د شاهین قول اردو جومات

طالب قران شهید او د دې قران لارویان یې شهیدان کړل، طالب مینه شهیده کړه دنګه ځواني یې خاورې کړه یوه دُنیا هیله یې مړه کړه، د یوې خور د زړه درد یې ډېر کړ د یوې مور د زړه ټوټه یې ترې بېله کړه د یوې ورېنداري یوه ځولۍ هيلي ارمانونه یې شهیدان کړل.

طالب مینه ووژله او نفرت ته یې اوبه ورکړې طالب درد ډېر کړ، اوښکي یې راکړې زما د یوې دُنیا جانان یې رانه بېل کړ، د یوې یوې کورنۍ روزي پیدا کوونکی یې ترې واخیست ولي ظالمه؟

طالبه تاته وایم ته خو انسان وې ته خوپه دې پوهېدې چي ستاسو دا کار د اسلام سره په ټکر کي دی بیا دي هم ترسره کړ؟

آخیر ولي د چا په خوښه په څومره پیسو په کوم موقف درکولو یي دې ته تشویق کړې چي د هرې کورنۍ رڼا مړه کړې، ته نه وې خبر چي د هر سرتېري کورنۍ د هغه میاشتنۍ تخوا ته سترګي په لاره وه؟

ته نه وې خبر چي هغه په درد پرته مور سپین ږیری پلار درلودی ته نه وې خبر چي هر بچي هر یوه یوه لمن هيلي درلودې، په دې ځل تنخوا یې خپلې خوږې میني ته کالي کول؛ خپلي شاپیرۍ ته یې په نازکو لاسونو کي نوي بنګړي ورکول؛ ته نه وې خبر چي هغه یوه ګرانه خور درلوده چي هره ورځ یې د خپل ښکلي ورور په نوم فخر کاوه؟

دا ستا هېر وه! ولې ظالمه ولي ؟

تا د چاه زړه ته نه کتل چي درد کوي آيا ته مور، خور، مېرمن نازکه لورکۍ واړه بچیان نه لرې؟

تا یوځل هم دا فکر ونه کړ چي زه څه کوم او د چا لپاره یې کوم او چاته یې ورماشه کوم؟

تا نه لیدل چي هغه د الله (ج) په سجده پراته دي تا مسجد نه ليدی، دلته کافر چیري وو؟ دلته امریکایي چیري وو تا لږ هم فکر نه سو کولای؟

پوهېږم چي ته رانیول سوی یې ته نه مور پیژنې، نه خور، نه مېرمن نه اولاد او نه هم اسلام او نه هم ارزښتونه؛ نو زه لیونی ولي ستا څخه ګیله کوم، تا د یوې درنې کورنۍ اصل بچی ورته شهید کړ تاسو د دې خاورې اصلي زامن شهیدا کړل.

دوی هم خدای پېژندی هم وطن تا په ځان څه وکړل؟

طالبه تا یو ستر جنایت وکړ تا کرکه اونفرت خپور کړ؛ ستاسو له نوم څخه اوس خلک نفرت کوي ته خبر یې طالب یعني وحشي ځناور، پلورل سوی د پردیو غلام دا ټول ستاسو نومونه دي.

اوس به هغه مور، خور، مېرمن او ښکلي بچیان څه کوي چي د لمر پرېوتو ته یې د پلار جان لار څارله؟

کېدای سي چي نوي کوزده سوي ناویاني به هم وې، کېدای سي ډېری به داسي ول چي نن او سبا یې د واده چمتووالی نیوی، د ټولو ارمانونه دي خاورې کړل.

بس نور څه نه درته وایم الله دې تاسو ټول او ستاسو بادارانو هیلي مړې کړي او تل په غم اخته سئ

هره کلمه مي په اوښکو لیکلې.

وطنه قربان دې تر میني سم خو سم دم یې لیونی کړم وطنه څومره خوږ یې په ولا خوږ یې په ولا خوږ یې.

د ټولو شـــــــــــــــــــــهیدانو دي شهادت قبول او ټپیانو ته د لوی رب څخه د روغتیا هیله کوم.

د بلخ ویر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *