مطبوعاتي اعلامیه
نېټه: 23-04-2017
 
وړمه ورځ په بلخ ولایت کې د شاهین ۲۰۹ په قول اردو وسله وال مخالفین ور پورته شول او د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېري یې شهیدان او لسګونه نور ټپيان کړل.
پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوه، چې سرتېري د جمعې په لمانځه بوخت او د خدای ج دربار ته یې د امن افغانستان لپاره لاسونه په دعا و.
لس تنه ځانمرګي بریدګر چې د جګړې له کرښې د ټپيانو د لېږد په نوم قول اردو ته ننوتلي و، په قول اردو کې دننه جومات او خوړنځای ور ننوتل او په سپېڅلو سرتېرو یې ناتار ډزې شروع کړې، ۱۳۸ تنه یې شهدان او ګڼ نور یې ټپيان کړل.
له پېښې سم دستي وروسته ولسمشر د شهیدان له کورنیو او افغان ولس سره د غمرازۍ په موخه بلخ ته ولاړ او نن یکشنبه یې ملي ماتم اعلان کړ.
لوی افغانستان تحریک د پردیو په لمسون د ورانکارو حملو ترسره د کېدونکي جریان غندنه کوي او په دې ستر ملي ویر کې د لوی افغانستان ملت ترڅنګ ولاړ دی.
تحریک د دې ترڅنګ چې د ولسمشر د غمرازۍ په موخه د ملي ماتم د اعلان ستاینه کوي، له دولت څخه په جدي ډول غوښتنه کوي، چې د راتلونکو غمیزو د مخنیوي په موخه د امنیتي ځواکونو په منځ کې مفسدین او د پردیو ګټو پالونکي نفوذي کسان څنډې ته کړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
لوی افغانستان تحریک چې له کلونو راهیسې د پاکستان د ای ایس ای نارواو په وړاندې مبارزه کوي، په ټول لوی افغان ملت غږ کوي، چې د دې زهر خپرونکې شبکې پر وړاندې منسجم او منظم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *