تاند- په بلجیم کې یو شپاړس کلن افغان د پناه غوښتونکو په مرکز (کمپ) کې پر یوې کارکوونکې د جنسي تېري په تور ونیول شو.
بلجیمي رسنۍ وايي چې دې پېښې په دغه هیواد کې د کډوالو ضد سیاستوالو غوسه نوره هم وپاروله.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، څارنوالانو وویل چې شپاړس کلن افغان د فرانسې پولې ته څېرمه د پناه غوښتونکو په مرکز فلاندیرس کې یوه ښځینه کارکوونکې له خوړنځایه د ودانۍ تر تلخونې پوري تعقیب کړه او هلته یې پرې حمله وکړه.
قاضي امر وکړ چې دغه افغان دې د محاکمې تر بلې غونډې پوري په توقیف کې وي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه ویندوی وویل چې دا په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل دی چې په بلجیم کې د دې کمېټې د پناه غوښتونکو په یوه مرکز کې داسي پېښه کېږي.
د دې کمېټې ویندوی وویل:«دوې اوونۍ وړاندې موږ پناه غوښتونکو ته په ترتیب کړي کورس کې وښودل چې په دې مرکز (فلاندیرس) کې له ښځو سره باید څرنګه چلند وشي، په دې کورس کې همدغه هلک هم حاضر و.»
تر دې مخکې یو شمېر افریقايي او ایراني پناه غوښتونکو په جرمني کې د نوي کال په جشن کې پر ښځو جنسي تېري کړي وو چې په ټوله اروپا کې یې د پناه غوښتونکو پر ضد احساسات وپارول.
له بلجیم څخه په ۲۰۱۵ میلادي کال ۳۵۴۷۶ تنو د پناه غوښتنه کړې چې تر ۲۰۱۴ کال دوه برابره زیات دي.
د همداسی کارونو لپاره خو هلته تللي دي،
سه دتبلیغ لپاره خو ندي تللي؛
The reception centre for asylum seekers in Leopoldsburg (Limburg province) was the scene of riots that involved some 100 people yesterday. The conflict was triggered by a discussion about a female asylum seeker who didn’t wear a head scarf.
Watch the video:
Harsher punishments for misbehaving asylum seekers
“Two or three Afghans had been targeting a young girl from Syria for a couple of days because she was not covering her head”, explains An Luyten, spokeswoman of the Red Cross. “You may call this strange, because several other girls were also not wearing a headscarf. It is not clear why they were after this girl in particular.”
The girl got fed up with the situation and the conflict created two camps, with Syrians and Iraqi residents on the one side and Afghan refugees on the other. The two groups got involved in a major fight yesterday afternoon.
Seven people sustained injuries, with one person being transported to hospital. Eleven rioters were taken in for questioning. Four Afghans will be transferred to a closed reception centre. Seven others will be sent to different asylum centres.
دا به یې لا بله کارنامه وي. خو څه چې موږ خپاره کړي د بلجیم د رسنیو په قول مو ویلي