تاند – د بلوچ بېلتون غوښتونکیو اړوند، همګام وېب سایټ راپور ورکړی چې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالیو د جمعې په ورځ /د جون ۸مه/ د پاکستان یوه پوځي څرخکه وویشته چې په را لوېدلو سره یې اور واخیست.
همګام د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي اېل ای) د ویاند ازاد بلوچ له قوله خبر ورکوي، چې بلوچ ننګیالیو دغه څرخکه د سبۍ په ساتک بن سیمه کې د نښه ویشتونکې یا سنایپر وسلې په وسیله وویشته چې وروسته له کوېټې سره نژدې سیمه کې را ولوېده.
ازاد بلوچ وایي، چې د هغوی ډله د پېښې مسؤلیت پرغاړه اخلي.
د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي اېل ای) ویاند همګام ته ویلي، چې پاکستاني پوځي ځواکونه له څو ورځو راهیسې د کاهان په سیمه کې پوځي عملیات ترسره کوي او بې ګناه بلوچان په عذابوي او د هغوی پر ضد له جنګي څرخکو څخه کار اخلي.
د پاکستان نظامي ځواکونه په بلوچستان، پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د خلکو په وژنه، تښتونه او شکنجه کولو تورن دي، او ویل کیږي چې په یو شمېر پېښو کې یې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي او د مدني ټولنې فعالان له الوتکو څخه ژوندي هم را غورځولي دي.
د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې هم د یادې څرخکې غورځېدل تایید کړي خو لیکلي یې دي چې له ځمکې سره ټکر شوه او یو کس په کې «شهید» شو. پاکستاني رسنۍ چې ویل کیږي نژدې ټولې د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتو (آی اېس آی) تر سانسور لاندې خپرونې کوي هغو پاکستاني نظامیانو ته چې په جنګ کې ووژل شي د شهید کلمه کاروي.
جهاد اکبر نوم مې اورېدلی وه خو لیدلی مې نه وه. په روژه کې خو بیا دا غزا له جهاد اکبر هم پورته ده. بلوڅ آزادي غوښتونکي ترټولو ستر مجاهدین و غازیان دي. الله اکبر
بلوچ غورځنګ هم داده مخ په وړاندی روان ده۰ دا غټ خنځير پنجابي مليتاريستي زور واکي که خير وو يو وخت را چپه کيږي.
دا ګوزارونه جه پنجابي زورواکو ته ورکول کيږي هغوي يي روحي زښته زيات وارختا کړی ځکه دا غورځنګ اوس د نړيوالو غوږوته ته هم ورسيد او پنجابيانو ظلم او زورواکي نړي ته رسوا شوه. د پښتون او بلوڅو غورځنک په حق ده
مخ په وړاندي بری مو هره ګړی را نزدي کيږي