انور وفا سمندر

۲۴ –

«زه د هیڅ لارې درس نه ورکوم؛ ځکه نو تاسو نشۍ کولای ادعا وکړئ،

چې زما لاره تر ټولو غوره لاره ده.»

هر هغه زړه چې د ذهن اعلامیې اوري؛ نو ذهن یې حقیقت دی او ذهن ور باندې مفتش راهب مقرر شوی.

داسې زړه، یوازې د تورو کارغانو او کجیرانو، غر او ځنګل، وچه دره او سوزنده ډاګ دی. په داسې شوره زار باندې د ذهن روزل شوي عسکر، لکه اتیلا،  لکه تیموچین، لکه سکندر، او یا هم لکه یوځل د ناپلیون په کالبوت کې او بل ځل د هېتلر په کالبوت کې را لوېدلي، د غم په اوښکو را ټوکېدلی نوبهار یې لوټلی، هوسۍ یې وړي، بازان یې ړانده کړي او له پر ځای یې د غم  او لوږې، کرکې، او د عاجزۍ تر پردې لاندې لیونۍ ځانغوښتنه-ځانپالنه پر ځای پرایښې.

دا شان زړه دومره فقیر دی، چې ټول عمر په سوال تېروي.

د ښایسته افغانستان په سپېڅلې لمن داسې ډېر وږي شته، چې د شتو او پیسو حساب یې یوازې د پیسو په ماشین او کمیپوټر کې کېږي، خو دوی د ولس پر ژوند او سرنوشت له واکمنې باوري فضا څخه د هغوی د لازیاتو لوټلو له کاره شېبه نه وزګارېږي. هغوی پیسې راټولوي، او له وطن څخه یې باسي او د نړیوال آزاد بازار په ماشینونو کې یې وینځي او ځانته د مشروعې پانګې بې حسابه زېرمې جوړوي.

د هستۍ اخلاق

ښه، له ټولنیز وجدان، قانون، قضا او قانون پلي کوونکو تېښه آسانه ده؛ خو له «ځان» څخه تېښته غیر فطري ده. هر څوک ځانته ور له غاړې دی. حساب نغد دی. دنیا او د دنیا کار و بار پر انعکاس ولاړ دی. هر چا ته خپل افکار، خپل عمل او خپل دریځ بېرته راګرځي. هر کښت خپل محصول لري. د هستۍ اخلاق دادي، چې هر وګړي ته خپل افکار، او کارونه ور ګرځوي.

له دې نصحیته به تیر شم. پرېږده، چې هر وګړی په خپله تجربه د هستۍ د اخلاقو خوند وڅکي.

لویه خدایه! زموږ کرکې، ځانغوښتنې، خودپرستۍ او د بل د بدلولو نیتونه په خپله بې قید او شرطه مینه کې ډوب کړې او ټولې ځانپرسۍ مو د تل لپاره نیست کړې!

د عقل بدلول حرام دي

لویه خدایه! موږ مینه ګر کړې! موږ د مینې قحطۍ وهلي په مینه ماړه کړې. ته مو د خپل عشق او رحمت په اقیانوس کې ډوب کړې. له موږ څخه د روزل شویو او دود پاتې شوېو فکرونو او اندونو اعتیاد واخلې.

شراب حرام دي. چرس، هیرویین، کوکایین، مورفین او تریاک حرام دي. هر هغه څه چې زموږ عقل بدلوي؛ حرام دي. او هر هغه څه چې د بل عقل ور بدلوي حرام دي. نو ته مو زړونه داسې را ویښ کړې، چې د بل بدلول پر ځان حرام کړو او پوره حلال ژوند وکړو.

لویه خدایه! ته مو لوی کړې؛ خو لوی مینه ګر!

ته موږ ته ژوند را زده کړې، ته مو په ژوند ور باسواده کړې.

ته مو ژوند د کیسې په ډول، له «تیرولو» را ازاد کړې.

ته موږ سپین سپین زړونه او ذهنونه او عاشقې ارواوې کړې!

ته مو د اذلي «ځان» او «بل» د بدلولو له حرامو د تل لپاره خلاص او آزاد کړې.

د اوس لپاره همدومره!

د بل بدلول زموږ خپل داستان دی. او موږ ژوندي؛ نو بیا به ورته راګرځو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *