4
بل بدلول له کومه را پیدا کېږي؟
دا کیسه له وړکتوبه را سره پېلېږي. له هغه وخته چې «ښه» او «بد» را پېژندل کېږي. اوس په دې باور یم، چې زه «ښه» روزل شوی یم، بل «بد».
زموږ روزنه- فکر، باور، عادت، رسم او رواج- هرڅه ښه دي او د نورو بد دي.
زما «ښه» ما ته یا له پلرو او نیکو پاتې شوي یا مې له معاصرو ایډیالوجیو او راز راز باورنو او مانیفسټونو څخه را قرض کړي او اوس مهال زه د داسې ښو بارکشوم، چې ماته راکړل شوي. زما ښه له هیرو وختو را پاتې دي. زه په ډېرو لرغونو ذهن توکو ډک یم.
دا هغه ښه دي، چې د ډبرو له زمانې را پاتې دي. معاصره تکنالوجي هسې د مخې پرده ده؛ موږ اوس هم په ډبرو کې اخته یو، ځانته مو معاصر ډبر پیر جوړ کړی. ډبره زړه ده، د کبر نښه ده، ډبره زموږ فکر، اند او باور، رواج او عادت د زریزو لپاره ساتي.
ښایي زموږ فکر او ذهني ګاڼه اوبه شوې ډبره وي، چې د مغز د حجرو په بڼه استحاله شوي.
وګورئ، ډبره په زړه کلکه ده که زموږ فکر او مغزي متاع؟ ډبره چې وسله شي، نو یوازې د چا سر ماتولای شي، خو ذهن، چې باروت وپېژندل اوس لوی عاموژونکی ګرځېدلی. ذهن په ټولو قتلونو ککړ دی. د هر قتل څټ ته یو روزل شوی ذهن او باور ولاړ دی.
ذهن مو دومره په «ډبره» میېن دی، چې ډبره په هرڅه کې کاروو. حتا مېزونه او څوکۍ، د سپکې ارچې د لرګي پر ځای له ډبرو جوړوو. ډبره مو د مېز د سر ښایست دی.
کېدای شي یو ځل دا پوښتنه شخصي کړو، چې ولې ډیری څه له ډبرې جوړو او لوړې بیې په ډبرینو اجناسو ورکوو، لکه چې ذهن ډبره ده؛ خو مغزو په شکل.
عجیبه ده! زه ددغو ښو، چې اوس را ته په باور او هرڅه بدل شوي، په اړه هېڅ شخصي انتخاب یا تجربه نه لرم.
ولې بل بدلوم؟
- ځکه چې زه سپېڅلې بل ناولی دی،
- ځکه چې زه اصیل بل کم اصل دی،
- ځکه چې زه برحق او بل ناحقه دي،
- ځکه چې زما فکر، نظر او عمل الهي امر دی، د بل نه دی!!!
- ځکه چې زه د پلرو په دود ځم او بل خپل دود جوړ کړی،
- ځکه چې پلرو داسې نصحیت راته کړی،
- ځکه چې زما په بل زړه خوږیږي،
- ځکه چې زه جنتي بل دوزخی دی،
- ځکه چې زه متمدن، بل نامتمدنه دی،
- ځکه چې بل را باندې ښه نه لګېږي،
- ځکه چې د بل فکر، باور، رسم او عادت او هرڅه غلط دي!
- او ځکه چې…
نور بیا: برکت یوسئ!