تاند- د بلخ والي عطا محمد نور نن په سمنګان کې په یوه غونډه کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته سپکې سپورې وویلې.
عطا محمد نور دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د بلخ له ولایت څخه د ده د لېرې کېدو اوازې خپرې شوي او ده پخپله هم نن تایید کړه چې د لېرې کېدو په اړه یې خبرې روانې دي.
نور تور ولګاوه چې حکمتیار له بهرنیو هیوادونو پیسې اخلي او د ایران او شیعه ګانو پرضد څرګندونې کوي.
د افغانستان د نجات د عالي شورا د ملاتړ لپاره په جوړه شوې غونډه کې نور تقریباُ خپلې ټولې خبرې د حکمتیار غندنې او بد ویلو ته ځانګړې کړې.
ده حکمتیار ته په خطاب کې وویل«ته چې د کابل په قصاب مشهور یې په کوم مخ دې ښار ته راغلی یې؟»
نور وویل چې حکمتیار ته یوازې یو قوماندان ورپاتې دی چې هغه هم په بغلان کې په غلاوو بوخت دی.
نور وویل، داسې خبرونه یې ترلاسه کړي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ ارګ کې د بلخ له ولایته د ده د لېرې کېدو لپاره لیدنې کتنې شوي دي.
د نور د لېرې کېدو اوازې وروسته له دې تودې شوې چې ده د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مومند ونیوه، د نوموړي څو ساتونکي یې ووژل او په خپل کور کې یې نه یوازې وواهه بلکې یو غوږ یې ورغوڅ کړ.
راپورونه وايي چې له کابله بلخ تللي پلاوي د عطا نور او د نوموړي د زوی له لوري د اصف مومند شکنجه تایید کړې ده.
د حزب اسلامي ځینې سرچینې وايي، عطا محمد نور د دې لپاره چې د اصف مومند د جنايي قضیې په خاطر د بلخ له ولایته د ځان د لېرې کېدو موضوع ته بل رنګ ورکړي، هڅه کوي چې ځان له حزب اسلامي سره ښکېل کړي او داسې وښيي چې د بلخ له ولایته د ده برطرفي د حزب او جمعیت له اختلاف سره تړاو لري.
اوس خو پوه شوۍ چې په روغه جوړه او سوله کې د چا ډیر تاوان دی او څوک یې مخالف دي؟ طالب چې روغه نه کوي، په عطا خیلو اختر دی خو حکمتیار چې روغه کړې ده، په عطا خیلو اور بل دی. کله جنبش تغییر جوړوي، کله خیمې دروي، او کله د لیونو غوندې کنځلې کوي. که مسلح مخالفان د سړیتوب او اسلامیت لاره ونیسي او په خپله وطن کې تباهي ونه غواړي نو د عطا او ټولو هغو کسانو ګیلم ټول دی چې په جنګ کې یې ګټې دي اوپه سلګونو میلونه ډالر یې ټول کړل.
ای اعطا ته د خپل ځان په شان همدا سی یو څو شراب خواره او زنا کاران په څنګ کی لری خو محترم اوسترمجاهد انجنر حکمتیار دځانه سره ډیر په الله مین اولوی مجاهدین دځانه سره لری او ته په کوم دلیل دا دعوه کوی ټول ملت ستا سره دی ته باید دا حقیقت درک کړی چی حقیقت کی ټول ملت مجاهد دی او مجا هدین ټول د محترم حکمتیار تر څنګ ولار دی او ته شراب خور او ستا شراب خواره ملګر ی ستا تر څنګ.
عطا ګی ته دې وویل شي چې دلاس رسېدلدی نن ته قدرت لرې د مومند نه غوږ غوڅ کړ خو که صبا بیا مومند .
ته قدرت په لاس ورغی نو په تا باید څه وکي ته ځان جزا پخپله وټاکه