تاند- د بلجیم د پلازمېنې بروکسل د نن سهار په چاودنو کې ۱۳ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

لومړۍ دوې چاودنې د بلجیم په وخت د سهار په ۸ بجې (د افغانستان ۱۰ نیمې) د بروکسل د هوايي ډګر د ترمینل د ټکټونو د کنټرول په برخه کې وشوې.

له دغو دوو چاوذدنو نیم ساعت وروسته هوايي ډګر ته نژدې د (Maalbeek) مترو په تمځای کې بله چاودنه وشوه.

د بلجیم دولتي رسنۍ (VRT) وویل چې په دغو چاودنو کې ۳۵ تنه ژوبل شوي دي.

له چاودنو وروسته هوايي ډګر بند کړای شوی او د مترو فعالیت هم درول شوی دی.

د بلجیم حکومت په چاودنو کې مرګ ژوبله تایید کړې خو د دقیق شمېر په اړه یې لا څه نه دي ویلي. د بیړنیو خدماتو اداره د هوايي ډګر د ترمینل په پاکولو بوخته ده او امنیتي چارواکي وايي چې نور بمونه یې هم موندلي دي.

د بروکسل په هوايي ډګر کې غبرګو چاودنو مرګ ژوبلې اړولي

تاند – د بلجیم د بروسلز د هوایي ډګر په ټرمینل کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې ګڼ شمېر کسان یې ټپیان او ایسار کړل.‌

ویل کیږي چې یوې چاودنې د بروسلز د زاوینټیم په هوایي ډګر کې د امریکن ایرلاینز ډېسک وواهه او په هوایي ډګر کې موجود خلک یې سخت تلولي کړل.‌ ورپسې بله چاودنه وشوه چې ګڼ خلک یې ټپیان او د هوایي ډګر په ټرمینل کې ایسار کړل.‌

دغه چاودنې څلور ورځې وروسته له هغه کېږي چې په بلجیم کې پولیسو د پاریس د تېرکال د حملې یو تورن کس صلاح عبدالسلام ونیو.‌

د بي بي سي نړیوال سروېس د بلجیم د رسنیو له قوله لیکی چې،‌ هوایي ډګر تخلیه شوي او الوتنې په کې ځنډول شوي دي.‌

کارپوهان په دې باور دي چې،‌ که د دې پېښې تر شا د اسلامي افراطیانو لاس لرنه ثابته شي دا به په اروپا کې د مېشتو او ور روانو مسلمانو کډوالو له پاره چې اروپایان ورته په خلاصه غېږه ښه راغلاست وایي او مرستې ورسره کوي یو لوی سرخوږی جوړ کړي ځکه چې مسلمانان په اروپا کې یو کوچنی اقلیت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *