلیک شي!

د ښاغلي اریک پاول ځوابونه د افغانانو د قناعت وړ نه وو؛ خو د ټولو پوهـه دا وه چې اریکه پاول تصمیم نیونکی مقام نه؛ بلکې دنده لري چې د دې غونډې د ګډونوالو د خبرو غټ ټکي او پرېکړه لیک د غونډې دوهم ویناوال د ناټو مرکزي دفتر برکسیل ته ورسوي. د غونډې دوهم ویناوال د ډاکتر نجیب الله د منشي توخی مرستیال جنرال عبدالقودس سید و چې په روانو ستونزو یې اوږدې خبرې وکړې. امریکا او ناټو هېوادونه یې د اوسني ناکام او جهادي دولت جوړونکي وبلل او د احتمالي ستونزو د مخنیوي له پاره یې د افغانستان د وسله والو پوځونو په ښه روزنه او سمبالښت ټینګار وکاوه.

ده وویل چې د (بن) کنفرانس د جهادیانو په مرسته د جهادیانو په ضد جګړه پیل کړه او پرېکړه وکړه چې ولسواکۍ د مخالفینو په لاس په پښو ودروي. دولتي مجاهدینو د امریکا او ایساف په مرسته ځانونو ته اقراب وبښل او په ټولو امتیازاتو یې خېټه واچوله. له همدې امله مخالف مجاهدین د ګاونډیو په لمسه او مرسته بیا په پښو ودرېدل او اوس د امریکا او ناټو هېوادونو د سرتېرو د وتلو په درشل کې، په داسې یو ځواک بدل شوي چې نړۍ یې په قابو کولو کې پاته راغلې ده.

ښاغلي سید د خپلو اوږدو خبرو په پای کې وویل چې ناتو دې اوس خپل غږ اوچت او د روانو ټاکنو د پایلو په برخه کې دې د دموکراتیکو اصولو د منلو غوښتنه وکړي؛ یعنی ناټو باید دا ووایي چې به هرو ټاکنو کې یو ګټونکی او بل بایلوونکی دی او په ناټو یې غږ وکړ چې د افغانستان د وسله والو پوځونو د روزونې او مشرتابه له پاره پخوانئ زده کړي، با تجربه، هېوادپال او مسلکي افسران بیا په کار وګماري.

د غونډې درېیم ویناوال ښاغلی داکتر اصغر خېل منګل وویل چې د اوسنیو ټاکنو د پاکو رایو په پایله کې باید یو پیاوړی ولسمشر د هېواد مسوولیت په غاړه واخلي. د منګل په قول چې ټاکنو ځینو هېوادونو ته ثبات نه دی راوړی لکه انګولا(1992)، بوسنیا هرزګوینا(1996)، کمبودیا (1993) او لایبریا (2003(، له همدې امله داسې وېره شته چې د بهرنیو پوځونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې هم کورنۍ جګړه بیا تکرار نه شي.

ښاغلي منګل په امریکا او اروپایي ټولنه تور پورې کړ چې په تېرو دیارلس کلونو کې یې په افغانستان کې د دموکراتیکو قوتونو یو ځای کېدو ته ډېره پاملرونه ونه کړه، له همدې امله موږ اوس سراسري، دموکراتیک او مترقي ګوندونه نه لرو، خلک په حاشیه کې دي او ټول واک او ځواک د بنسټ پاله، ورسته پاته، ولسواکي ضد او بشري حقونو ضد کسانو او ټوبکسالارانو په لاس کې دی.

د ښاغلي منګل وینا په افغان جرمن آنلاین او لرو بر ویبپاڼو کې خپره شوې، ګران لوستونکی یې هلته لوستلای شی.

بیا د همایون تاج وار شو. ده وویل چې له افغانستان څخه به د امریکا – ISAF د سرتېرو او امکاناتو بیړني وتل، دې هېواد- امریکا او ناتو ټولو ته زیان ورسوی. ده هیله وښوده چې د هېواد اوسني ځوانان د پرون په شان او له ږړو فکرونو سره ژوند نه کوي او د څو ورځو مخکو ټاکنو وښوده چې دوی د زده کړې، یووالي او پرمختګ پلویان دي او هیله لري چې هېواد د نړیوالو ملګرو په مرسته ودان او بسیا وویني.

ښاغلي همایون تاج وویل چې د افغانستان مسوول بنسټونه باید د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، د قوانینو له روحیې سره سم په وخت اعلان او د ولسمشرۍ څوکۍ په ټاکلې ورځ بریالي نوماند ته وسپاري او د ناټو له استازي یې وغوښتل چې د افغانستان د روانو ټاکنو د قانونیت او مشروعیت په برخه کې خپل دريځ په واضحو الفاظو اعلان کړي.

د غونډې څلورم ویناوال ښاغلی ګران و چې 14 کاله په پاکستان کې دیپلومات پاته شوی او اوس په اروپا کې اوسي.
ښاغلي ګران د پاکستان د جوړیدو په برتانوي پلان، د پاکستان د قدرت د جوړښت په اصلي بنسټونو، د هند او پاکستان په ستونزو او د افغانستان په ضد د پاکستان د جګړې په هکله په زړه پورې خبرې وکړې او ویې ویل چې پاکستان له ډېر پخوا څخه غوښتل چې د افغاني ټولنې په کمزوره ټکو پوه او د مرکزي حاکمیت تضعیف او حتی نړیدو ته لار اواره کړي.

ګران وویل چې د افغانستان په ضد د پاکستان جګړه په خلقیانو یا پرچمیانو پورې اړه نه لري؛ بلکې دوی حتی د داوود خان مرحوم په وخت کې د یو څو فراریانو هسته جوړه کړې او د افغانستان په ضد په توطیو لاس پورې کړی وو چې تر اوسه دوام لري. د ښاغلي ګران د وینا په پای کې ښاغلي آرینزي د خبرو وخت وغوښت او ویې ویل چې دا سمه ده چې پاکستان هر وخت د خپلو رنګارنګ ګوډاګیانو او مرېیانو له لارې، د افغانستان د ړنګولو جګړه په مخ بېولې؛ خو اوس وخت داسې دی چې پاکستان خپله هم له سترو ستونزو سره مخامخ او کیدای شي چې د فشارونو په ډېرولو سره په افغانستان کې د استراتیژیک عمق د تګلارې څخه په شا شي.

ښاغلي آرینزي وویل چې د پښتنو سیمې پخوا د پاکستان په رسمي نقشه کې شاملې وې؛ خو عملاً د هغه هیواد په ولکه کې نه وې؛ خو اوس د دې سیمو او پنجابي واکمنۍ تر منځ عملي جګړه روانه او ټوله سیمه په وسلو ډکه ده. بله دا چې په بلوچستان کې د خپلواکي زمزمې اوریدل کیږي او بلوڅ ولس په خپلو زیرمو خپل حاکمیت غواړي، پاکستان د انرژي له سخت کمبود سره مخامخ او حتی لوی ښارونه په ورځ کې لس ساعته بريښنا نه لري، انفلاسیون لوړ دی، اقتصادي وده ټکنۍ شوې او په ملیونونو کسان وزګار دي، د مذهبي کړیو او سیکولر ډلو تر منځ واټن ډیریږي او د پاکستان په هره سیمه او ښار کې د چاودنې، مرګژوبلې او ډله ییز برید احتمال ډير شوی او په یو وخت کې به ورته ډېره ګرانه وي چې له هند او افغانستان سره د ښمني وکوي او په دواړو کې بریالی شي.

آرینزي په پای کې وویل پاکستان اوس هغه د دیرش کالو مخکې پیاوړی هیواد نه دی؛ بلکې داسې یو زیان منونکی پاکستان دی چې په لږ فشار شاته تګ کوي او حتی د تجزیې خبرې یې هم کیږي او که افغانان په ملي یووالي سره د یوه مشروع ، منتخب او هیواد پال دولت شاته ودري، لیرې نه ده چې پاکستان به زموږ د هیواد په اړه په خپلو تګلارو کې بدلون راولي او له خپلو پخوانیو عزایمو څخه تیر شي.

له دې وروسته د آزاد بحث وخت و چې ګډون والو په لوستل شوو مقالو او څوګندونو خبرې وکړې او ځانونه یې د افغانستان په روانو حالاتو ښه وپوهول.

د بوداپست د غونډې د دوهمې ورځې لومړني ویناوال ښاغلی عبدالمبین مبین و. له ده وروسته د کورنیو چارو پخواني وزیر ښاغالي رازمحمد پکتین خبرې وکړې. دوی او همدا راز ښاغلي پاچا ګل وفادار عقیده درلوده چې لوېدیځو ځواکونو (امریکا او ناټو) په افغانستان کې د نوي واک په جوړښت کې له عدالت څخه کار نه دی اخستی، ټول واک، ځواک او امکانات یې پخوانیو تنظیمي قوماندانانو او مشرانو ته سپارلي او د دموکراتیکو ځواکونو په جوړېدو کې یې مرسته نه ده کړې.
ښاغلي وفادار په امریکا او ناتو نیوکه وکړه چې دیارلس کاله مخکې يې په بن کې د څو تنظیمي کسانو په غونډه کې د افغانستان له پاره داسې زعامت طراحي کړ چې اوس عملاً ناکام دی او نور په مخ نه شي تلای. ده دا هم وویل چې کار اهل کار ته ونه سپارل شو او یو څو تصادفي کسان د خلکو په سرنوشت قابضه شول.

د غونډې بل برخه وال ښاغلی آذرخش حافظي و چې د افغانستان په اقتصادي حالت یې خبرې وکړې. ده د افغانستان په دیارلس کلن پرمختګ کې د امریکا او ناتو ونډه وستایله؛ خو هغو ستونزو ته یې هم اشاره وکړه چې اوس ورسره مخامخ یاستو.

ښاغلي آذرخش د مخابراتو د پرمختګ، د بانکونو او هوایي کرښو د جوړېدو، د پوهنې او لوړو زده کړو د کمې پراختیا، د سړکونو د جوړیدو، د بریښنا د ویش د شبکې د پراختیا او ګڼو نورو پرمختګونو په هکله ارقام وړاندې کړل؛ خو ویره یې وښوده چې د بهرنیو مرستو په کمېدو سره به پرمختګونه ټکني او حتی خدای مه کړه له ستونزو سره مخامخ شي.
ده وویل چې زموږ واردات د صادراتو په پرتله دیرش ځلې ډېر دي، د بودجې کسر ډېریږي، دولتي لګښتونه ډېر دي، شفافیت نشته، مافیا په اقتصاد لاسبرې ده، له قانون څخه پورته حضراتو په اقتصادي بنیسټیزه کارونو خپړې لګولي او نه پرېږدي چې قانوني اقتصاد منظمه وده وکړي.

ښاغلي آذرخش د افغانستان له راتلونکي دولت څخه وغوښتل چې له مافیا سره مبارزه وکړي او رښتانیو سوداګرو او پانګه والو ته موقع برابره کړي چې د افغانستان د پرمختګ له پاره قانوني کار وکړي.

په دې غونډه کې ډاکټر نسرین په افغانستان کې د ایران د لاسوهنو او غوښتنو په هکله خبرې وکړې او بیا یوه کمیټه وټاکل شوه چې د بوداپست د غونډې پرېکړه لیک د تصویب له پاره چمتو کاندي. په دې کمیټه کې آذرحش حافظي، جنرال قدوس سید، ډاکټر منګل او ښاغلي هما برخه درلوده. په هغه موده کې چې د غونډې د پرېکړه لیک مسوده برابرېده، ښاغلو جانبدار، ظاهر ملک بابا او هما هم له افغانستان څخه د ناتو هیوادونو او امریکا د پوځونو په وتلو، د دندو په بدلون او نوي احتمالي حالت په هکله خپل نظریات څرګند کړل چې د غونډې د لومړنیو ویناوالو نظریاتو ته ورته وو او د راوړلو څخه یې تیریږو. دوی ټولو د افغانستان په اوږده غمیزه، دلایلو او پایلو خبرې وکړې او زموږ ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان یې د افغانستان په ورانولو تورن کړل.

له دې وروسته د پرېکړه لیک مسوده ولوستل شوه چې د برخه والو د سمون او توافق وروسته لاسلیک او د بوداپست په غونډه کې د ناتو استازي ښاغلی اریک پاول ته وسپارل شوه. پاول ژمنه وکړه چې دا متن به په بروکسل کې د ناتو دفتر ته وسپاري او هیله یې ښکاره کړه چې دا پريکړه لیک به د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو هغې غونډې ته هم ورکړې چې ژر د افغانستان د راتلونکي په هکله جوړونکې ده.

له دې سره جوخت په بوداپست کې د هنګري – افغانستان د بنسټ په نوښت جوړه شوې دوه ورځنۍ غونډه په رسمي توګه پای ته ورسیده او ډاکټر نسرین ژمنه وکړه چې د هغه افغانانو سره چې په اروپا کې مېشت دي، خپلو لیدنو ته کتنو ته دوام ورکوي او ټول به په ګډه زیار باسي چې په افغانستان کې د ناتو نوی روزنیزه – مشورتي دنده بریالي وي!

نامۀ کانفرانس بوداپست به سازمان اتلانتیك شمالی(ناتو) در بروكسل

 

ما اشتراك کنندگان کانفرانس كه به دعوت” بنیاد هنگری برای افغانستان “ و به حمایت ناتو در شهر بوداپست دورهم گرد آمده ایم طی دو روز گفت و شنود كه شامل سخنرانی ها و بحث آزاد پیرامون تغییر نقش ناتو در افغانستان بعد از خروج قوای بین المللی در پایان سال 4312 بود، نكات ذیل را به عنوان نظر جمعی خویش ارائه می نماییم:
۱* – از سازمان ناتو كه با فرستادن نمایندۀ آن، آقای ایرك پاول و حمایت مادی و معنوی اش از کانفرانس، و نیز از )بنیاد هنگری برای افغانستان(، بانو داكتر نسرین مگدا كتونا كه زمینۀ تدویر کانفرانس را فراهم نمودند، سپاس گذاری نموده، آن را گام مفیدي در جهت همكاري میان ناتو و جامعۀ روشنفکرى افغان های مقیم اروپا می دانیم و خواهان تداوم، تحكیم و گسترش آن می باشیم.
۲- * محتوای اكثر سخنرانی ها و گفت و شنود ها آن بود كه نقش ناتو در استقرار صلح و دیموكراسی و رشد اقتصادی افغانستان تا حال مفید بوده لذا ما از قرباني های سربازان ناتو و متحدان آن ایساف قدردانی و احترام نموده، تداوم همكاري ها و حمایت ناتو را طي دهۀ تحول در حیات سیاسي، اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی افغانستان مفید و موثر می دانیم.

۳- * در عرصۀ سیاسي، با حمایت ناتو دستاورد های افغانستان كم نیست ولی كار های انجام ناشده نیز زیاد است. مثلاً تا حال در بسیج نیروهای سیاسي معتقد به دیموكراسی و نظام اقتصاد بازار و حمایت از ایجاد سازمان های سیاسي همسو با ارزش های مدرن توجه لازم به عمل نیامده است.
لهذا پیشنهاد م نمایم كه:
 ناتو برای حمایت از پایان مؤفقانه انتخابات ریاست جمهوری و معلوم شدن برندۀ آن و تشكیل حكومت
مشروع، ملت افغانستان را یاری رساند و عملاً از آن جانبداری كند.
 ز نهضت افغان ها در جهت ایجاد سازمان های سیاسي فراگیر به مقصد نهادینه شدن دیموكراسی و حفظ
دست آورد های 10 سال گذشته حمایت و پشتیبانی كند؛ از جمله انتخابات پارلمانی سال آینده در پیش است
و حضور اشخاص معتقد به دیموكراسی می تواند در ایجاد حكومت خوب بسیار مفید باشد.
 برای پایان نا امنی و تأمین صلح در افغانستان از دید ما خلع سلاح گروه های مسلح غیر مسؤول كه از
دایاك و سایر پروگرام های قبلی باز مانده اند، بسیار ضروری پنداشته می شود.
۴ – * اشتراك کنندگان معتقد اند كه همکاری ناتو به افغان های مقیم اروپا در تداوم کانفرانس حاضر می تواند
اجرای وظائف ناتو در افغانستان را تسهیل بخشد. برای انجام این كار، ایجاد یك مرجع ارتباط را جهت
انسجام همكاري های افغان های مقیم اروپا را با ناتو پیشنهاد می نمائیم.
با ذكر مطالب ارائه شده در فوق تداوم و تعقیب كار را با تدویر کانفرانس ها، سمینار ها و میز های مدور با
اشتراك نمایندگان افغان های مقیم اروپا و نمایندگان ناتو در آینده نیز مفید و موثر می دانیم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *