تاند- د بلخ د والي مرستیال محمد ظاهر وحدت نن په کابل کې له یوه ځانمرګي بریده روغ ووت. خو په برید کې یو ملکي ووژل شو او د ښاغلي وحدت دوه ساتونکي او دوه ملکیان ټپیان شول.
د بلخ پر مرستیال والي ښاغلي وحدت نن داسي مهال ځانمرګی برید وشو چې نوموړی په خپل موټر کې سپور و.
ویل شوي چې د بلخ د والي پر موټر داسي مهال برید وشو چې د ده د موټرو کاروان د سړک د جمپ په خاطر سوکه شو. حمله کوونکی چې په ویاله کې پټ و د موټر د کاروان له سوکه کېدو سره سم د وحدت موټر ته ورټوپ وهل.
د راپورونو له مخې په برید کې یو تن ملکي وژل شوی خو د بلخ د والي مرستیال ته زیان نه دی اوښتی. تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول حملې عموماً وسله وال طالبان کوي مګر دا برید له دې کبله د پام وړ دی چې طالبان عموماً د پخوانۍ شمال ټلوالي پر غړیو بریدونه نه کوي.
پرون هم په کابل کې د پولتخنیک په سیمه کې د لویې جرګې خیمې ته نژدې د موټر په وسیله پر امنیتي ځواکونو برید شوی و چې په نتیجه کې یې لس تنه ملکیان او امنیتي ځواکونه ووژل شول او تر شلو ډېر نور ژوبل شول.
دا بریدونه په داسي حال کې کېږي چې کابل ته د مشورتي لویې جرګې لپاره له بېلابېلو ولایتونو څخه د ګډونوالو راتګ پیل شوی دی.
طالبانو ګواښ کړی چې پر جرګې او د هغې پر برخوالو به بریدونه وکړي.