راپور: جمیله واک –

د میرمن ادبی بهیر غونډه د کب په اتمه دوه بجې د بلخ ادبي خوځښت د اونیزو په دفتر کې وشوه.یاده غونډه د هوسۍ جلالزۍ په تلاوت پیل شوه،چې د ویاندویي چارې یې حمیدې ځلا تر سره کولې.د غونډې دپاره استاد لطیفه کوربنه وټاکل شوه تر څو ننۍ غونډه وڅاري. جمیلې د تېرې اونۍ ګذارش ولوست، چې د معمول په ډول ټولو ګډونوالو د راپور په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.حمیدې ځلا ګذارش خوښ کړ او وې وېل: (په ګذارش کې د هرې برخې جزئیات په مشرح ډول راخیستل شوي.

استاد لطیفې هم ګذارش وستایه او زیاته یې کړه: (که د لیکنو سرلیک او یا د لیکنو یوه برخه ګذارش کې ووېل شي،نو اوريدونکو ته به هر څه واضېح په ډاګه شي.

ورپسې زهرا په  ګذارش کې نوښت ته اشاره وکړه او داسې یې ووېل: ( که په هر ګذارش کې نوښت او نوې خبرې راوړل شي،نو اوريدونکو ته به هم په زړه پورې وي او له اورېدلو څخه به یې ستومانه کیږي نه.

راضیې هم د ټولو ګډونوالو نظریې نېکې وبللې او ګذارش یې خوښ شو.

ذبیح الله احساس هم په غونډه کې برخه اخیستې وه چې د ګذارش په هکله یې ډېرو مهمو او مختلفو ټکو ته اشاره وکړه.

احساس په راپور کې د اضافي خبرو او د لڼډیز راوړلو په اړه ووېل: (په راپور کې اضافه خبرې هېڅ ضرور نه دي.او نه اوريدونکو ته چل ورکړئ بلکې مستقیم راپور پیل کړئ، او کله چې غواړئ په راپور کې یو ځای معرفي کړئ، نو یوازې یو ادرس او یا ځای مشخص کړئ.د احساس په وینا لیکوال باید ډېر حريس ووسي او تل یې هڅه دا وي ، چې په خپلو لیکلو کې لڼډیز راولي.همدا شان احساس دوه نورو مهم ټکي هم یاد کړل (د ګډونوالو نظریات او نیټ ګراف) .

احساس زیاته کړه،په ګذارش کې باید د ټولو ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه بېل بېل وړاندې شي ځکه هر یو ځانته جلا فکر او نظر لري.

د دې تر څنګ د نېټ ګراف په هکله ، چې ټولو ته یوه نوې موضوع وه جزئیات وړاندې کړل.

لکه څرنګه ، چې د نېټ ګراف نوم څخه جوتيږي،(نېټ) نښلونکی او (ګراف) متن ته وېل کيږي، یعنې نېټ ګراف هغه جمله ده چې  د دوو مختلفو موضوعاتو د نښلولو او د ارتباط ورکولو دپاره کارول کيږي.

د ګزارش تر کره کتنې وروسته د غونډې آزاده برخه د هوسۍ جلالزۍ په کيسه پیل شوه، ورپسې حمیدې ځلا خپله نثري ټوټه ولوسته  بیا استاد لطیفې خپل آزاد نظم او راضیې خپله لڼډه کیسه وړاندې کړه.ورپسې پخلا خپل آزاد شعر،زهرا آزاد نظم او جمیلې خپله لڼډه کیسه واوروله. په پای کې د غوڼډې کوربنې استاد لطیفې د ننۍ غوڼډې په اړه خوښي څرګنده کړه او وې وېل :(هیله لرمه چې ورځ تر بلې مو شمېر زیات شي او هره اونۍ حاضر ووسو، د ې تر څنګ ؛ ګډونوال یې د خپلې ژبې   د ودې او د پښتو پاللو ته وهڅول او په دې لاره کې یې د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د راتلونکې غوڼډې دپاره د کره کتنې  برخې مسوله راضیه وټاکل شوه، چې باید د لست له مخې د هرې ګډونوالې لیکنه چاپ او په ټولو ووېشل شي،په هره اونۍ کې باید لږ تر لږه د دوو کسانو لیکنې کره کتنې ته وړاندې شي، چې د یوې د نشتون له امله د کره کتنې   برخه ونه ځڼډيږي.کره کتنې د پاره د راضیې لڼډه کیسه غوره شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *