د روان ۱۳۹۳ لمریز کال د غبرګولي په ۱۷ مه نېټه د شنبې پر ورځ، د افغانستان قلم ادبي ټولنې له لوري د تکړه لیکوال او پیاوړي ژورنالیست انور وفا سمندر د نوي چاپ شوي کتاب ” د بل بدلولو دوزخ ” مخکتنه وشوه.

په یاده غونډه کې، د هیواد د پياوړي لیکوال نجیب منلي ترڅنګ، علم ګل سحر، تواب غورځنګ، پوهاند ګلزاد، شمس الدین شمس، امیرشاه کرګر، مجیب مهر داد، وحید بکتاش او ګڼ شمیر نورو ښاغلو او اغلو لیکوالانو او شاعرانو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د قلم ټولنې مشر محمد نواز حقیقت سانین پرانیستونکې وینا وکړه او ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د انور وفا سمندر د نوي چاپ شوي کتاب په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي سانین وویل، د بل بدلولو دوزخ د سمندر د هغو لیکنو ټولګه ده، چې په هیواد کې د تیرو ناخوالو انځور او یو شمیر حقیقتونو پرده پورته کوي.

د هیواد پیاوړي لیکوال استاد نجیب منلي هم د کتاب پر چاپ د زړه له تله خوښي څرګنده کړه او د بل بدلولو دوزخ تازه چاپ شوې نثري ټولګه یې د پښتو ادب لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

1هغه د لیکوال ښاغلي سمندر د تېرو لیکنو او ادبي پنځونو په اړه هم هر اړخیزه رڼا واچوله او وویل: ” وفا سمندر کلونه پېچلې لیکنې وکړې، خو دلته پخوالي ته رسیدلی. ژبه یې روانه، ساده، خوږه، معیاري او پیام روښانه دی. زه ورته مبارکي وایم.

د استاد منلي په نظر، دا کتاب په پښتو ادبیاتو کې یو انقلاب دی. هغه زیاته کړه: تراوسه مو تر یوه حده فلسفه او عرفان درلود، خو دغه کتاب به لومړی ځل فلسفه او عرفان سره یو ځای کوي. دا کار چا نه دی کړی، د فلسفې او عرفان امتزاج په کار وه، دا غوره بیلګه ده، ددواړه امتزاج د شرق ادبیاتو کې ستر ګام دی. پرانستونکی کتاب همدغه دی، او دا به د ادبیاتو په تاریخ کې خپل ځای ولري. زه مبارکي ورته وایم.”

په همدې ترتیب په غونډه کې ټولو ګډونوالو د وفا سمندر لیکوالي او نورې ادبي پنځونې د ستایلو وړ وبللې، لیکوال او شاعر سرمحقق محمد آصف ګلزادوفا سمندر یو روانشناس او شاعر لیکوال وباله.

خو امیرشاه کرګر ووېل، چې وفا د مینې او لا زیاتې مینې بلنه ورکوي، خو که دومره زیاته مینه وشي، بیا سړی ( چور ) کېږي.

د یادې غونډې په پای کې د ” بل بدلولو دوزخ ” لیکوال ښاغلي وفا سمندر له ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ، لنډې خبرې وکړې.

سمندر د کرګر د خبرې په باره کې خپل جلا نظر درلود. هغه ووېل: ” مینه یو قانون لري، هغه دا چې مینه فقط په مینه کولو ترلاسه کېږي. خدای تعالی له ټول ژوند او ټولو مخلوقاتو سره مینه کوي، او دا مینه هیڅکله نه تمامېږي، نو زه هر مخلص مینه ګرو ته زیری ورکوم، چې په مینې کولو سره به هېڅکله د مینې له قحطۍ سره مخ نشي، یعني مینه کول قطعي بری دی.”

د یادولو ده، چې د بل بدلولو دوزخ تازه چاپ شوی کتاب په ۱۲۴مخونو کې، په رنګه حالت، له څه باندې ۴۰ موضوعي عکسونو سره، په۱۰۰۰ ټوکو کې د عازم انتشاراتو لخوا د ښاغلي عبدالمتین بیک په مالي ملاتړ چاپ شوی دی.

ددغه کتاب زیاتره ګامونه، پېل کې د ګرداب ورځپانې او راوروسته تاند ویبپاڼې وړاندې کړي دي، خو بشپړه بڼه یې دغه څلوېښت ګامونه دي، چې د (بل بدلولو دوزخ) کې راټول شوي دي.

کتاب د افغانستان د ژوندي تاریخ(تیرو څلوېښتو کلونو) تصویري تیاتر دی، او پنځونکي هڅه کړې، یوه مینه ګره چیغه په ټولو وکړي، چې د خدای لپاره ماشې ته ګوتې مه وروړئ، بل باندې کار مه لرئ، بل مه بدلوئ، یا بل مه اصلاح کوئ، ځکه چې هرڅوک له ځان سره خپل حساب وړي، نو انسان په خپل محدودې پوهې سره ولې د بل په ژوند، آزادۍ او روش او طریقې کارولري؟

په تاند کې د ښاغلي محمد انور وفا سمندر ځانګړی کالم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *