تاند- د بلغاریا پولیسو د چهارشنبې په سهار /جولای ۶/ ۲۲ افغان پناه غوښتونکي او ۴ انساني قاچاقبر ونیول.

بلغاري رسنۍ وايي چې د دغه هیواد پولیسو لومړی د پلوفدیف سیمې ته نژدې د (ترکیا موټروې) په نوم په لویه لار کې یو موټر د تلاشۍ لپاره ودرواوه. ۹ افغانان پکې وموندل شول، وروسته په بل موټر کې ۱۳ نور افغانان په یوه میني بس کې ونیول شول.

پولیس وايي چې په موټرو کې د پېژندل شویو افغانانو په منځ کې د ۱۵ او ۱۶ کلونو ماشومان هم شته.

دوی وايي چې د دغو پناه غوښتونکو د قاچاق په تور یې ۴ تنه نیولي چې د پناه غوښتونکو تر موټرو مخکې په یوه جلا موټر کې روان ول.

د درو موټرو چلوونکي او په موټرو کې له افغانانو پرته نور سپاره کسان له ۷۲ ساعته توقیف وروسته خوشي شول.

د پلوفدیف د سیمې څارونوال ۴ تنه له غیرقانوني کډوالو سره په مرستې تورن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *