تاند- د بلخ نوی والي انجنیر محمد داوود له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د سې شنبې په ورځ /جنوري ۱۶/ بلخ ولایت ته لاړ.
افغان او لوېدیځو سرچینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې انجنیر داوود له کابل څخه په الوتکه کې مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.
ظاهراً انجنیر داوود د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره مزارشریف ته تللی دی.
ویل شوي چې داوود به د خپل پلار د جنازې او فاتحې له مراسمو وروسته بېرته کابل ته ستون شي.
فرانس پریس وايي، د مزارشریف په هوايي ډګر کې امنیتي ځواکونو د انجنیر داوود کلکه ساتنه کوله او په زغرګاډي کې له میدان څخه ووت.
له دې سره سره چې ولسمشر غني د عطا محمد نور استعفا منلې ده، نوموړی د بلخ له والي توبه استعفا نه مني او تقریباً هره ورځ د مرکزي حکومت پر ضد ویناوې کوي او حکومت ته خبرداري ورکوي.
فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د عطا محمد نور جمعیت ګوند، چې په تاجک اقلیت پورې تړاو لري، له حکومت سره خبرو ته دوام ورکوي او نور وايي، تر هغو به والي پاتې شي چې جمعیت له مرکزي حکومت سره کومې موافقې ته نه وي رسېدلی.
نور د سې شنبې په ورځ فرانس پریس ته وویل «زه والي یم، تر هغو به والي پاتې یم چې د جمعیت او ارګ ترمنځ موافقه کېږي. زه به د جمعیت له پرېکړې سره موافقه وکړم.»
د نور یوه استازي فرانس پریس ته ویلي چې داوود ته یې اجازه ورکړې چې د مزارشریف د سفر په لړ کې ۳ ساتونکي ولري او په دې ښار کې د یوه عادي ښاري په توګه اوسېدای شي. خو که په کوم سیاسي فعالیت کې یې ګډون وکړ، له مزارشریف څخه به وایستل شي.
انجنیر داوود په خپله هم د بلخ اوسېدونکی دی.
فرانس پریس اژانس ته لوېدیځو دیپلوماتانو ویلي، ولسمشر غني باور لري چې د جګړه مارو دوره پای ته رسېدلې او عطا محمد نور یې یو مثال دی.