عطا محمد نور

تاند- د بلخ والي عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند اجرايي رييس هم دی، وايي چې په خپل دفتر کې یې د وحدت او جنبش ګوندونو د د یو شمېر مشرانو غونډه جوړه کړه.

د نور له دفتره له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، په دې غونډه کې، چې د والي په دفتر کې جوړه شوه، د درو ګوندونو مشرانو د نوي جوړ کړي ايتلاف او د هیواد د روانو حالاتو په وړاندې پر خپل دریځ خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې د غونډې د نورو برخوالو د نومونو یادونه نه ده شوې خو ویل شوي د جمعیت، جنبش او وحدت استازو، چې د افغانستان د نجات د ملي ايتلاف غړي دي، د دغه ايتلاف د رسمي اعلان په اړه خبرې وکړې.

عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم او محمد محقق له کوچني اختر وروسته په ترکیه کې د یوه ايتلاف د جوړولو اعلان وکړ او ویې ټاکله چې دا ايتلاف به په کابل کې په یوه لویه غونډه کې اعلان کړي خو داسې ښکاري چې د ايتلاف یو مهم غړی، د ملي اسلامي غورځنګ مشر او د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هیواد ته په راتګ کې ستونزې لري.

د دوی د ايتلاف په اړه راز راز غبرګونونه ښودل شوي خو ځینې سرچینې وايي چې په ايتلاف کې د شاملو ګوندونو مشران په دې غوسه دي چې په سلګونو ملیون ډالر یې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوي دي.

د پیسو د کنګل کېدو په اړه حکومت، بهرنیو هیوادونو او د ايتلاف مشرانو رسماً څه نه دي ویلي.

One thought on “د بلخ د والي په دفتر کې د ايتلاف د اعلان په اړه خبرې وشوې”
  1. noor start parallel government in mazar sharif by iran ian direction/
    every thing are belong to iran.
    many parliament members also get money from iran,
    thank you

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *