تاند- د بلجیم د پلازمېنې بروکسل د نن سهار د چاودنو د تلفاتو شمېر تر ۳۰ واوښت او ۱۸۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیس وايي چې په هوايي ډګر کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۸۱ نور ژوبل دي.

د پولیسو په وینا د مترو په تمځي کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۰۶ نور ژوبل شوي دي.

داعش یا د اسلامي دولت وسله والې دلې د دې حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دې ډلې د پاریس د حملو مسوولیت هم منلی و.

تاند- د بلجیم د پلازمېنې بروکسل د نن سهار په چاودنو کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۳۰ نور ژوبل دي.

سي این این تلویزیون وايي چې ۱۶ تنه د هوايي ډګر د ترمینل په غبرګو چاودنو کې وژل شوي او ۱۰ نور د مترو یا تر مځکې لاندې رېلګاډي د تمځي (ستېښن) په چاودنه کې وژل شوي دي.

ځیني راپورونه وايي چې د هوايي ډګر چاودنې د انتحاري حملو په نتیجه کې شوي دي.

د بلجیم صدراعظم چارلس میشل (مایکل) وايي:«موږ له دې ډول تروریستي بریدونو بېره لرله.»

د تېر کال په نوومبر کې د پاریس له تروریستي بریدونو وروسته په بلجیم کې د تروریستي بریدونو وېره پیدا شوه او دغه هیواد امنیتي ځواکونو په پلازمېنه بروکسل کې سخت امنیتي تدابیر اجرا کړل.

د نن سهار له چاودنو وروسته بلجیم د ترور ضد ګواښ اندازه څلورې درجې ته، چې تر ټولو لوړه ده، رسولې ده. حکومت له خلکو غوښتي چې په یو ځای کې راټول نه شي. دې ته ورته غوښتنه د بریتانیا حکومت هم له خپلو خلکو کړې ده.

د بلجیم د هوایي ډګر او مترو په ۳ چاودنو کې ۱۳ تنه وژل شوي

2تاند- د بلجیم د پلازمېنې بروکسل د نن سهار په چاودنو کې ۱۳ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

لومړۍ دوې چاودنې د بلجیم په وخت د سهار په ۸ بجې (د افغانستان ۱۰ نیمې) د بروکسل د هوايي ډګر د ترمینل د ټکټونو د کنټرول په برخه کې وشوې.

له دغو دوو چاوذدنو نیم ساعت وروسته هوايي ډګر ته نژدې د (Maalbeek) مترو په تمځای کې بله چاودنه وشوه.

د بلجیم دولتي رسنۍ (VRT) وویل چې په دغو چاودنو کې ۳۵ تنه ژوبل شوي دي.

له چاودنو وروسته هوايي ډګر بند کړای شوی او د مترو فعالیت هم درول شوی دی.

د بلجیم حکومت په چاودنو کې مرګ ژوبله تایید کړې خو د دقیق شمېر په اړه یې لا څه نه دي ویلي. د بیړنیو خدماتو اداره د هوايي ډګر د ترمینل په پاکولو بوخته ده او امنیتي چارواکي وايي چې نور بمونه یې هم موندلي دي.

د بروکسل په هوايي ډګر کې غبرګو چاودنو مرګ ژوبلې اړولي

تاند- راپورونه وايي چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دوې چاودنې شوي دي.

تر دې دمه (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې) د چاودنو علت نه دی څرګند.

خو راپورونه وايي چې چاودنې د هوايي ډګر د ترمینل د الوت په برخه کې شوي او مرګ ژوبلې یې هم اړولې دي. د بلجیم رسمي سرچینې د یوه تن د وژل کېدو او د څو نورو ژوبلېدا تاییدوي خو غیر دولتي رسنۍ وايي چې ۱۱ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

2دا چاودنې ۴ ورځې وروسته له دې وشوې چې د پاریس د تېر کال د نوومبر په حملو کې په لاس لرلو تورن صالح عبدالسلام په بروکسل کې ونیول شو.

د بلجیم رسنۍ وايي چې هوايي ډګر تخلیه کړای شوی او الوتنې ځنډول شوي دي. همداراز هوايي ډګر ته د اورګاډي تګ راتګ درول شوی دی.

بلجیمیانو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو عکسونه او ویدیوګانې خپرې کړي چې هر لور ته وارخطا منډې وهي.

2په دغو تصویرونو کې ماتې شیشې او د هوايي ډګر له ودانیو د خلکو تېښته لیدل کېږي.

په یوه راپور کې ویل شوي چې یوه چاودنه د امریکا د هوايي شرکت (امریکن اییرلاین) د چک این یا د ټکټونو د کنټرول د برخې ترڅنګ شوې ده.

د بلجیم (Nieuws) خبري چاینل وايي چې امنیتي ځواکونو په هوايي ډګر کې نور بمونه هم موندلي دي. د بلجیم خبري اژانس (Belga) وايي چې تر چاودنو مخکېژ د ډزو ږغ په عربي ژبه نارې اورېدل شوي دي.

2په لاندې ویدیو کې له ترمنیله د خلکو تېښته وینئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *