۲۲-
حقیقت د جنګ مدرسه!
حقیقت ژوندی دی. حقیقت چې وچ شو، بیا نو مړی دی؛ لکه بې روحه انسان چې مړی دی.
ژوند د حقیقت ټاټوبی دی. هستي د حقیقت ننداره ده. نیستي د حقیقت نه پېژندلې هستي ده.
حقیقت یوازې په ټول حقیقت کې ځایږي، لکه کائنات، لکه ځمکه، لکه آسمان، لکه ستوري، لکه د خداي تعالی ټوله خدایي چې حقیقي او حقیقت دي.
لکه خدای تعالی چې په هېڅ شي نه بیانیږي، حقیقت داسې تر هر ډول بیان او تفسیر لوړ او بهر ودرېږي.
انساني اګاهۍ حقیقت برخه برخه غلا کړی او دومره مهال انساني ټبر د حقیقت په وچو، بې ساه او بې ژونده، نښو د تقدیس لوحې لګولي او د خپل ډول کشیشان خپل کار وبار کوي.
جنګ د انساني اګاهۍ تولید
جنګ د نفس اولاد دی.
یاغي، له کنتروله وتلو ذهني نفسانیاتو (قهر، شهوت، مادي ذهني تړلتیا، طمع او ځانپالنه) حقیقت په شنه اور بدل کړی! په دا ډول فضا کې، حقیقت د جنګ مدرسه ده!
انساني منظمو او متمدنو ټولنو، حقیقت مکتبي کړی او ددغه مکتب طلبه، د ژوند پر ضد جنګ ته په ډول او په باجه روان دي.
ژوند خدای تعالی پیدا کړی، خو معاصر باورمند او روزل شوی انسان، ژوند په کاڼو ولي.
خدای تعالی ژوند په بیلیونونو او تریلیونونو او…څيرو او نژادو او رنګونو کې پنځولی، خو انساني اګاهۍ بل رنګ، بل فکر، بل باور، بل دریځ…نه مني.
انسان ته «بل» دوزخ دی!
د «روا» او «ناروا» پولې انساني اګاهۍ جوړې کړي. انساني ذهن په دې میېن دی، چې هر شی- حتا حقیقت- د شي په بڼه وویني، هغه تر لاسه کړي او مالکیت یې شي.
دغه د (قهر، شهوت، تړلتیا (وابستګۍ)، طمعې او ځانپالنې) په وحشي اژدهاوو سپور انسان، حقیقت خپل ملکیت ګرځولی.
دغه انسان، په ذهني- نفسي اسارت کې، بل فکر- باور او دریځ ناروا ګرځولی.
دغه باورمند موجود، ځمکه په «خپل» او «پردي» وېشلې ده.
د اخلاقو کتاب!
انسان سره له دې، چې غاښونه یې د سبو او میو خوړلو ته جوړ دي، خو غوښه خور را لویږي.
هغه پر ژوندي ستوني تیره تیغ را کشول، د اخلاقو په معتبره کتاب کې ځای کړي. حیوانات د خپل فطرت او طبیعي اړتیا له مخې، د یو بل غوښې خوري؛ خو انسان، چې عقل یې، په کاغذونو کې ثبت شوي د کلونو، قرنونو او زرګونو کلونو زړو تجربو، پوهو، احکامو او اخلاقو پړسولای او ډک کړی دی، همدغه ډول انسان د بل آزادي، ژوند او مال هدف نیسي او خپل یرغلونه، نیواکګرۍ او غوبلونه، په جشنونو کې نمانځي.
انسان ولې سولې باندې د جنګ اور را کوز کړی؟
دا څه شی دي، چې له سپینو شودو را لوی شوی انسان، په قتل باندې پښه ږدي او قتل خپل لرغونی سرنوشت پېژني؟
ځانپالی ذهن قاتل دوزخ!
د بل په ژوند، مال او حیثیت باندې تېری، په انساني اګاهۍ کې زوکړه کوي. ځانپالی ذهن قاتل دوزخ دی.
د انسان ټول کرکجن کارونه ذهن نقشه کړي، ذهن په ځان کې پاخه کړي او بالاخره ذهن د انسان په اراده او عمل باندې بدل کړي.
ذهن کوډګره بلا ده. د ذهن لومړی قرباني هغه وجود دی، چې مکتبی او مدون ذهن یې په زړه، اګاهۍ، حواسو، عواطفو او ناخوداګاه کې د قتل هګۍ اچولي.
های های، له انساني ځانپرستې اګاهۍ څه مړ، خوسا، عتیقه او قدیمي بوی خېژي!
دمه به شو، نور په بله ګڼه کې!