تاند- د بلوچستان ایالت د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۷۰ تنو ته رسېدلی او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې خلک وايي چې زلزلې په سمندر کې یو کوچنی ټاپو جوړ کړی دی.
دا ټاپو د ګوادر بندر ته نژدې جوړ شوی او ویل کېږي چې له اوبو یې سطحه شاوخوا لس متره لوړه ده او له ۲۰۰ تر ۴۰۰ سوو مترو پوري لویوالی (مساحت) لري.
د پاکستان د پېښو د ملي ادارې ویندوی میرزا کامران د دې ټاپو په اړه وویل:«دا خبره حقیقت لري، ټاپو له ساحله پنځه کیلومتره لېرې په اوبو کې راڅرګند شوی، دا د ګوادر سیمه ده. دا بې سارې پېښه ده ځکه چې عموماً داسي نه کېږي خو تر دې پخوا هم داۍي شوي دي.»
ده همداراز وویل چې څېړونکي سیمې ته لېږل شوي چې د هغه د خاورې نوعیت معلوم کړي.
دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۷ اټکل شوی اواران، خُضدار، کاران، کیچ، پنګور او ګوادر سخت ځپلي دي.