تاند، دوهم تعقیب، یکشنبه، د دلوې ۶مه: د بلخ ولسوالۍ معترضانو د هغو اووه ملکیانو مړي عمومي سړک ته را ایستلي چې ادعا کیږي تیره شپه هوایي برید کې وژل شوي دي.

معترضان چې لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده وایي، دغه اووه ملکیان د یو کور خلک وو او مړي به یې د مزار ـ جوزجان په لار تر هغې پراته وي چې حکومت یې په اړه ځړاب ور نه کړي.

د یادونې ده چې د بلخ ولسوالۍ بوکې کلي کې د طالبانو پر ضد شاهین هوایي عملیاتو کې تېر ماښام شپږ بجې د ملکي تلفاتو راپور ورکړل شوی دی.

ویل کېږي چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي او په وژل شویو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د بلخ ولسوالۍ بوکې سیمه کې تر ډېره پښتانه مېشت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *