تاند- یوه افغان چارواکي نن ادعا وکړه چې په مزارشریف کې د هند د کونسلګرۍ په ناکامه حمله کې پاکستاني پوځي افسران ښکېل ول.

د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات وویل:«موږ په خپلو سترګو ولیدل او په سلو کې ۹۹ په ډاډ ویلی شم چې حمله کوونکي د پاکستان د پوځ کسان ول او د برید په مهال یې له ځانګړي تاکتیکه کار اخیست.»

د جنورۍ په درېمه /یکشنبه/ څلورو ترهګرو په مزارشریف ښار کې د هند کونسلګرۍ مخامخ یوه کور ته ننوتل او له هغه ځایه یې د هند پر کونسلګرۍ ډزې کولې. هغوی په دغه کور کې ۲۵ ساعته مقاومت وکړ. (تفصیل)

امنیه قوماندان ښاغلي سادات وویل چې هڅې روانې دي څو هغه کسان، چې د هند د کونسلګرۍ مخامخ کور ته د حمله کوونکو له رسولو سره یې مرسته کړې وه وپېژندل شي او ونیول شي.

ده زیاته کړه:«موږ د ملي امنیت له رییس سره په ګډه کار کوو. دوی (حمله کوونکو) په پښتو او دري نه پوهېدل، اردو یې ویله. د دې معنا په زغرده دا ده چې کوم چا له دوی سره مرسته کړې وه.»

په داسي وخت کې چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په بهیر کې د مرستې اعلان کړی او ټاکل شوې ده چې راتلونکې دوشنبه په کابل کې د سولې د بهیر د پرمخ بېولو لپاره د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو بله څلوراړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شي، د پاکستان له پوځ سره په مزاشریف کې د هند د کونسلګرۍ د حملې تړل، ښايي د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

تېر ځل لږ مخکې تر دې چې د جولای په یودېرشمه د سولې مخامخ خبرو دوهم پړاو په مري کې پیل شي، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ملا عمر د مړینې خبر اعلان کړ او د سولې پروسه یې سبوتاژ کړه.

ناشونې نه ده چې په اوسني وخت کې د مزارشریف د قضیې راپورته کول د سولې له پروسې سره بې ارتباطه نه وي.

اړوند خبرونه:

په مزارشریف کې د هند پر کونسلګرۍ برید شوی

هند: د کونسلګرۍ ځای دې بدل شي

One thought on “د بلخ امنیه قوماندان د هند پر کونسلګرۍ په حمله کې د پاکستان پوځ ښکېل وباله”
  1. دا د شک خبره نه ده چی دا کار زمونږ دمجاهدینو کرامو او مهجارینو د انصارو وروڼو(پاکستانیان) کار دی !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *