څو ورځې مخکې امریکا متحده ایالتونو پر ایران نور بندیزونه ولګول چې د دغه هیواد سکه( ریال) او د موټرو کمپنۍ په کې شامل دي. دغه بندیزونه چې له کلونو راهیسې روان دي اغېز یې ورو ورو څرګندیږي، خو د نویو بندیزونو اغېز ډېر ژر ښکاره شو، ځکه تېرو بندیزونو ځمکه ورته برابره کړې وه، همدا وجه ده چې د ایران چارواکي او اقتصادپوهان یې سخت وېرولي دي. دوی که څه هم په ښکاره وايي چې مقاومتي اقتصاد لري، خو ځینې داسې کسان شته چې نور حوصله نه لری او یو څه یې له خولې وځي.

د امریکا د نویو بندیزونو له امله چې په بهر کې څوک پر ریال ډېره راکړه ور کړه کولای نه شي، په بهر کې څه چې ان په ایران کې يې دا وېره پیدا کړې ده چې له ریال سره به یو ځای بله پیسه کارول کیږي چې هغه هم امریکايي ډالر دی.

په اروپايي ټولنه کې د پانګونې د چارو متخصص او د دې ټولنې د بانکي او سکې د چارو سلاکار مهرداد عمادي وايي چې د ایران پر سکه بندیز لګول دغه هیواد ته پر ستره اقتصادي بلا اوښتلای شي او ور سره به په ایران کې بلې موازې سکې ته لار برابره کړي، ځکه ایرانی ریال چې له تېر کال راهیسې یې د ډالر په وړاندې پنځوس فيصده ارزښت له لاسه ورکړی، اوس به پرې ایرانیان نور هم بې باوره شي، پخپله راکړه ورکړه کې به د ریال پر ځای او يا هم ورسره په یو وخت ډالر کاروي.

اقتصاد پوهان وايي که یوه سکه په بهر کې له راکړې ور کړې لویږي، نو ورو ورو پخپل هیواد کې هم ارزښت بهرنۍ سکې ته پرېږدي، لکه مکسیکو او افغانستان یې چې ښې بېلګې دي او همدارنګه د عراق او ایران د جګړې پر مهال د ریال ارزښت کمېدل چې هغه وخت هم ایرانیانو پر بهرنیو پیسو راکړې ورکړې ته مخه کړه.

ایرانیان چې لا د مخه په ډالر او یورو خپل ریال بدلوي، اوس دغه کار نور هم ډېروي او پخپله پیسه باور له لاسه ورکوي، دوی که په بانکونو کې ریال لري، هغه هم په ایرو او ډالر بدلوي چې ور سره د ایران د بانکي سیستم مدیرت ګډوډیږي، سکه یې نوره بې خونده کیږي او لا ډېره به بې ارزښته شي.

ځینې څېړنې دا هم وايي چې تراوسه ایرانیان پخپلو کورونو کې ۱۸ ملیارده یورو او ډالر لري، دا شمېر د ایران د سکې د زېرمې له ۱۲ تر ۱۸ فیصدو پورې جوړوي.

له ریال سره د ډالر د عامېدلو خبره په داسې حال کې ده چې د ایران د صنعت او کانونو مرکز مشر هادي غنیمي وایي چې په دغه هیواد کې له ۴۰ سلنې ډېر تولیدي فعالیتونه ځنډېدلی دي.

نوموړي ایلنا اژانس ته ویلي چې د ډالر په پورته کېدلو او د ریال په ټیټېدلو سره د بانکي ونډو رېټ پورته شوی او له امله یې په تېر او روان کال کې د ایرن صنعت له لوی کړکېچ سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې رویټرز اژانس د څو باخبرو سرچینو په قول لیکلي چې د ایران تېلي صادرات په وروستیو لسګونو کلونو کې اوس تر ټولو خورا ټیټ کچ ته رسېدلی دي.

ویل کیږی چې په تېره مۍ میاشت کې ایران هره ورځ اووه سوه بیلره تېل صادرول او دغه صادرات د ۲۰۱۱ کال په پرتله درې ځلې کم شوي دي.

ایران به په ۲۰۱۱ کال کې د ورځې دوه اعشاره دوه ملیون بېلره تېل صادرول، خو د لوېدیځ د بندیزونو له امله دغه صادرات په تېر کال کې یو اعشاریه دوه ملیون بېلرو ته ټیټ شوي وو.

تېل او تېلي محصولات د ایران د ټولو صادراتو له اتیا فیصدو ډېره برخه برابروي، د دغه هیواد د روان کال بودجې قانون وايي چې ایران دې هره ورځ یو اعشاریه درې ملیون بېلره تېلي صارات په پام کې ونیسي، خو امریکا د ایران پر تېلي پېرونکو د فشار له لارې غواړي چې د ایران د تېلو صادرات پنځو لکو یا پنځو سوو زرو بېلرو ته راټیټ شي.

د امریکا فشار ګټه رسولې او د دغه هیواد د تېلو اسیايي پېرونکو د تېرې میاشتې په پرتله د ایراني تېلو پېرل ۱۲ فیصده کم کړي دي.

که څه هم ایراني چارواکي هڅه کوي چې د خپل محصول او توکي پلورلو ته خپل سوداګر او خلک وهڅوي، خو ګمان نه کیږي چې دوی دغه ستر زیانونه پرې ډب کړي. د ایران د تېلو وزیر رستم قاسمي د دغه هیواد تېلي قراردادیانو ته ویلي چې که کوم توکي او وسایل په ایران کې وي، له بهر دې یې نه واردوي.

نوموړي ویلي، که کوم قراردادي سر غړوي، نو د خپل وزارت د قراردادیانو له لست نه به یې لرې کړي، خو د ایراني وسایلو بیه ډېره لوړه ده، بیا هم که قراردادیان دا بندیز پلی کړي، د ایران درد به کله دوا کړي، ځکه دغه هیواد اوس د بندیزونو له امله په ډېره لوړه بیه له اروپايي هیوادونو توکي او نور وسایل رانیسي. که څه هم دغه توکي په بندیزونو کې شامل نه دي، خو د نورو بندیزونو له امله اغېزمن دي. ایران چې سږکال د غنمو کمې زېرمې لري، وېریږي چې که په بازار کې دغه توکی کم شي، نو ولس ته به د لاریون لار جوړه کړي، ځکه یې په تېرو څو ورځو کې له جرمني څخه په خورا لوړه بیه شپږ سوه زره ټنه غنم رانیول. ایران د دې غنمو یو ټن په ۳۵۰ ډالره رانیولی، خو همدغه غنم اردن په ۲۹۷ ډالر او ۵۰ سنټه رانیولي دی.

د لوېدیځ په تېره بیا امریکا بندیزونو چې پخوا یې ولس ځاپه اوس یې حکومتي چارواکي هم له واک بایللو سره مخ کړي او همدارنګه یې د نورو پلانونو په لار کې خنډونه ډېر شوي دي. د همدغو بندیزونو له امله نږدې میاشت مخکې د ایران ځینې رسنۍ هم وتړل شوې چې په هغو کې د ایران د زاهدان راډیو پښتو، اردو او نورې څانګې راځي.

ایران، چې تر ډېره د خپل پروپاګنډ لپاره له رسنیو کار اخلي، د دغو څو لس کلنو څانګو تړل ښيي چې دغو بندیزونو له اغېز څخه یې ان خپل تبلیغاتي سیستم هم ونه ژغورلی شو.

دا لیکنه په خدمتګار ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *