۹
ماشوم د حقیقت خالصه څېره
ماشوم ته حقیقت ژوندی دی. ماشوم هستي او نیستي یوه ګڼي. د ماشوم د سپین او خالص عقل په تله کې پاچا او باغوان برابر خېژي.
ماشوم چې د سرو زرو کانونو باندې ودروه، خو د هغه سترګې، حواس او زړه به د بوډۍ په ټال پسې الوتي وي.
ماشوم زړه لرونکی دی او زړه په کې پاچا دی. هغه نه د نصیحت ګو پلار کوي، نه د ملا او نه د هغه ډاکتر، چې راغلی ورباندې د ایچ ای وی او ایچ ای څه شي واکسین ولګوي.
ماشوم زړه ته تسلیم دی او زړه یې خدای ته پرایښی. تر ماشوم بل زړور نشته. ماشوم ته د یوه پاچا کېدل او د بل باغواني، د اوبو په شان آسانه دي.
ماشوم ته ځمکه کور، آسمان یې چت، ستوري خدایي څراغونه او سپوږمۍ خدایي ناوې ښکاري.
ماشوم ته دوزخ او جنت، د کور تنور او باغچه یو شان برېښي؛ فرق یې نه کوي.
ماشوم ته دغه شېبه رښتیا ده. هغه هر چېرې چې دی، هغه یې وطن، هغه یې جنت دی.
ماشوم ملائکې او ګاونډ باغ کې په خندا شنې پېغلې، یوه له بلې ورکې همزولې ګڼي.
ماشوم ژوند حلال ګڼي او له ټول ژوند سره مینه حلاله تر سره کوي.
ماشوم هرې څېرې، هر تفاوت، هر راز فکر-باور خاوند ته خاندي، هغه له هیچا نه وېرېږي؛ ځکه نو د هیچا د بدلولو نېت او عمل نه تر سره کوي. ځکه نو ماشوم له بنده آزاد دی. ځکه نو د ماشوم وژل په هیڅ فکر او باور کې نه ځاېږي.
ماشوم ژوندی حقیقت دی؛ ځکه نو د حقیقت اولاد هم دی. حقیقت یې پلار دی، مور یې دی، ژوند یې دی، شېبه او زمانه یې دی، حقیقت یې د سترګو او بڼو په شان دی، حقیقت یې د شاهرګ په شان دی.
حقیقت یې د سترګو تصویر دی،
حقیقت یې د خولې غږ دی،
حقیقت یې د اورېدلو آواز دی،
حقیقت یې شېبه شېبه دی.
ماشوم همیشه په حقیقت کې دی.
ماشوم ته د کلي او کور دیوالونه، د هیوادونو پولې، د زندان پولادي دړې، پنجرې،
ځنځیر او زولنې، او روزل شوي زندانبانان، ټول اضافي دي.
ماشوم موږ ته د دوه روپیو نه دی. دومره ساده ګي او بې پروایي یې هېڅ فکر او فلسفه زموږ لویانو زړونو او فکرونو او حواسو ته نشي را کولای.
ماشومان دومره زړور دي، چې لویان شي؛ خو لویان دومره بې زړه دي، چې بیا هېڅکله نشي ماشومانېدلای.
موږ ماشومان په زوره له لاسه نیولي، چې لویان شي! ماشومان د لوېدلو په خطر ور روان دی. خو لوی نشي ماشوم کېدلای.
حقیقت د ماشوم هم عمری دی. ځکه په زړښت کې د ماشومتوب سهوې او خطاووې خوږې خوږې را یادوو او خپل مړه زړه ته، په دې خاطرو سره سیروم ور تېرو.
ماشوم د هستۍ په اندازه دی، او «زه- لوی» یوازې د ځان په اندازه!
ماشوم له هر ژوند او هر ژوندي سره ژوند کوي؛ ځکه بې عمره دی؛ خو لوی هر بل ژوند ته له رسیو، چړو، تپانچو، لاسي بمونو او له اوره ډکو واسکټونو سره ولاړ دی، ځکه په عمر تنګ دی. یو عمره دی، یوازې په خپل ذهن کې ژوندی دی. او نور ژوند ته مړ دی.
ماشوم ژوندی شخصیت دی؛ خو لوی! لکه په انتحار کې د الوتي بدن یو میلیون تیتې عضلې، هډوکې، غړي، نه ویلې ارزوګانې او نورې راز راز برخې!
آه! څومره را سره وسوځېدلې په دې سوځنده عکسونو، چې زموږ لویانو د سرنوشت په تابلو را ځړېږي!
پاتې بله ورځ!
لویه خدایه! لږ مو زړه را ماشوم کړې!