د رسول الله ( ص ) د مړينې څخه وروسته، حضرت بلال نور ونشو کولی چې په مدينه منوره کې ژوند وکړي، د مدينې منورې کوڅو او واټونو د نبي کريم ( ص ) د نشتون له امله بلال ته ځای نه ورکوه، بلال له حضرت ابوبــــکرصديق (رض ) څخه د سفر اجازه وغوښته، د سفر تــوکي يې برابر کړل، شام (سوريه) ته ولاړ ، هلته يې واده وکړ او ژوند يې اختيار کړ.
يو ورځ بلال په درانه خوب ويده و، چې ناڅه راويښ شو او په ژړا يې پيل وکړ، مېرمنې يې ترې وپوښتل، څه کيسه ده ای بلاله چې ژاړې؟ بلال وويل: نبي کريم (ص ) مې په خوب وليده چې راته وايي: ای بلاله! دا څه جفا چې مونږ سره يې کوې، ولې مو ليدو ته نه راځې؟ د بلال مېرمنې د سفر توکي برابر کړل او بلال ته يې وويل: لاړ شه، د نبوي ښار (مدينې منورې) څخه ليدنه وکړه، بلال مدينې منورې ته ورسېد، اميرالمونين حضرت ابوبکر صديق ( رض) او حضرت عمر (رض ) بلال په غېږ کې ونيو او د خوښۍ اوښکې يې په سترګو کې رڼې شوې، ابوبکر صديق (رض ) له بلال څخه هيله وکړه چې اذان وکړي، بلال د بښنې په غوښتلو سره وويل:
ای اميرالمومنينه! وروسته د نبي کريم (ص) څخه مې اذان نه دی کړی او نه يې د کولو توان لرم، عمر(رض ) هم ټينګار درلود، خو بلال ونه منله او بښنه يې وغوښته.
هغه وروسته د بي بي عايشې (رض) خونې ته ولاړ، د رسول الله (ص ) قبر څنګ ته کښېناست او ژړل يې، حسن او حسين (رض) يې څنګ ته راغله، بلال دواړه په غېږ کې ونيول او ويې ويل: له تاسو څخه مو د نيکه ښکلی بوی راځي، بلال دواړه هلکان ( حسن او حسين ) يې همدارنګه په غېږ نيولي و چې، دواړه په يوه خوله له بلال څخه وغوښتل چې اذان وکړي، بلال د دوی غوښتنه رد نشوه کړای.
لاړ همغه ځای ته چې تل به يې هلته اذان کوه، ودرېد او په اذان يې پيل وکړ، الله اکبر الله اکبر د مدينې خلکو يو ځل ټکان وخوړ او فکر يې وکړ چې پيغمبر بيا ځلې مبعوث شوی دی، کله چې بلال وويل: اشهدان لااله الاالله، ښځو، نرانو، سپين ږيرو او ځوانانو… په سراسيمه ګۍ سره د نبوي جومات پر لور منډې کړې، همدا چې بلال د دې جملې ويلو ته ورسېد، اشهدان محمد الرسول الله، ستونی يې ځيږ شو او ويې نشو کولی چې اذان ته دوام ورکړي، په مدينې منورې کې ژړا او چيغو دومره زور واخېست چې د رسول الله ( ص ) د مړينې څخه وروسته تر هغې دمه د مدينې ښار د داسې غمګينې ورځې شاهد نه و پاتې شوی.
هو! خوږو دوستانو هغه د رسول الله ( ص ) مينه وه چې د بلال د زړه څخه يې څړيکه وکړه او د مدينې ټولو خلکو ته يې ټکان ورکړ. لويه ربه! زمونږ په زړونو کې د نبي کريم ( ص ) مينه ځای پرځای کړې، مونږ د رسول الله ( ص ) ريښتيني مئينان وګرځوې، زموږ کړنې او خلاق د نبي کريم ( ص ) کړنو او اخلاقو ته ورته کړې. اللهم امين يارب العالمين
هو، پردیس صاحب!
جزاکم الله احسن الجزا.
زموږ د نجات لار فقط او فقط د رسول الله صلی الله علیه و سلم په صادقانه پیروی کی ده دهغه مبارک اخلاق او تربیت په ځان کورنۍ، ټولنه ، حکومت او ادا رو کی را ژوندی کول ټول ژوند عبادت،رحمت او اجر ګرځوی ، اخوت را ژوندی کوی چی موږ نه ورک شوی ،عدالت ، خدمت ،انسان دوستی او خیر غوښتنه تقویت کیږی او خلاصه موږ د شر او فساد نه بی غمه کیږو.
مع الاسف د ډلګیو د ناقص قیادت او غلط تربیت چی د آی اس آی بدبویی او تعفن ککړ او زموږ د ملت لپاره کار ساز او په خیر تمام نشو د محمدی اخلاقو پر ځای یی ، تنظیمی انحصاری بداخلاقی ته رشد ورکړ چی هیڅکله د اسلام او ملی ګټو په محور راټول نشول او وایی چی که د ما فاسد واک پکی نه وی نو بیا هری ناروا او دنائت پروا نلرم او انسانی ارزښتونو ټول تر پښو لاندی کوم .
پردیس صاحب!
لطفا دی لړۍ د لیکنو ته دوام ورکړه چی زه یی د مدینی د مؤمنانو پر ژړا ورګډ کړم او که می صلاحیت درلودای د سیرة النبی صلی الله علیه وسلم او سیرة صحابه رضی الله عنهم دوری می ټولو وزیرانو ،وکیلانو ،والیانو او جنرالانو لپاره حتمی ګرځولی ترڅوچی د حکامو اداره او تعامل د مادون او ملت لپاره مرجع د سالم تربیت او رهنما وی د نورو لپاره، اوس د ملت هر فرد د مفسدو حکامو نه داسی پناه غواړی لکه د شیطان څخه .