د وروستي راپور پر اساس په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویندوی شېرجان دراني وویل چې حمله کوونکي د امنیه قومندانۍ په دوهمه دروازه کې ودرول شول او همالته یې ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې دوه پولیس ووژل او ۹ نور ژوبل کړل.
دراني وویل چې په نښته کې، چې یو ساعت یې دوام وکړ، دواړه حمله کوونکي هم ووژل شول.
لومړنی خبر
په مزارشریف کې پر امنیه قومندانۍ د ۲ ځانمرګو برید
تاند- دوه ځانمرګي نن غرمه د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ته ننوتل او له پولیسو سره یې وسله واله نښته پیل کړه.
دا په تېرو دیارلس کلونو کې لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان د افغانستان د شمال پر یوې امنیې قومندانۍ برید کوي.
د بلخ پولیس وايي، سره له دې چې د دوی توقع نه وه چې په مزارشریف کې به هم طالبان برید کوي، خو هغه دوه ځانمرګي یې وپېژندل چې امنیه قومندانۍ ته یې د ننوتلو هڅه کوله.
د پولیسو د چارواکو په وینا دواړو ځانمرګو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.
د پولیسو د چارواکو په وینا جګړې د ماسپښین تر یوې بجې پوري دوام وکړ.
دواړه حمله کوونکي ځانمرګي د پولیسو له لوري وژل شوي خو لږترلږه یې ۱۷ پولیس هم ټپیان کړي دي.
تراوسه پوري د پولیسو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.