تاند- د بلخ د ولایتي مسوولانو په قول بېلابېلو افغاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې ده اسحاق رهګذر نن /پنجشنبه/ د دغه ولایت د والي په توګه رسماً معرفي شي.
د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې هم دا خبره تایید کړې ده.
دغه راز اکرم سمیع د سید کمال سادات پر ځای د بلخ د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
دوی دواړه به نن په یوه غونډه کې د بلخ ځايي مسوولانو ته معرفي شي.
پرون عطا محمد نور د نوروز په مراسمو کې تایید کړه چې د ده ګوند له مرکزي حکومت سره تقریباً بشپړې موافقې ته رسېدلی او ژر به یې اعلان وشي.
اسحاق رهګذر هم د جمعیت ګوند غړی دی او د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د یوې مودې لپاره د بلخ والي و.