انور وفا سمندر

 ۶

لږ تر لږه څلوېښت کلونه کېږي، چې د ډبرو د عصر او د رنسانس د عصر، د فکر سوداګرو دلته د بل د بدلولو بازار پرانستی.

دا بازار د قصابۍ مسلخ دی. دې بازار کې د هر بل انسان شخصیت، هویت، فکر، خیال، ایمان، شرافت او بالاخره فردیت چاندمارۍ شوی او چاندمارۍ کېږي.

د ذهني مخربو نفسانیاتو ژبه:

زما کړه وړه ټول قانوني دي. زما سرچینه یوازني مقدسات دي. زما امر د حقیقت له کوره راغلی. زه د حقیقت مامور یم.

زه باید وساتل شم. زه باید لا ځواکمن شم. زما شاوخوا باید د ساتونکو دیوال روان وي. د ځمکې د شتو قبالې باید زما په نامه شي. ژوند باید زما د فکر پلي کولو لپاره مصرف شي.

ځکه چې زما فکر او باور په معتبرو منابعو ولاړ دی.

دا چې ذهن کې د یوه فکر- باور رامینځته کېدل او ډبره کېدل له څه لارو، او څه ډول تر سره کېږي؛ دا باید راوسپړل شي.

ذایقې روزل کېږي

په ماشومتوب به مور زړه راباندې خوړ، چې ولې غوښه، کوچ، ژېړ غوړ…نخورم! ما به د خپلې ماشومانه ذایقې روژه یا په سپینو غټو وریځو او مستو ماتوله او ور سره څنګ په  څنګ کې مې هګۍ او شړومبې مې هم ښې اېسېدې، خو د ژړو غوړو او کوچو یا د پسه د وازدې بوی به چې راباندې ولګید، بیا د کور له پخلي په تېښته وم.

مور به راپسې سرګردانه وه او ګاونډیو ته به یې زړه تشاوه، چې «انور، څه شي ته خوله نه وروړي! اخر زه څه وکړم!؟ بې له مستو او شړومبو په بل شي څکه هم نه کړي، اخر سبا به یې کولمې وچې شوي وي! بیا یې زه د پلار جواب په څه شي ورکړم!؟»

د آغالالا ښځې یا د حاجي کاکا ښځې به ورته وېل، یو ځل به دې ملاکاکا ته بیولی وای!

د ملاکاکا د دم او دعا وختونه هم تېر شول او پر ما هم ماشومتوب داسې د یوه کاغذي فرمان په څېر تېر شو. د ژوند په فرمان کې یې هرڅه راته لیکلي وه، خو ما لاس نه ور مینځل.

د ماشومتوب جنت هم ولاړ. هغه میدان، ها د خزانه دار عیسی خان د کلا نوم هم ولاړ، ها د غوا کوچ او شودې هم ولاړې، «آبو» هم ولاړه، زه هم ځوان او پسې دومره په عمر سپین شوم چې اوس د سر وېښتانو رنګ ته ناست یم؛ خو اوس ډېری خواړه، حتا ځینې هغه خواړه، چې له ګاونډیو ملکونو افغانستان ته راغلي، په آسانۍ او خوند سره خورم.

دا بدلون څرنګه رامینځته شو؟ زما ضد ناکې ذایقې څرنګه خپل عادت بدل کړ!؟ د وسلو یا د سرو او سپینو زرو د کوم انقلاب فرمان دا کار وکړ، که د جراحۍ پر میز عملیاتو زما ذایقه دومره ډېرو ناآشنا خوړو ته آماده کړه!؟

نه! نه ذایقه عملیات شوې، او نه هم ما د کوم فرمان له مخې دغو خوړو ته تابع کړې؛ بلکې ما خپله ذایقه داسې روزلې.

زه په دې باندې په پوهېدلو سره، چې راز راز سابه، میوې، لبنیات او نور خواړه بدن ته ګټې لري! د هغو په خوړولو پېل وکړ. ذایقې لومړیو وختونو کې عکس العمل ښود، خو ورو ورو آرامه شوه، عادت شوه او اوس له دې ټولو خوړو خوند اخلي.

له دې ښکاري چې ذایقې ابدي نه دي؛ بلکې روزل کېږي. فکرونه-باورونه، ښه او بد راتلل هم داسې دي خو وېل یې یو څه وخت غواړئ!

تر بیا!

پر زړونو مو برکت شه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *