تاند- د بلخ ولایت د استیناف په څارنوالۍ کې د انتحاریانو حمله، چې د شپې تر ۸ بجو پوري یې دوام وکړ، د ۱۰ تنو له د بلخ د استیناف پر څارنوالۍ په برید کې ۱۰ تنه ووژل شولوژلو او د ۶۶ نورو له ټپي کېدو وروسته پای ته ورسېده.
وسله والو انتحاریانو د امنیتي ځواکونو په وړاندې په ودانۍ کې ۹ ساعته مقاومت وکړ.
د وژل شویو کسانو په منځ کې د بلخ ولایت د شپږمې امنیتي حوزې د پولیسو د مسوول په ګډون پنځه پولیس او پنځه ملکیان شامل دي.
په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي
له وروستیو راپورونو سره سم د څارنوالۍ ودانۍ ته څلور انتحاریان ننوتي ول او هر څوک چې به په مخه ورغی، ډزې به یې پرې کولې.
په لومړنیو راپورونو کې د انتحاریانو شمېر ۳ تنه ښودل شوی و.
څلور سره انتحاریان د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.
پولیس وايي چې دوی په لومړیو شېبو کې ودانۍ محاصره کړه او ډېر خلک یې له ودانۍ وایستل کنې ممکن تر دې زیاتې مرګ ژوبلې پېښې شوې وای.