تاند- ارګ یوه ویاند هغه ادعا رد کړه چې ګنې ولسمشر غني د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور له ټاکنې سره موافقه کړې ده.
د ولسمشر غني مرستیال ویندوی شاه حسین مرتضوي فارس نیوز ته وویل چې ولسمشر غني تراوسه پوري عطا محمد نور د بلخ د والي په توګه ټاکلی نه دی.
نور لا هم د بلخ سرپرست والي دی.
تر دې وړاندې پرون /یکشنبه/ په ولسي جرګه کې د بلخ استازي او عطا محمد نور ته نژدې کس فرهاد عظیمي رسنیو ته وویل چې ولسمشر غني موافقه کړې چې ښاغلی نور د بلخ والي ټاکي او ژر به نوموړی رسماً د والي په توګه معرفي شي.
فرهاد عظیمي همداراز وویل چې د بلح د والي په توګه د عطا محمد نور بیا ټاکنه د ولسمشر غني د ښه نیت ښکارندويي کوي.
خو فارس خبري اژانس په عین حال کې زیاتوي چې ښاغلي مرتضوي ورته ویلي چې د نور د ټاکنې په اړه معلومات نه لري او تراوسه پوري په دې اړه ورته څه نه دي ویل شوي.