د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه
بدمست ټوپكوال او د بلخ پر ښاغلي وكيل مهمند بريد
حزب اسلامي د بلخ پر ښاغلي وكيل مهمند د بلخ د والي د ټوپكوالو وحشيانه بريد او په بريد كي د نږدې لسو بې گناه افغانانو مرگ ژوبله په كلكو الفاظو غندي، له دولت غواړي چي د پېښي عاملين له ځنډ پرته د قانون منگولو ته وسپاري او د شريعت مطابق ئې محاكمه او مجازات كړي، نيول شوي افراد د يرغملگرو له بند او اسارت وژغوري او په دې توگه هم د داسي پېښو د بيا تكرار مخه ونيسي او هم پرېنږدي چي واكمنان له خپل دولتي واك د خپلو سياسي او قومي سيالانو د ځپلو لپاره استفاده وكړي.
نه موږ او نه هيڅ افغان ته د منلو ده او نه ئې په وړاندي بې تفاوته پاته كېدى شو چي د حكومت تر سلطې لاندي سيمي او هغه هم د هوايي ډگر دننه څو بدمست او مغرور وسله وال د سيمي يو مخور او د ولس دروند استازى ونيسي، پر ساتونكو ئې وسله وال بريد وكړي، استقبال ته ئې راغلي دوستان او خپلوان تر ډزو لاندي ونيسي او گڼ شمېر افغانانو ته مرگ ژوبله واړوي.
كه دولت په خپلو عاجلو اقداماتو پېښه او پايلي ئې مديريت نكړي او خبره هغه ځاى ته ورسېږي چي د وژل شوو، ټپي شوو او ښاغلي مهمند خپلوان او حاميان د غچ او انتقام اخيستلو نورو لارو غوره كولو ته اړ شي نو پايلي به ئې وخيمي وي. هم د ده خپلوان او حاميان د انتقام اخيستلو توان لري او هم د ده لوى قوم مهمند. دولت مكلف دئ چي د داسي بدو پايلو مخنيوى وكړي.
دا پېښه په داسي حال كي رامنځته شوې چي تر دې څو ورځي وړاندي د بلخ والي گواښونه كړي وو چي كه مركزي حكومت د ده غوښتني ونه مني نو هوائي ډگرونه او دولتي تأسيسات به په زور ونيسي!! خلك دا پېښه د همدې گواښ يوه بېلگه او د مخكنيو خونړيو پېښو تكرار گڼي. كه فوري اقدامات ونشي نو له دولت او د قانون له پلي كېدو به د خلكو طمع پاى ته رسي او هر څوك به له خپل سر او عزت د دفاع نورو لارو چارو غوره كولو ته ځان اړ گڼي.
حزب اسلامي افغانستان
د اسد ۲۵مه