پرته له کومه شکه چې هېڅ پوه، با احساسه او د فکر خاوند د بشري ژوند او په ځانګړې توګه د خپلې ټولنې د ناخوالو په وړاندې بې باکه او بې غبرګونه نه شي پاته کېدلاى او د ژوند د چاپېريال له ښېګڼو سترګې نه شي پټولاى.

د دغه حقيقت په منلو او په ځانګړې توګه د بلخي مولانا فکري وړتيا او ژورې ټولنپېژندنې ته په کتلو سره دې پايلې ته رسېږو چې سمه به نه وي که داسې ووايو چې د بلخ دا نابغه فيلسوف يواځې او يواځې يو عارف، صوفي او د فردي – تزکيوي ډګر متفکر دى او بس.

د لوى مولانا خوږو اشعارو ته په کتلو سره دا څرګندېږي چې ده د يونان سياسي تاريخ او فيلسوفانو سره نېږدې فکري اړيکې درلودې (نه په دې مانا چې دى د يوناني فلسفو لاروى وو) او د سياسي علومو په عمده مفاهيمو، باريکيو او نزاکتونو پوه وو.

خو دا چې ده ولې په ډاګه خپل سياسي افکار او باورونه خلکو ته نه وړاندې کول، د دې لامل د وخت حاکم ديکتاتوري نظامونه او د خلکو ذهني وروسته والي بلل کېږي. د بلخي مولانا اشعار له سياسي مفاهيمو ډک او هر رنګ يې د سياست په اوبو لمبېدلى دى، لکه د ده په اشعارو کې د عدالت، مساوات، انصاف، سياسي چل… او داسې نور مفاهيم په کثرت سره ليدل کېږي.

سريزه: هر کسى از ظن خود شد يار من از درون من نجست اسرار من د بلخ مولانا د نړۍ په پوهانو او فيلسوفانو کې ځانګړى ځاى لري.

د ده هراړخيزه او څو بعدي شخصيت د نړۍ د مختلفو تمدنونو لپاره زړه راښکونکى او له اسرارو ډک دى. مولانا د فردي – معنوي ودې ( تزکيې ) تر څنګ په ټولنيز سمون، عدالت، مساوات او بشر دوستۍ ډېر ټينګار کوي. لنډه دا چې د بشريت دا نامتو او ريښتينى متفکر د تصوف تر څنګ يو ښه مدبر، سياستوال، اقتصاد پوه او ټولنپوه دى. له روڼ اندي څخه د دوکتور علي شريعتي د تعبير “روڼ اندى هغه څوک دى چې د بشري ټولنې ستونزې او ناخوالي احساس کړي او د هغو لپاره د حل لارې ولري” پر بنسټ، د بلخ دا نامتو فيلسوف په واقعي معنا روڼ اندى يا روشنفکر دى. په ټوليزه توګه په نړۍ کې دوه ډوله سياسي فيلسوفان شتون لري:

1. هغه چې عملاً په سياسي چارو کې ونډه اخلي او يا لږ تر لږه خپل سياسي افکار په څرګند ډول او نيغه توګه وړاندې کوي. دغه ډول متفکرين د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ په ختيځ او لوېديځ کې په زياته پيمانه ليدل کېږي چې عمررض، ابوحنيفه، محمد بن حسن، ابن تيميه، الماوردي رحمت الله عليهم … او سقراط، سيسرون، ماکياولي، جان لاک… يې بيلګې دي.

2. هغه چې د خپل سياسي افکارو د وړاندې کولو لپاره له مختلفو قالبونو ګټه پورته کوي، لکه ځيني وخت د شعر له قالب او کله هم د طنزونو او کيسو له ليارې خپل افکار خلګو ته وړاندې کوي.

تاريخ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغه ډول فيلسوفانو شاهد دى لکه د انګلستان بـرنارد شاو او د ختيځې نړۍ ډېرى متفکرين.

فيلسوفان د خلګو ذهني آمادګي، واکداران او د وخت اړتياوو ته په کتلو سره يو له پورتنيو لارو د ځان لپاره ټاکي. د بلخ مولانا د دوهمې ډلې فيلسوفانو څخه دى، د ده ژوند او د هغه وخت سياسي حالت ته په کتلو سره چې له يوې خوا خوارزم شاهيانو، بيا چنګېز خان او وروسته هم سلجوقيانو د خلکو له ککريو قصرونه جوړ کړي وو، دې پايلې ته رسېږو چې د وخت دغه نابغه فيلسوف د يوه مصلحت له مخې دغه تګلاره ټاکلې ده او دا يې لازمه وانګېرله چې خپل افکار د شعر په قالب کې تر مونږ او وروستيو نسلونو پورې تلپاتي کړي.

منځپانګه: د بلخي مولانا له اشعارو داسې څرګندېږي چې ده د سياست او د هغه د اصولو اړوند پوره معلومات درلودل او غوښتل يې چې دغه انساني – اسلامي مفاهيم په لفافه کې مونږ ته را انتقال کړي. لوى مولانا د يونان د سياسي فلسفې د تاريخ ژوره مطالعه لرله لکه ده چې د د کلبيونو د فلسفي ډلې د مشر ډيوجنس (Diogenes) کيسه په لاندې شعر کې داسې بيانوي:

دى شيخ با چراغ همى گشت گرد شهر   کز ديو و دد ملولم و انسانم آرزوست

همدارنګه د شعرونو لاندنيو عناوينو ته پام وکړئ چې هر يو يې د سياسي علومو په حوزه کې په ډېر مهارت انتخاب شوى دى:

• حکایت وزیر پادشاه و مکر او در تفریق ترسایان • پیغام شاه پنهانی بسوي وزیر پر تزویر • مکر کردن وزیر و در خلوت نشستن و شور افکندن در قوم • فریفتن وزیر امیران را هر یک بنوعی و طریقی • منازعت کردن امرا با یکدیگر در ولیعهدي • آمدن رسول قیصر روم به نزد عمر برسالت • قصۀ خلیفه که در کرم از حاتم طایی گذشته بود • شکایت کردن اهل زندان پیش وکیل قاضی از دست آن مفلس • قصۀ منافقان و مسجد ضرار ساختن ایشان

په دغو عناوينو او د بلخي مولانا په نورو اشعارو کې لاندني سياسي – ټولنيز اصول په ډېره پيمانه ليدل کېږي:

1. عدالت: عدالت چې د پراخه سياسي – ټولنيز مفهوم درلودونکى او د ټولنيز – سياسي نظام د بنسټ حيثيت لري او د هرې ټولنيزې او طبيعي پديدې د پايښت لپاره اړين عنصر دى، د بلخي مولانا په اشعارو کې ډېر تر سترګو کېږي، لکه: پادشاهم کارم عدل است و داد ز آن خورم که يار از جودم بداد او يا په بل ځاى کې د اسلام د دويم خليفه عمررض د حکومت په توصيف کې داسې وايي: در زمان عدلش آهو با پلنگ انس بگرفت و بيرون آمد ز جنگ د بلخ مولانا د عدالت مفهوم په ډير مهارت او باريکۍ سره کاروي او د هغه د کره او پر ځاى مصداقونو په وړاندې کولو سره د وخت د حاکمانو پام ورته راګرځوي او تر مونږ يې په خپلو سليسو او ښايسته اشعارو را رسوي.

2. مساوات او بشردوستي: مولانا، انسان ته پر دې خاورينه ځمکه د خالق د استازي په سترګه ګوري چې دې نړۍ ته د متضادو قوتونو په درلودلو سره د ازموينې په موخه رالېږل شوى دى او د انسانانو تر منځ هر ډول توکميز، ژبني، سيمه ايز او سياسي توپير ناروا بولي. د ده له نظره هر هغه فکر چې د انسانانو تر منځ په بيلتون او د يوې انساني ډلې پر لوړاوي ټينګار کوي، مردود او د منلو وړ نه دى. لکه چې وايي: گفت انسان پارۀ ز انسان بود پارۀ از نان يقين که نان بود

3. سوله او امنيت: په ټوليز ډول د مولانا اشعار د يوې سالمې – ايډيالې ټولنې د جوړېدا لپاره ځانګړي شوي دي، چېرته چې د جنګ او يرغل مفاهيم شتون نلري او ټول انسانان په سوله ايزه بڼه ژوند کوي. د بلخي مولانا په اند سوله او امنيت د عدالت، تقوى او انصاف پر مټو راتلاى شي او بس؛ زور، زياتى او وسلې د دې جوګه نه دي چې په ټولنه کې سوله او امنيت تلپاتي کړي، لکه چې وايي:

هر که ترسيد از حق و تقوى گزيد ترسد از وى جن و انس و هر که ديد د ده له نظره، شاهانه شان او شوکت

د حکومتونو د پايښت او غوره والي لامل نه دى او يواځې او يواځې د حق، عدالت او ساده ژوند پر مټ کولاى شو يو پياوړى سياسي – ټولنيز نظام رامنځته کړو، لکه دى چې د عمررض د حکومت په اړه داسې وايي:

گرچه از ميري و را آوازه ايست     همچون درويشان مر او را کازه ايست

د بلخ مولانا په ساده او روانه ژبه – اما په ډېر ادبي مهارت – د سليمانع د عادل نړيوال حکومت د وخت يوه کيسه ليکي چې له مياشي سره د سليمانع داستان په کښې رانقلوي او د خداى پاک د دغه ستر پيغمبر له ژبې د مياشي د شکايت په ځواب کې داسې وايي: اى عجب در عهد ما ظالم کجاست کاو نه اندر حبس در زنجير هاست

4. محاسبه او د واکدارانو مسئوليت: دولتونه د انساني غوښتنو پر بنسټ جوړېږي او د انساني – اسلامي اصولو په رڼا کې هر واکدار خپلو خلکو ته مسئول دى او بايد چې د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي او هيڅوک نشي کولاى د واکدار او خلکو تر منځ ناروا توپير قايل شي او د واکمن او عامو خلکو تر منځ بايد هېڅ ډول واټن شتون ونلري، د بلخ مولانا هم په هم دې نظر دى:

مشکلات ما هر ضعيفى از تو    حل پشه باشد در ضعيفى از خود مثل

پورته شعر، بيا هم د سليمانع او مياشي تر منځ د داستان ادامه بيانوي چې مياشى (ظاهراً ډېر کمزورى ژوى دى) د خپلو ستونزو د حل يواځنۍ مرجع خپله سليمانع بولي. د مولانا په اند د واکمن او خلکو تر منځ بايد هېڅ ډول واټن شتون ونلري او هر سړى په ساده ګۍ سره وتوانېږي تر څو له حاکم سره وګوري، لکه دى چې وايي: گرچه از ميري و را آوازه ايست همچون درويشان مر او را کازه ايست

5. د فساد بد ګڼل: اداري – قضايي فساد چې زمونږ د دردېدلې ټولنې يوه غټه ستونزه ده. دا يو منل شوى حقيقت دى چې د فساد په شتون کې په هېڅ ډول امکاناتو نشو کولاى کوم ستر مثبت ګام پورته کړو. فساد، په هر ډول چې وي د مولانا له انده منفوره او منفي پديده ګڼل کېږي، دى وايي: چون دهد قاضى به دل رشوت قرار کى شناسد ظالم از مظلوم زار او يا چې د يوه ښه واکمن صفت په لاندې ډول بيانوي:

پادشاهم کارم عدل است و داد         ز آن خورم که يار از جودم بداد

پايله: پرته له کومه شکه چې د بلخ نامتو فيلسوف، روڼ اندى او د بشريت خيرخواه مولانا جلال الدين محمد بلخي په ريښتيني مانا يو هر اړخيزه ټولنيز، کلتوري، اقتصادي او سياسي متفکر دى.

د ده خواږه اشعار د شعريت او زړه راښکونکي ترنم تر څنګ د ښه، عادل او له سولې او امنيت ډک ژوند لپاره له پندونو او لارښونو ډکه پانګه ده.

ستر مولانا د خپلو اشعارو له ليارې د بشريت اوسني ناورين ته بې ساري د حل لارې او نسخې په ميراث پريښي دي. خو ځيني کړۍ او کسان په بېلابېلو پلمو او ظاهراً د عداوت له مخې، دغه ستر شخصيت يواځې او يواځې د تصوف، عرفان او فردي تزکيې د ميدان اتل بولي او مونږ ته يې په همدې بڼه راپېژني چې ستره جفا بلل کېږي. د ٢٠٠٧ زېږديز کال چې د ترکيې په وړانديز د يونسکو لخوا د مولانا په نوم ونومول شوه، په دې نومونه کې هم د پردې تر شا دغه يواړخيزه او بې بنسټه مفکوره حاکمه وه.

Abstract: No doubt; every thoughtful, wise and considerate man can’t be silent to human tragedies and social challenges and this is natural to reflect positive emotions for goodness and social achievements. This is not a good judgment if we believe that Maulana the Great is just a Sufi, mystic and moral contender especially considering the above reality and his socio – thinking abilities. Reading Balkhi Maulana’s poems will proof that he has close relations with political philosophers, social thinkers and socio – political thoughts, especially with Greek history and philosophers. He was living in an era where political dictatorship together with social backwardness devastated the ability of “public” positive thinking and accepting advanced and revolutionary theories; thus he decided to put his theories in poems to make them permanent. قدرت الله ځواک

2 thoughts on “د بلخي مولانا سياسي نړۍ ليد نڅوړ/ قدرت الله ځواک”
  1. په عنوان کې د (نڅوړ)راتلل سم نه دی او د لیکنې لومړی وړوکی عنوان دی

  2. salaona,very intrsting article,but one thing my dear Brother Rabindranath Tagre was from India,not from great Bratain.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *