تاند- وسله وال انتحارایانو نن د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د استیناف پر څارنوالي برید وکړ.

لومړني راپورونه وايي چې درې انتحاریان د استیناف څارنوالي  ودانۍ ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

په مزارشریف کې د روغتون ډاکتران وايي چې لس ټپیان وروړل شوي دي.

ویل شوي چې انتحاریان په اسانه د څارنوالۍ  ودانۍ ته ننوتي ځکه چې په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له کبله د دولتي ودانیو د ساتنې لپاره سخت تدابیر نه نیول کېږي.

تر دې مخکې په بلخ ولایت کې پر کومې څارنوالۍ برید نه و شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *