انور وفا سمندر

۱۰

زه ډېری مهال د قصابۍ دوکان کې، ټوټه ټوټه ځوړند پسه ته ګورم او د هغه د برخې برخې شوي بدن درد په خپلو حواسو کې تجربه کوم. پسه د ګېډور انسان د ذایقې هوس شل برخې کړی: تنه په یوه چنګک، زړه او ځیګر په بل بل چنګک، لاسونه او پښې دباندې له کلې سره، د ګردې غولې پر سر ایښي، او سترګې آسمان ته حېرانې نیولي: اوس به څه چل کېږي؟؟؟

دې ته په کتو سره، ښایي زه د خپلو ټوټه ټوټه اعصابو، افکارو، احساساتو، وېلو او نه وېلو عواطفو، رواني او دروني رنځونو…په پاشلي حالت ویر نیسم. ښایي ډېری نور غټان هم ما په شان، پاشلی، ذهني، رواني، عاطفی وضعیت ولري؛ ځکه د ژوند خوند را نه کډه کړې؛ ځکه نو د ماشومتوب د شوتلې او مالګې خوندونه په خوب هم نه وینو؛ ځکه نو بوتلي اوبه هم موږ ته د وېالې د خړو او ککړو اوبو خوند نشي راکولای؛ خو ماشومان:

دا زړور ماشومان

د ماشوم سترګې، حواس او زړه په ژوند را ټول دی. هغه یوازې ژوند ویني، یوازې په ژوند پوهېږي، او یوازې ژوند کوي؛ ځکه خاندي، بې پروایي کوي، که د مور د ټول عمر د سرو او سپینو غوټه په لاس ورشي، د دوه روپو په یوه اشپلاق یې ورکوي.

ماشوم، انساني ‌ذهن جوړ کړي شیان په دوه روپیو سودا کوي.

ماشوم له حقیقت سره څنګ پر څنګ، خوا په خوا او حتا یو ځای اوسي.

ماشوم ته حقیقت تک سپین او داسې دی؛ لکه د سهار ژېړی لمر، لکه د تورې شپې سپینه سپوږمۍ، لکه د سیند شین شوړس، لکه د ژرندې د ډبرینې میچنې ګرځنده حرکت، لکه خپله خندا او ژړا یې، لکه د مور مچه یې، او لکه د ځمکې پر مخ د ژوند میلیونونه رنګینې او متفاوتې څېرې.

د حضرت مسیح دا خبره بیا را په زړه شوه، «چې ماشوم نشې جنت به ونه وینې!»

ماشوم ژوندی دی، تر او تازه دی. ماشوم یو دی. ماشوم یوالی لري. ماشوم په ټول ځان او یوه ځان اوسي. ماشوم ژوند کوي او لویان ژوند تېروي. ماشوم د ژوند کامله ننداره ده. ماشوم د حقیقت ژوندۍ نښه او څېره ده.

 ماشوم حقیقت حاضر ګڼي. ځکه چې ماشوم په هیڅ شي باور نه لري. ماشوم حقیقت کې داسې حل دی، چې حتا ذهن کې یې نه ساتي. ماشوم د حقیقت اوسېدونکی دی. ماشوم مخ لوڅی حقیقت دی.

ماشوم په ځان پوره دی. له پوهې، حافظې، عادته پاک دی.

ماشوم د هیڅ شي په اعتیاد اخته نه دی.

د قومندانانو د شورا فیصله

بالاخره د ملیشه یي جنرال په بغاوت سره، د ثور انقلاب په خپله څوارلس کلنۍ کې پاتې لاره او مزل اسلامي انقلاب ته پرېښود. موږ کابل کې بند پاتې او اوس د نویو فاتحانو تر شک لاندې ږېره خریلي روښانفکران کلي ته ولاړو.

د مېدان درې، د چاریکې سیمه د حزب اسلامي تر زرغون بېرغ لاندې اداره کېده. زما د مکتب دوری ټولګیوال، عبدالرحمن، اوس جهادي لوا مشر وه. غاړې مو سره ورکړې؛ خو زړونه مو سره ونه تخنېدل، خبرې مو سره وکړې؛ خو د کرکې، ځانپالنې، او فکر-باور دریځ، د ولیو مینځ کې مېږیان را خوشې کړل.

بله ورځ کلي ته د ملاکاکا له مرکز څخه مکتوب راغی. ضابط آمان، چې نصب دوسته مجاهد قومندان وه، خلک خبر کړل او په شپه شپه کې یې ټول په قول واړول او څوک د قومندانانو شورا ته په لاس ورنغلل.

د مکتوب محتویات:

جهادي قومندانانو شکایت کړی، چې له کابله راغلي کسان، سیند کې لامبو وهي، وېښتان ږمنځوي، کورتۍ په اوږو اچوي، په پولو ګرځي…

د مکتوب  نوره کیسه بیا

پر زړونو مو برکت شه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *