تاند- د بلخ والي عطا محمد نور په هیواد کې د ګډوډیو د پېښولو په اړه له پټکو وروسته د کورنیو او بهرنیو چارواکو د توجه په مرکز بدل شوی دی.

په وروستیو څو ورځو کې د امریکا د سفیر او د ملګروملتو د خاص استازي په شمول ګڼو بهرنیو او کورنیو چارواکو ورسره ولیدل.

ښاغلی نور نن سبا په کابل کې اوسي او د بلخ ولایت چارې یې خپل مرستیال ته سپارلي.

د بلخ والي د بریتانیا له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې
د بلخ والي د بریتانیا له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې

دی هره ورځ له لسګونو خلکو سره ویني او د انتخاباتي جنجالونو په اړه ورسره خبرې کوي.

عطا محمد نور په خپله ویبپاڼه کې هره ورځ د هغو شخصیتونو د کتنو خبرونه خپروي چې د ده لیدو ته ورځي.

د عطا محمد نور په ویبپاڼه کې /سې شنبه/ ویل شوي چې نن ماښام د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزی د ده لیدو ته ورغی او ده د خپل کار په دفتر کې حضور ته ومانه.

ښاغلي نور ویلي چې له عمر داوودزي سره یې د هیواد پر عمومي حالاتو خبرې وکړې او د کندوز او فاریاب ولایتونو پر امنیتي وضعیت یې اندېښنه ښکاره کړه.

نور همداراز ویلي چې دواړو خواوو د دوو کاندیدانو ترمنځ د موافقې او د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو په اړه نظرونه څرګند کړل.

0 thoughts on “د بلخ والي عطا نور د کورنیو چارو وزیر د خپل کار په دفتر کې حضور ته ومانه”
  1. سلام وطنوالو
    تاسو په دى بگيل مرز(بودنه)داودزى جنگ كوى دى نوكودتاه كولاى شى .وزيرصاحب والى ته ورزى اوپه مهمو مسايلوورسره خبرى كوى زه د دى خبرى لپاره هيحً كلمات نه لرم .بله ورحً گورى چى كرزى هم ورشى .گورى چى له دى غت غله حًخه امريكا حًنگه شخصيت جوروى تاسي يو امريكايي مامور ليدلى چى يوه پشتون ته ورغلى وى ماخو نده ليدلى گورى چى غربيان دنه سرى له حًويه ملى او بين المللى شخصيت جوروى . هرغربى يو افغان يا اخيستى يا په كرايه نيولى او دير دخداى په جات غرب ته مندى وهى . دا توله نا پوهي ده موژ دير كارته ضرورت لرو احساسات زموژ په عقل دپه سه حكومت كوى .

  2. د مور شییدی د شه معلم صاب پدی سیاست امید دی چه زمونژ پشتانه هم ستا څخه یو څه زده کړی

  3. موږ له تاند هیله کوو چی د خبر عنوان ته لږه پاملرنه وکړی.باور وکړی چی زه د دغه پورته خبر عنوان ته ګورم زه شرمیږم، هیله ده چی دا عنوان لږ په بل شانی ولیکی مٍلاهه د کورنیو چارو وزیر د معلم عطا سره ولیدل.
    او کله که تاسو لیکی چی د عطا په دفتر کی وزیر ورسره ولیدل تاسو پخپله له هعلم عطا نه شخصیت جوړوی

  4. سلام وطنوالو زه چي ورته ګورم نورجان د خپل موازی حکومت ملاقاتونه شروع کړی ،ده په دا څو کلونو کی دمزار له تخته بيدون د ساتيری او عياشی لپاره بل چيرته نه تلو نو اوس غواړی چي دقضيه څخه بيرون پاته نشی اوهمدارنګه زما په فکر دعبدالله سره دبی اعتمادی په درلودو چي د پخوانه ددو تر منځ موجوده وه دمسألی په سر ودريده او ملامت هم شايد نوی ځکه چي داټولی دغلا پيسی اودايران نه راغلی پيسی ده مصرف کړی ،دلته ددو ترمنځ لويه حسا بی شايد روا نه وی چي څرنکه ځان ته په راتلونکی حکومت کی جای پيدا کړی نو عاجل يي د مشورو اوملاقاتو سرليک په خپل لاس کی ونيوه .

  5. زما په آند داسی څیری هیڅ نشی کولای خو که ووایم چی هر څه هم کولای شی بده به نه وی، ځکه دی کسانو ته چا دومره وخت ورکولو خو همدا کرزی وو چی دوی یی رهبران کړل او اوس خپل رهبر په تیژو ولی دا د نه سړی زامن

  6. څومره چه کرزی بی کفایته د هغی څخه یی سل چنده وزیران بی کفایته
    غټه ریشخندی: وزیر دوالی دفتر ته ورځی او بیا یی والی د لیدلو لپاره منی مرګ په داسی بی کفایته وزیر

  7. د صلاحیت او مقام له نظره د کورنیو چارو وزیر تر والیانو پورته مقام لری. ترڅوکالو پخوا ټول والیان د کورنیو چارو د وزارت په تشکیل کی شامل و او د کورنیو چارو وزیر تر امر لاندی ول. اوس هم د محلی ارګانونو ریاست چی یو مستقل ارګان دی د ولایتونو تشکیل په هغوی پوری اړه لری. د افغانستان د اساسی قانون له مخی زمونږ هیواد مرکزی سیستم لری او ټول ولایتونه له مرکزه رهبری کیږی.
    دلته خبره د مقام نه ده ، خبره د زور ده . جنګسالار عطامحمد نور په ځان کی زور وینی او یا به د بل چا د میوګی زور وی چی دومره پورته پورته لویږی. هغه لا پخوا له اساسی قانون او د جمهورییس له اوامرو سرغړونه کړی او ځان د جمعیت اسلامی مشر او راتلونکی ولسمشر بولی.
    کاشکی ښاغلی عطا محمدنور علمی او سیاسی پوه درلودی او یا د نسب له خوا یوداسی کورنۍ ته منسوب وی چی زمونږ راتلونکو نسلونو ورباندی نه وای شرمیدلی.
    د عطا محمد نور کورنۍ په پخوا وختونو کی د لوګر ولایت نه مزارته کډه شوی او پلار یی سلمانی یا ډم و او خپله یی هم تر دولسم ټولګی زده کړی کړی البته یو جعلی ديپلوم یی د شپی پوهنځی او یا له تاجکستانه ترلاسه کړی دی. ښاغلی عطا غواړی چی په تدریج سره قدرت ترلاسه او د هیواد راتلوکی مشر شی. که څه هم ځانته جهادی وایی خو افکار یی له ستمیانو او شعله یانو ډیر متاثر دی نوځکه له لطیف پدرام ، عبدالودود پیمان ، داکتر سپنتا ، احمدولی مسعود ، بابه جان او عبدالحق علومی سره ډیر نژدی دی. له بلی خوا پداسی حال کی چی روسیه د لویدیزو هیوادونو له خوا تر سیاسی او اقتصادی فشار لاندی ده ، غواړی د خپلو مهروله لاری په شاوخوا هیوادونو کی بیرته فعاله شی نو د پورته یادشویو ګوډاګیانو نه غواړی ، د امریکا او نورو لویدیزو هیوادونو ګټی په سیمه کی په خطر کی واچوی.

  8. دوستانو دستاسي تولو ليكني درد ور نه دي تول واقيعتونه دي مكر زه به ده نه بلكه به هغه حوكاموته جه دقانون دلاري لري كرخي او قانون تر بشو لاندي كوي اوشبي او ورخي به عياشي او محفلو تيروي دملت رنج ورته ،دستني ديو سوري به اندازه أهميت نه لر ي ياغيان او باغيان متمردين او دامنيت اخلال كر أزاد كرخي اودوي كورو ته ورخي شرم اوره ده
    انخورونه وكوري قضاوت وكريدريس جمهورنه نيولي تر وزير داخلي هغه ناكامه سياست مدار او دايران او د حامد كرزي به منخ كي دخيانت د اريكو تينكونكي شخص جه أمنيتي مسول دي به عوض ددي جه دياغيأنو او با غيانو مخه ونيسي دي ورخي دهغه لاس نيوي كوي لعنت دي وي به دي فاسد رزيم اودرزيم به فاسدو عاميانو.به داكتر اشرف غني زغ كوم هر خه عاجل ملت ددي بد ناورين خخه خلاص او دنجات لاره ورته بيدا كره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *