تاند- د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر وايي، لا هم په زرګونو افغان طالبان د بلوچستان ایالت په مدرسو کې درس وايي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې سرفراز بُګټي پرون /فبروري ۲۶/ وویل«په بلوچستان کې ګڼ شمېر مدرسې شته چې افغان طالبان پکې درس وايي او همداراز داسي ډېرې مدرسې شته چې د افغان طالبانو دي.»

په همدې حال کې د پاکستان د مرکزي حکومت د مذهبي چارو لپاره د دولت وزیر امین الحسنات شاه وايي چې د دغو مدرسو د لګښتونو او ملاتړ لپاره له بهره په ځانګړي ډول له عربي هیوادونو پیسې راځي. حکومت د پیسو راتګ او په مدرسو کې یې مصرفېدا څاري. موږ هڅه کوو چې دا پیسې په مشکوکو فعالیتونو او یا په پاکستان کې د سختدریځۍ په خپرېدا ونه لګېږي.»

پاکستان په ځلونو منلې، هغه طالبان چې په افغانستان کې جنګېږي ښه او هغوی چې په پاکستان کې جنګېږي، بد دي.

شاه همداراز وویل چې حکومت پرېکړه کړې چې د مدرسو راجستر کړي او بیا یې تدریسي نصاب اصلاح کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *