د بلک واټر مشر اریک پرینس

تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلک واټر امنیتي خصوصي شرکت رييس اریک پرینس د ولسمشر غني له یو شمېر سیاسي مخالفانو سره پټې کتنې کړي دي.

ورځپاڼه وايي، اریک پرینس، چې هڅه کوي د افغانستان جګړه په قرارداد واخلي او د افغانستان کانونه استخراج کړي، په داسې حال کې د ولسمشرۍ له احتمالي کاندیدانو، ملېشه قوماندانانو، او نورو نفوذ لرونکو سره کتلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه په رانژدې کېدو ده.

نیویارک ټایمز وايي، له کومو کسانو سره چې ایریک پرینس کتلي، ټول هغه کسان دي چې د اشرف غني د واک د پای ته رسېدو هڅه کوي. کابل، متحده عربي امارات او واشنګټن ته د ښاغلي اریک پر له پسې سفرونه او له بېلابېلو خواوو څخه د خپلې طرحې د ملاتړ لپاره هلې ځلې سبب شوي چې ولسمشر غني ورڅخه نور هم لېرې شي.

ورځپاڼه ښاغلي پرینس ته د نژدې افغان چارواکو په قول وايي، په حکومت کې ځینو چارواکو حتي هڅه کړې چې اریک پرینس ته وېزه منع کړي.

راپور زیاتوي، د بلک واټر امنیتي کمپنۍ مشر څو ځلې هڅه کړې چې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وویني خو ولسمشر غني یې هر ځل غوښتنه ور رد کړې ده.

ویل کېږي چې ایریک پرینس په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت له ځینو چارواکو سره هم کتلي دي.

څو تنو افغان چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې ولسمشر غني د ښاغلي پرینس پلان نه یوازې کټور نه بولي بلکې وايي چې کړکېچ لا سختوي او له طالبانو سره د سولې هڅې ناکاموي.

د بلک واټر مشر د افغانستان ولسمشر د خپل پلان د اجرا لپاره لوی خنډ بولي.

ښاغلي غني د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ بلک واټر ته په اشارې په تونده وویل«بهرنیو امنیتي کمپنیو ته به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې هیواد ته راشي.»

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان حکومت به اجازه ورنه کړي چې له تروریزم سره مبارزه د پیسو د ګټلو لپاره پر تجارت بدله شي.

دا هم ویل شوي چې د بلک واټر مشر له صلاح الدین رباني، عطا محمد نور او د پنجشېر، تخار او بلخ له ځینو مشرانو سره کتلي دي.

د بلک واټر مشر هغوی ته ویلي چې که د افغانستان حکومت ورسره موافقه وکړي، د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د جګړې له خصوصي کېدو سره مخالفت نه کوي.

دا امنیتي شرکت په عراق کې په ګڼو جنایتونو او بشري ضد اقداماتو تورن دی.

اریک پرینس د افغانستان د جګړې د خصوصي کېدو له وړاندیز سره دا هم غوټه کړې چې د افغانستان د قیمتي مینرالونو په شمول د کانونو د ایستلو چارې به هم ورسپارل کېږي چې د جګړې لګښت له دې لارې پوره کړي. ورځپاڼه وايي چې دا هغه شی دی چې ولسمشر ټرمپ هم ورته لېواله دی.

د بلک واټر مشر له افغانانو سره په کتنو کې ویلي چې له افریقا څخه به د کانونو د سپړلو ماشینونه افغانستان ته راوړي او تر هر څه وړاندې به د لوګر پر عینک کان کار پیل کړي.

نیویارک ټایمز وايي، پرینس له یوې رسنۍ سره په خبرو کې د خپلو هدفونو د تشریخ کولو په مهال یو دا وښود«د امریکا د لوړې ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره د نادرو او کلیدي مینرالونو استخراجول…»

ورځپاڼې د یو شمېر جګپوړو امریکايي چارواکو نظرونه هم خپاره کړي چې د بلک واټر له وړاندیزونو سره یې مخالفت کړی او ویلي دي چې د ایریک پرینس نسخه د افغانستان لپاره ګټوره نه ده.

دا احتمال ډېر شته چې د بلک واټر خاوند د افغانستان د راتلونکې کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه چا کلک مالي ملاتړ وکړي چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کېدو ژمنه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *