عطا محمد نور چې د احمد شاه مسعود په مهال د یوه ګنډک عادي قومندان و، ظاهري څېره یې د اوسنیو کلیوالو اربکیانو په څېر وه، کوږ پکول، له کنترول څخه وتلې ږیږه، دوو کوتو ته ورته (پس قات) سلور بوټ، کونځې کالي، تر کونډو پورته پاینځې، د وخت له توکمو پرته نظامي چمپر یې جامه وه.
خو په افغانستان کې وروستي تحول د عطا محمد نور د معلم لقب په استاد بدل کړ، ګنډک یې په قول اردو بیا وروسته د بلخ په څېر لوی ولایت یې په نصیب شو.
د سرمایې ګراف یې دې حد ته رسیدلی چې د بي بي سي په څېر د نړیوالې رسنۍ سرلیکونه یې جوړ کړي، د قدرت تر څنګ یې په شاهانه ژوند کې هیڅ شک نشته.
د عطا محمد نور خیال اوس دومره لوی دی چې د رحمت الله نبیل په څېر کسانو ته هلکان خطاب کوي، کرزی خپل سیال نه ګڼي، د جنرال رازق په څېر کسان یې خپل ملاتړي جوړ کړي، د غني او عبدالله په خوله خو پياز هم نه ماتوي.
د کرزي په لاسنوي غټ شوی او د خلکو په ګوردو سپور عطا محمد نور اوس داسې حالت ته رسیدلی چې کیدای شي دا یې په خوب هم نه وای لیدلي.
د اشرف غني په مشرۍ اوسني حکومت جمعیت تقریبا پاشلو ته نیږدې کړی، عبدالله، امرالله صالح، عطا محمد، احمد ضیا او دې ته ورته نورې مهمې جمعیتي څېرې یې په تقابل کې سره واقع کړي.
عطا نور چې ځان د جمعیت وارث او د جمیعت پخواني مشر استاد رباني او احمد شاه مسعود ته تر ټولو نیږدې کس ګڼي، د فشار په وروستي حد کې دی او د میراث په څېر ولایت ترې اخیستل کیږي.
عطا محمد نور له ولایت څخه د لېرې کېدو په غبرګون کې زیات ګواښونه وکړل، خو د ارګ او په ځانکړې ډول د اشرف غني نه غبرګون د هغې حوصله نور تنګه کړه او د ګواښونو لړۍ یې جاري وساتله.
عطا محمد ته اوس دا خبره یقني شوې چې ولایت له لاسه ورکوي خو د ځان غټ ښودلو او پوچو اخطارونو د ډکولو لپاره هسې د جمعیت په پریکړه تکیه کړې، نور په دې هم پوهیږي چې جمعیت مخکې له مخکې د ولسمشر پریکړه ته د تاييد رایه ورکړې .
د کره مالوماتو په اساس عطا محمد نور په خوله یو څه او په زړه بل څه لري، له عطا نور څخه اوس د وزارتونو او سفارتونو امتیازات له لاسه وتي، هغه اوس دومره غواړي چې د خپل حیثیت ساتلو لپاره ولسمشر د انجینیر داوود په ځای بل کس معرفي کړي .
اشرف غني د عطا نور په پوچو ګواښونو پوهیدلی او د هغې د کم راوستلو لپاره له شوې پریکړې یو قدم هم نه شاته کیږي او تکل یې دا دی چې انجنیر داوود هرو مرو د بلخ ولایت لپاره معرفي کړي.
هغه یوه معقوله ده وايي، څوک چې څه کوي نه وايي چې داسې کوم نو که د عطا نور څه په وس کې وای نو کړي به یې و، هغې د هوايي ډګرونو د نیولو تر څنګ د جنرال دوستم مخنیوي په غبرګون کې ګواښونه هم کړي وو، ومو لیدل چې نه دوستم راستون شو، نه دی کندهار ته په تګ بریالی شو.
ملت اوس دا منلې چې د عطا نور په څېر خلک د دوی په ګټه نه دي ملاتړ خو یې په ځای خبره ده، په دې خوشاله کیږي چې له صحنې و ایستل شي.
د عطا نور په شان څېرې دلته نورې ماتې دي کاذب شهرت دوی منزل ته نشي رسولی، تر راتلونکو ټاکنو پورې به دوی یو څه جوش ولري خو له هغې وروسته به یې د ځان او کورنۍ ساتل لویه توره وي.