صالح احمد مومند

لیکنه: صالح احمد مومند   

دا څه نوې خبره نه ده له تیرو ۱۷ کلونو راهيسې په بلخ ولایت کې په هره اداره کې د پښتنو سره د مور او میرې چلند کیږي. کله چې په یوه اداره کې د یوه پښتون کار بند وي د هغه کار به په ورځو- ورځو ځنډیږي په نن او سبا په پرې ورځې تیریږي ترڅو چې واسطه ونه مومي یا هم پیسې ور نه کړي نو امکان نه لري چې کار یې وشي. د بلخ په ادارو کې ۹۰ سلنه کار کوونکي د نورو قومونو دي او ۱۰ سلنه چې پښتانه دي هغه هم ډیری یې د حزبي اړیکو له مخې راغلي دي. ډیر ځلي له ما سره په دغو ادارو کې د مور او میرې چلند شوی او له داسي حالت سره هم مخامخ شوی یم چې کله مې په یوه اداره کې یو پښتون کار کوونکی لیدلي لږ غوندي مې زړه ښه شوی چې ځه دغه کس خو زموږ خپل پښتون دی کار خو به مې لږ ژر خلاص کړي خو له بده مرغه چې هغه ته مو مخه کړې هغه غوړه مال ان دا چې په پښتو ژبه راسره خبرې نه کوي. وجه یې دا ده چې هغه ډاریږي چې که زه په پښتو خبرې وکړم داسي نه وي چې خپله دنده له لاسه ورکړي او یوازې خپله چوکۍ ساتي خو داسي فکر نه کوي چې دا زموږ حق دی چې په دې ادارو کې کار وکړو او په بدل کې یې معاش واخلو دا موږ ته څوک خیرات نه راکوي دا مې د بابا وطن او خاوره ده هیڅ څوک دي پر موږ احسان نه کوي.

کله چې له دغه ډول پښتنو سره په کلي او کور کې مخ شې نو بیا به درته دومره غټې غټې خبرې کوي ته به فکر کوې چې له ده بل ښه او بااحساسه انسان نه شته؛ درته وایي به چې په پلانکي ځای کې کار کوم هر وخت چې دي کار بند شوه غږ راباندي وکړه په پنځو دقیقو کې به یې درته خلاص کړم خو چې کله هلته ورشې نو بیا به درڅخه پټیږي او که پټ هم نه شي نو درته وایې به (بګو چه است) ورقه به درته په میز ټیله کړي. کله چې ورته ته ووایې چې هغه بل کس ته وغلی وم راته یې ویل ستا کار کې خو داسي ستونزه ده نو بیا به درته مخ درواړوي او په بې شرمۍ به درته وایې هو والله هغه خو درته سمه خبره کړې ستا کار خو نن نه کیږي داسي دي او هغه سي دي سړی به ورته حیران پاتي شي چې دي سړي خو هغه بله ورځ په کلي، کور کې څه ویل او اوس څه وایې. دلته په بلخ کې داسي کسان هم شته چې په یوه اداره کې به کار کوي . او هغه ټوله اداره به د پردیو ګوډاګیان او پردی فرهنګ به پلي کول کوښښ کوي خو بیا به دغه ډول کسان ورسره سم د هغو په لاره روان وي …

کله چې ورته ووایې چې ته ولي داسي کوې له هغو خو ګیله نه شته هغوی خو افغانیت او افغانستان هم نه مني نو دی به په دومره بی شرمانه خوله به ویته ویته کوي وایې به زه تعصب نه کوم او نه له چا سره تعصب لرم که تر سهاره ورسره بحث وکړي نو دي به قانع نه کړي هغه ځکه چې دی د چوکۍ او پیسو تږی او وږی دی .

دا منم چې دلته مونږ په بیلابیلو نومونو وژل شوي او رټل شوي یو خو نه باید نور هم هر څه د لاسه ورکړو نور باید راویښ شوه او د خپل حق غوښتنه وکړو حق ورکول کیږي نه بلکی اخیستل کیږي .

دا حق باید مونږ تر لاسته کړو چې په هر قیمت کیږي په چپه خوله هیڅ هم نه کیږي که نور مو هیڅ په وسه نه وي غږ خو باید اوچت کړو تر څو مرکزي حکومت زمونږ غږ  واوري ځکه چې د مرکز څخه زمونږ په نوم هر څه اخیستل کیږي دا چې مونږ سره دلته خیانت کیږي دا زمونږ بی همتی او بی پروایې ده .

نور نو باید د مشرانو په تمه پاتې نه شوه هر وګړی هر ځوان باید راویښ شي او د خپل حق غوښتنه وکړي . او که د تیرو ۱۷ کلونو په څیر همداسي ویده پاتې شوه نو په دي هم باید پوه شوه چې نور نو مونږ د دي خاورې بچیان نه یو او نه هم پرې حق لرو تل به د نور د تاثیر لاندې او په راتلوونکي کې به زمونږ هر ځوان په ادارو کې یوازي صفا کار او ګارد وي .

د پښتون ولس د ويښتیا په هیله!

3 thoughts on “د بلخ په ادارو کې پښتانه یوازي خپلې چوکۍ ساتي”
  1. ورره له ډيروخت وروسته دى داخبره کړي خوبيادى هم ښه کارکړي
    ټول پښتانه که په هرولايت اوولسوالي کي وي بايد دخپلوحقونوغوښتونکي شي اوويده پاتي نه شي،راپورته شي اودحق اخستلولپاره مبارزه وکړي.

  2. د تاند ښاغلو مشرانو
    سلام
    ستاسی د پاڼی د کومنټ کړکۍ د جملو د تنظیم د ثبات څخه بې برخی ده پدې معنی چه کله یوه جمله پکی ولیکلی شی د جملې اصلی جوړښت خپله بڼه نشی ساتلای چه ددې کار علت شاید داوی چه ستاسی د کامنټ د کړکۍ سیسټم د لاتین ټکو پر سیسټم عیار دی چه د پښتو یا دری لیکنی د سم عیاریدو توان نلری بناً که درته ممکنه وی ددې ستونزی د اوارۍ تلاښ به د ګرانو لوستونکو او مینه والو لیکنی او تبصرې د املائی او انشائی غلطیو څخه وژغوری
    په نورو ډېرو برېښنائی پاڼو کی د تبصرې لیکنه ډېره آسانه او په عادی توګه تر سره کیږی خو ستاسی پاڼه دا مزیت نلری
    مثلاً که زه یوه جمله ولیکم او د جملې په پای کی ټکی کېږدم دا ټکی د جملې سر ته ځغلی چه دا کار که څه هم د جملې اصلی مفهوم ته تغییر نه ورکوی خو د جملې ګرامری بڼه بدرنګه کوی
    هیله ده چه زما په عرض پوه شوی یاستی
    که زما د وړاندیز عملی کول درته د تخنیکی یا مالی نظره ستوزمن وی زه حاضر یم ستاسی سره د مرستی ژمنه وکړم
    په درنښت
    ستاسی کشر غ.حضرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *