تاند – د بلوچستان د ازادۍ ننګیالیو په جرمني او نورو اروپایي هېوادونو کې د خپلو سیاسي هلو ځلو د زیاتولو له لارې د بلوچستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره هلې ځلې چټکې کړې.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د حربیار مري په مشرۍ یو شمېر بلوچ فعالانو په دې لړ کې په جرمني کې د جولای په ۱۶مه له دوسلدورف ښار څخه یو اوږد لاریون (لانګ مارچ) پیل کړ چې د خواوشا ۷۰۰ کیلومترو لارې په وهلو سره د اګست په ۴مه د پوټسډام ښار ته ورسېدل، هلته ورسره یو شمېر نور فعالان هم یوځای شول او د اګست په ۵مه د دغه هېواد پلازمېنې برلېن ته ورسېدل او د جرمني د پارلمان مخې ته یې لاریون وکړ.
د لاریون برخه والو ویل چې، بلوچستان په ۱۹۴۸ کال د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوی او دا چې هغوی غواړي چې په دغه ډول ګامونو سره د مظلومو بلوچانو غږ د اروپا او نورې نړۍ خلکو ته ورسوي.
یوه فعال پیرک بلوچ کردستان ټریبیون خبري وېب سایټ ته وویل چې، پاکستاني ځواکونه په بلوچستان کې ډول، ډول جنایات ترسره کوي او هغوی غواړي چې نړیوال د بلوچانو په مقابل کې د پاکستاني ځواکونو او استخباراتي ادارو په جنایتونو خبر کړي.
د انډین اکسپرېس (The Indian Express) ورځپاڼه د ازاد بلوچستان خوځښت یا فری بلوچستان مومنټ چې دغه لاریون یې برابر کړی وو، د یوه مشر له قوله لیکي چې وایي، مونږ باید په اروپا کې خپل ځانونه سره منظم کړو او نړۍ د پاکستاني ځواکونو له خوا د بلوچستان د اشغال او هلته د هغوی له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په هکله خبره کړو.
په یوه خبرپاڼه کې چې د حربیار مري تر مشرۍ لاندې د ازاد بلوچستان خوځښت د لاریون پر مهال خپره کړې ویل شوي چې پاکستاني ځواکونو د تېرو ۱۵ کالونو په دوران کې خواوشا ۵ زره بلوچان وژلي او له ۲۰ زرو څخه ډېر نور یې تري تم کړي دي.
ویل کیږي چې، بلوچ فعالانو د خپلو روانو هڅو له لارې وکولی شول چې په وروستیو وختونو کې د امریکا د متحده ایالاتو چارواکي او د هغه هېواد د ولسي جرګې غړي په دې قانع کړي چې د بلوچي ژبې له پاره یو مستقل راډېوي چینل پرانیزي څو د بلوچانو غږ نړیوالو ته ورسوي.
خداي مو کاميابه لري
ازادی دانسانانو او بشری ټولنو یواساسی حق دی
سرلوړی اوبر یالی دی وی ازادی غوښتونکی خو ځښتونه . .