ډاکتر الله نظر بلوچ - د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ مشر

الله نظر بلوچ د ۱۹۶۸م کال د اکتوبر په دوهمه نيټه د بلوچستان د اوران ولسوالۍ د مشکی سیمې په مېهۍ کې زيږيدلى. هغه په ۱۹۸۶م کې د خپلې سيمې له مشکۍ ښوونځي فارغ شو او په ۱۹۸۷ کې د کیِچ تربت سيمې ته د لوړو زده کړو په موخه لاړ او عطاشاد ډیګري کالج کې يې داخله واخیسته چې دوه کاله يې د طب برخه ولوسته او ۱۹۸۹ کې يې سند ترې واخیست.

د دې حقيقت څخه انکار نشي کیدلی چې دی په خپل مقصد کې تکړه، خواريکښ او صادق انسان دی او د ده د سختو خواريو او کوښښونو وروسته هغه په ۱۹۹۲ کې د کویټې بولان میډیکل کالج کې په لوړو نمرو او خپل لیاقت سره یو د طب سیټ ترلاسه کړ چې همدلته نه یې ام بي بي ایس ډګري واخيسته.

وروسته هغه ۱۹۹۹م کال کې د خپلو طبي زده کړو په دوران کې د سرو زرو مډال هم وګټلو او ګولډ میډیلسټ وبلل شو.
ډاکټر بلوچ خپل مقصد کې مخلص دی او د زده کړو په جریان کې هغه د بلوچ قوم او بلوچ خاورې د محرومی او وروسته پاتې والې په اړه پوهه شو.

په پیل کې يې چې د پاکستاني اسټیلشمنټ لخوا د بلوچو سره تبعیض او ناسم چلند کولو په اړه ابتدايي مالومات ترلاسه کړل او سوچ يې پرې وکړ نو ددې نادودو مسول يې پاکستان وبللو او له هغه ورځې يې د پاکستان سره نفرت شروع شو.
هغه پوه شو چې بلوچانو ته خو هېڅ نه وركول كېږي،تباه دي. د ملياردو روپيو په اندازه معدني وسايل له دې ځاى پنجاب ته ايستل كېږي، خو په بدل كې يې د بلوچستان خلكو ته هيڅ نه وركول كېږي.
هغه غوښتل چې بلوچ عوام او بلوچ زده کړيالان له خطرو بې عدالتۍ او نقصان څخه وژغوري. نو ددې په خاطر يې کال ۱۹۸۹ کې لومړنۍ سياسي مبارزه بې ایس او یا بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن څخه پيل کړه دغه وخت الله نظر د عطاشاد کالج زده کوونکی و چې د بلوچ زده کړيالانو سازمان غړیتوب يې واخیست. هغه لومړیو کې د یو يونټ سیکرټرې و خو هغه کويټه کې د بلوچ زده کړيالانو سازمان په پښو درولو لپاره تازه هڅې پيل کړي.

ځکه هغه وخت دا اداره ډېره ځپل شوي وه بلوچ سردارانو او قومي دلالانو صرف د جيب ډکولو لپاره استعمالوله چې له پښو لويدلې او يوې نامنظمه ادارې حیثیت يې درلود، بي ایس او له دريو په ډېرو برخو ویشل شوي وه بې اتفاقی جنجالونه پکې زیات و چې الله نظر بلوچ ته دا موثر نه تمامیدل.

له نیکه مرغه دده سره د زده کوونکو تعلقات او یو ځای کیدل ورځ په ورځ ډيريدل. دا د ده لپاره یو نازک وخت و چې څنګه ښه پرمخ لاړ شي او خپل مقصد ته ورسیږي. ورو ورو الله نظر د بلوچستان نه بهر او د نننه د بلوچ زده کړيالانو سازمان غړو او بلوچو په منځ کې مشهور او محبوب شو.

چې دا کار د هغو بلوچ سياسي خلکو او ګوندونو لپاره یو غټ سرخوږی جوړ شو چې بلوچ زده کړيالانو سازمان يې د شخصي ګټو لپاره استعمالولو. ډاکتر الله نظر بلوچ بي ایس او ددې خودغرضو او پارلماني سياست کوونکو له منګولو څخه وباسله او بلوچ ځوانانو ته یې د ازادی احساس ورکړ.

د هغه نیت دا و چې بلوچ زده کړيالان متحد کړي او یو غټ بدلون راولي. چې تر ډېره حده پکې بریالی هم شو ځکه د هغه اراده او مقصد پاک و او د خپل قوم ازادۍ مبارزه يې غوښته.

هغه د بلوچ قوم او راتلونکو نسلونو د فکري ګډوډۍ څخه د خلاصون او د دې ذهني ګډوډۍ څخه وتلو او حل په موخه مشکلات ډلبندي کړل او وروسته یې يوه ستراتیژي ورته جوړه کړه. تر ډلبندۍ او ستراتیژي پس يې په فرورۍ ۲۰۰۲ کې یې په بي ایس او کې خپله ډله جوړه کړه چې دې کې يې یو لومړی کار دا اعلان کړ چې د بلوچ زده کړيالانو سازمان ازاد څخه يې د آزادۍ غږ وکړ او بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن ازاد يې اعلان کړ. لکه څرنګه چې دده مبارزه وسلواله وه او د آزادۍ تحریک له تشدد کار اخيستل پيل کړل نو ډېر زر د پاکستاني ځواکونو لخوا ونیول شو خو په مقابل کې يې د زده کړيالانو لخوا د نه خوړو یو اوږد اعتصاب وشو چې حکومت يې دې ته اړ کړ تر څو ډاکټر الله نظر بلوچ خوشی کړي.

له بده مرغه د ۲۰۰۵ کال د مارچ په پنځه ویشتمه د خپلو شپږو نورو مبارزو ملګرو سره یو ځای د پاکستان استخباراتي ادارې کارکوونکو د څو بریدونو په تور دوباره اوچت کړ چې تر سختو ذهني او فزیکي شکنجو لاندې ونیول شول تر انتهايي ظلمونو او شکنجو وروسته د ۲۰۰۶ کال د جون په شلمه نيټه بیا ازاد کړای شو.

بیا پس له دې یې د بلوچستان لبریشن فرنټ ( بی ایل ایف ) په نامه باندي د بلوڅو د خپلواکۍ لپاره هڅې شروع کړی او ددې جبهې بنیاد يې کیښود. بې ایل ایف د الله نظر بلوچ په مشرۍ یوه وسلواله جبهه ده چې د بلوچستان د آزادۍ لپاره چريکي جنګ کوي. دوی د پاکستان سره د خبرو او پارلماني سياست لار د حل لار نه ګڼي او نورو ګوندونو باندي هم غږ کوي چې ددې کار څخه بایکاټ یا پریکون وکړي.

د بي ایل ایف غړي بلوچ زده کوونکي بلوچ مشران بزګران ښځې نر او عموماً غریب و امير بلوچان پکې خپله مبارزه کوي او مالي مرستې هم ورته بلوچان خپله برابروي. د عملياتو ساحه يې بلوچستان دی او بهر خوشي جنګونو کې حصه نه اخلي. دا جبهه په هغو زده کړيالانو ډېر تمرکز کوي چې استخدام يې کړي کوم چې کالجونو او پوهنتونونو کې موجود وي تر څو نورو کې د آزادۍ روحیه ژوندی کړي.

دا جبهه د بلوچستان د آزادۍ لپاره وسلوال جدوجهد باندې باور لري او د پاکستاني جمهوريت د نننه او د دوی قانون لاندې د بلوچ سیاسي خلکو او پارلماني مبارزې غندنه کوي ځکه وايي دا د آزادۍ سوچ وژني او غلام تل د بل بادار د پيدا کولو په تلاش اخته کوي.

اوسني حکومت ورته اعلان کړی چې که بلوڅ ازادۍ غوښتونکي له خپلو غوښتنو تېر شي، ټوپک کيږدي او د پاکستان له مخالفته لاس واخلي نو د پیسو انعامونه به ورکړي. چې له جګړې لاس اخيستونکو ته به عمومي بخښنه کوي د ازادۍ لپاره له مبارزې لاس اخيستونکي هر قوماندان ته به پنځلس لکه، د منځنۍ کچې قوماندان ته به لس لکه او د وړې کچې جنګیالو ته به پنځه لکه روپۍ ورکوي. خو دوی وايي له اسلام اباد سره به خبرو اترو ته هغه وخت حاضر شي، چې د پاكستان پوځ يې له خاورې ووځي او دوى ته د خپلې خاورې بشپړ واك وركړي او بلوچستان د یو ازاد ملک په حیث ومني ددې نه علاوه موږ نورو مذاکراتو ته تیار نه یو موږ پيسې نه غواړو زموږ په وړاندې د غیر انساني رویه بدله شي او د آزاد قوم په حیث د ومنل شو.
دوی د کاغذي پاڼو، مرکو، ویناوو او سوشیل ميډيا له لارې نړۍ او بلوچو ته خپل پيغام رسوي او بله کومه مرجع نلري. د بي ایل ایف ویاندویان هر یو بیشام بلوچ او ګوهرام بلوچ دي چې په اړه يې پوره مالومات نشته خو د سټلایټ له لارې رسنیو سره خبرې کوي.
ډاکټر بلوچ د بلوچستان د ازادۍ لپاره خپلې ټولې شخصي ګټې قربان کړي ډاکټري يې پريښوده، ظلمونه بندونه او هره نادوده يې برداشت کړه او د یو لوړ هدف لپاره غرونو ته وخوت.
دا تاريخ کې پوره څرګند دي چې پاکستان هيڅکله بلوچ ملت ته د انسان په سترګه ندي کتلي، انساني حقونو باندې يې تیری کوي او بلوچستان سره د تبعیض او کینې له مخې داسې چلند کوي چې بلوچستان د پاکستان برخه نه ده او پنجاب يې خپل غلامان بولي.

د پاکستان د فوځ لخوا په بلوچستان کې د ریاستي تشدد سلسله په مسلسله توګه روانه ده او ددې ظلم او استبداد په مقابل کې نړیواله ټولنه او د انساني حقوقو ساتونکې ادارې خاموشه او چپ پاتې دي،
د ریاستي تشدد په دوام کې پاکستان په مختلفو بهانو د بلوڅانو ټولنیز او اقتصادي ژوند د ګواښ سره مخ کړی دی او په مادي لحاظ یې د بلوچستان ولس بې لاس او بې پښو کړی دی. تراوسه پورې فوځ په خپل سر هدفي وژنې، بمبارۍ او د تښتونې پروسه نده بنده کړې.

د پاکستان لخوا د ریاستي تشدد په نتیجه کې په زرګونو او لکونو بیګناه بلوڅان شهیدان شول، ښځو سره زور زیاتی وشو، ځوانان او پیغلې د تعلیمي ادارو نه ورک شول او تر اوسه پورې یې درک ندی معلوم، ماشومان، بوډاګان کلي او کورونه د پاکستان فوځ لخوا وسوځول شول. تعلمیي ادارې يې بندې شوي ترقي یافته کارونه بند کړای شول او هم دې ترڅنګ په ډيرې بې رحمۍ سره د بلوڅانو په منابعو باندې دپاکستانیانو واک ډير شو او پاکستان ددې منابعو نه صرف د خپل ایالت پنجاب په ګټه کار اخلي او همدغه منابع د بلوچستان نه تیروي پنجاب ته.

نه یوازې دا د صحت، تعلیم او ټولنیز پرمختګ برخه کې د بلوچستان حق پنجابیانو په ډيرې بې رحمۍ سره خپل کړي او په هیڅ صورت نه پریږدي ترڅو بلوڅان خپلو حقوقو ته لاس رسي وکړي.
ډاکټر الله نظر بلوچ د مستبدو او د بلوچو وينو ته تږي رژیمونو لخوا د ډول ډول او ټولو ستونزو او چیلنجونو سره مخ دی خو بیا يې هم همت ندی بايللی او وسله واله مبارزه کوي.

الله نظر بلوچ یو ازادی غوښتونکی دی د بلوچ زده کړيالانو سازمان ازاد او بلوچ ازادی جبهې مشر هم دی چې دواړه تنظيمونه د بلوچ ملتپالو دي او پاکستاني حکومت د تروریستو ادارو لیست کې اچولې خو الله نظر بلوچ وايي موږ تروریستان نه یو موږ د خپلې خاورې خپل ملت لپاره ازادې غواړو چې دا نړیوال قانون کې زموږ خپل حق جوړيږي. زموږ مقصد او مرام پاک دی. موږ ازاد بلوچستان غواړو.
په ۱۹۴۷م اګست کې چې هند دوه ځايه جدا کیدو نو بلوچستان خپله ازادي اعلان کړه خو نهه مياشتې وروسته پاکستاني فوځونو په بلوچستان حمله وکړه او د پاکستان مستعمره يې وګرځوله.

بي ایل ایف وايي زموږ د بلوچ مشرانو د پاكستان اساسي قانون هېڅ منلى نه دى، دوى په جبري توګه موږ مستعمره كړي يو.

د بلوچو لخوا پنجابي ځواکونو مقابل کې وقفې وقفې سره چريکي جنګونو دوام لرلو او شورش يې کړی و خو پنجابيانو پوره هڅه وکړه چې د دوی لخوا بلوچ ملت سره ظلمونه او بې عدالتۍ پټې کړي خو نن نړۍ په دې خبره ده.
که موږ نن بلوچ ملت ته وګورو په هغوی به د ډول ډول ظلمونه او بې عدالتيو شاهد واوسو خو د دې ریاستي ترهګرۍ په مقابل کې د انساني حقوقو د ساتنې ادارې هم خاموشه دي، هیڅ نړیوال تلویزون د بلوچستان د ولس سره د روان ظلم په مقابل کې خپل غږ نه اوچتوي او نه هم ورته موقع برابریږي ترڅو د بلوچستان د حالاتو دې تصویر واخیستل شي.
نو ددې په خاطر ډاکټر الله نظر بلوچ او بلوچان هلته په پوره میړانه او ښه موقف د پاکستان پر وړاندې ولاړ دي. هغه ویل ددې ټولو ستونزو حل صرف ازادي ده.

د ډاکټر بلوچ د کورنۍ نور غړي هم د ازادۍ غورځنګ برخه دي.
د دوی د تدبیر او بریا نه ډکو حملو بلوچ ځوانانو کې یو مثبت بدلون راوست او دوی کې يې د آزادی سوچ ژوندی کړ چې په دې کار پاکستان ډېر خفه او اندیښمن دی.
ډاکټر الله نظر بلوچ د آزادۍ تحریک په وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په خاطر وايي:
“زما فکري او مبارزو ملګرو زما په شهادت به د غم اوښکې نه تویوئ.

چې کله زه شهید شوم ویر مه کوئ زما لویدلی ټوپک به واخلئ او زما لار او مبارزه به تر هغې جاري وساتئ تر څو مو قام ته آزادي نه وي اخيستې. وجنګیږئ او د بریا تر حده مبارزه وکړئ.”
هغه د نودان بلوچ او تموچن بلوچ په نوم دوه بچیان لري.
د هغه پلار نبی بخش خان بلوچ په ۲۰۱۱ کې وفات شو.
ډاکټر الله نظر بلوچ زياتوي:
“پنجابي سامراج(موقتي جوړ شوی ریاست) زموږ کلتور ژبه او ملت تباه کړل او هڅه کوي چې بلوچ ملت باندې پاکستان په هره طریقه ومني خو دا ډېر ناوخته دی. اوس هره بلوچه کورنۍ تياره ده چې د پاکستان په وړاندې وسله واخلي، پاکستاني بیرغ ته اور واچوي او په ښوونځيو کې د پاکستان ملي سرود ویلو څخه هم ډډه وکړي.”
د بلوڅو مبارزې به ډېر ژر په راتلونکې کې ښې پايلې ولري.

په ۲۰۱۵ کې پاکستاني فوج اعلان کړی و چې ډاکټر بلوچ په اوران کې د فوج سره یوه مقابله کې مړ شوی دی خو دوه مياشتې پس هغه ويډيو جاري کړه چې زه بچ یم او لا هم د بلوچ ازادی غورځنګ کې خدمت کوم.
د بلوچ آزادۍ زده کړيالانو سازمان مرستیال او محبوب مشر ذاکر مجید بلوچ وايي:

“ځينې خلک د مرګ لپاره صرف شپې سبا کوي او ځينې د ژوندیو لپاره مړه شول. دا چې د نورو يعني خپل مهم مقصد آزادی لپاره مړه شول هيڅکله مړه نه دي. “

بلوچ ازادۍ غورځنګ کریډیټ به اوس هر څوک اخلي خو دا هم ډېره ناوخته خبره ده ځکه ټول پوهیږي چې لومړی د پاکستان څخه د بیلتون او ازادی غږ چا وکړ.

دا لکه لمر روښانه ده چې ډاکټر الله نظر بلوچ د آزادی انقلاب لومړی رهبر دی. دا د بلوچو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده چې نن د سرو زرو مډال ګټونکی ډاکټر د دوی د حقوقو او خاورې په خاطر غرونو کې جنګيږي.

ددې ګټورې او سترې لاسته راوړنې اثر به د بلوچ ازادی غورځنګ باندې راتلونکې کې مثبت تاثیر ولري او نن بلوچ بچیانو د ډاکټر الله نظر بلوچ د جدوجهد او مبارزو څخه ډېر څه زده کړي او هر بچی به دده په شان فکر ولري. ډاکټر الله نذر بلوڅ د ډاکټر او د یو سیاسي مبارز نه علاوه د بلوچئ ژبې شاعر او لیکوال هم دی.

بلوچستان کې د فوج سره مقابله کوونکې شپږ اوه جبهې د آزادۍ جګړه کوي او ټول د یو سیکولر او ازاد بلوچستان اجنډا لري.

جګړه په ۱۹۴۸م کال پيل شوې وه، خو د پاکستان لخوا په تېرو دوو لسیزو کې د وحشي میتودونو کارولو له وجې يې شدت واخیست
دوی بلوچ ورک کړل، ويې وژل، مړې يې خراب کړل شکنجو لاندې یې ونیول. ښځې نر او بچې يې قتل عام کړل او دا لړۍ تر نننه روانه ده د یو شمیرې له مخې له دوو زرو ونيسه تر شل زرو بلوچ ځوانان او پيغلې د ای ایس ای لخوا ورک شويدي خو لا هم دا پوره شمیر نه دی.

چون هلته نه دقیق مالومات نه راوځي او ټول د فوج لخوا له منځه وړل کيږي.

په ټوليزه توګه ددې ظلمونو نتیجه دا شوه چې نن یو طبيب د جنګ میدان ته ځي او هغه ډاکټر الله نظر بلوچ دی چې د قام لپاره يې ټوپک واخیست.

الله نظر د پاکستان د ظلمونو په اړه وايي چې فوج صرف اپريل میاشت کې د مشکی دوه سوه کورونه وسوزول او پنځه ويشت عام بې ګناه بلوچان يې په بې رحمۍ ووژل، هره ورځ هر ځای د بلوچو سره دا ظلم روان دی.

هغه وايي هیچاته به اجازه ورنکړي چې د بلوچستان د قدرتي ذخایرو څخه استفاده وکړي او پنجاب ته یې یوسي.

بلوچستان له قدرتي ذخایرو ډک دی خو ټول پنجاب خوري او نن بلوچ ملت په خوار او وروسته پاتې حال کې دی.

هغه هر وخت په داسې ډلو بریدونه هم کړي او اوس د پاکستان چین اقتصادي راهداری په جوړيدو کې به هم خنډ جوړيږي.

هغه وايي موږ نړۍ ته وایو چې زموږ ټولوژنه د پاکستان لخوا روانه ده زموږ غږ واورئ او مرسته مو وکړئ.
“موږ غواړو چې نړۍ په دې پوه شي چې اوس مهال د پاکستان په لاس د بلوچو نسل وژنه کيږي او له نړیوالو سازمانونو غواړو چې په دې مسله ځان پوه کړي او له هغې سره سم عمل وکړي.”

د بلوچستان د آزادۍ تحریکونه د پاکستاني ریاست د تشدد او ظلم تر چتر لاندې خپلې مبارزې ته په ډيره میړانه سره دوام ورکوي او هیڅکله ددوي غږونه بند شوي ندي. په ورستیو کې په امریکا کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سفر، چې واشنګټن کې د خبرو پر مهال د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو لخوا چپ کړای شو. د دې خبرې ثبوت دی چې بلوڅ آزادي غوښتونکي اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بلوچستان د آزادۍ او د اشغال نه خلاصولو لپاره خپل جدوجهد او مبارزه ښه په شدت سره کوي.

هغوی د اوسني حکومت په اړه دا دريځ لري چې دا حكومت هم زموږ په خاوره كې قبضه ګر دى، په نورو حكومتو كې هم زموږ د خاورې قابض پنجابی یا د دوی نوکر واكمن و، هغوی پوځي درېشي اغوستې وه او دې اوسني هغه كالي اغوستي دي، نور يې فرق نه شته.

پنجابي جرنیلانو هڅه وکړه چې پښتون او بلوچ سره دښمن وګرځوي خو دا خبره اوس د بلوڅ غیرتي او په ازادۍ مین ولس درک کړې چې په تاریخي لحاظ پښتون بلوڅ ورور یاد شوي او کلتوري، تاریخي او سیاسي لحاظ د پښتون او بلوڅ ترمینځ هیڅ اختلافات نشته.

د حکومت لخوا په بلوچ زده کړيالانو سازمان بندیز د حکومت ماتې او پریشانې ښيي چې هغوی احساس کړه بلوچ نور هم بغاوت کوي او ازادي به ضرور اخلي.

بلوچ زده کړيالان د الله نظر لار تعقيبوي او وايي هغه د دوی یو نامتو مشر دی نامتو مشر و او نامتو مشر به يې وي•
د اوږد ژوند په هيله يې

لیکنه: اسدافغان
سرچينې: بیلابیلې ويبپاڼې
Jul 24,2016 10:53 PM

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *