راپور ساینا صافی
دبلخ ادبي خوځښت څانګې میرمن ادبي کلتوري بهیر له یوې اونۍ وروسته، خپله اونیزه غوڼډه د۱۳۹۲ کال دوږی دمیاشتې په ۷ نیټه دخوشحال خان بابا په کتابتون کې ترسره کړه .
دغونډی پیل څخه ورسته دتیری اونۍ ګزارش د حمیدې ځلا لخوا ولوستل شو چې ګډونوالو خپل نظرونه په وارسره ورکړ. ساینا صافی د راپور په اړه وویل :راپور ډیر په زړه پوری وه او دتیری اونۍ ټولی برخی په کی راخستل شوی دی او به جزییاتو ورته اشاره شوی ده.اسیه هم راپور وستایه او زیاټه یې کړه چی ګزارش کی ټپې ښه راخستل شوې وې .
په دې غونډه کې حمیده ځلا دکوربنې او ګومل جانه دمیلمه په توګه وټاکل شوې چې دبهیروالو لخوا ګومل ته ښه راغلاست ویل شو .
د راپور له کره کتڼی وروسته دازادې مشاعرې برخه دساینا یو آزاد شعر په ویلو سره پیل شوه چی ټولو ګدونوالو پام یی ځان ته راواړاوه . زهرا د غونډی بل ګډونکی هم خپل لیکل شوی نثري ټوټه ولوستله چې ډیره په زړه پوې وه ،ورسته اسیه حساس د ذبیح حساس یو ټاکلی شعر ولوستله چی دټولو خوښ شو همدارنګه د غونډی نور غړی پخپل وار سره خپل لیکلی شوی لیکنی ګډونوالوته وړانډی کړی .
په پای کې د غونډی کوربنه یو ځل بیا دبهیر دغوڼدو دبیا پیل څخه دخوښۍ په څرګندولو سره وویل چې له دې وروسته به هڅه وکړي چې ډيرې هغه نحونې او میرمنې چې له لیکلوالۍ او شاعرۍ سره مینه لري دبهیر غونډو ته راوبلي .غونډه د اسیه احساس لخوا د دعا په کولو سره دمازدیګر په پینځه نیمو بجو پای ته ورسېده .
دبلخ ادبي خوځښت څانګه میرمن ادبي کلتوري بهیر هره اونۍ دپنجشبې په ورځ دمازدیګر په څلورو بجو دخوشحال بابا په کتابتون کې خپله غوڼده ترسره کوي .